د کندهار شاولي کوټ کې د ګوزڼ پېښه لیدل شوې ده

د کندهار شاولي کوټ کې د ګوزڼ پېښه لیدل شوې ده



د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې د کندهار ولایت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې یو اتلس میاشتنی ماشوم په ګوزڼ اخته شوی دی.
په یاد وزارت کې د پولیو ضد کمپاین غړي ډاکټر هدایت الله ستانکزي یاده خبره کړې ده او زیاته کړې یې ده چې سږکال د یولک او شل زره ماشومانو په شاوخوا کې د پولیو ضد واکسینو له کمپاین څخه پاتې شوي دي.
په داسې حال کې ده چې طالبانو د کندهار په خاکریز، میانشین، شاولي کوټ او سپین بولدک کې د پولیو ضد واکسینو پر کمپاین بندیز لګولی دی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top