اقتصاد پېژندنه/ (۳۷ مه برخه)

اقتصاد پېژندنه/ (۳۷ مه برخه)


په بشپړه سیالۍ لرونکي بازار کې د کمپنۍ او صنعت تعادل:

((Equilibrium of Firm & industry Under Perfect Competition))

بشپړه سیالۍ لرونکي بازار(Perfect competition market): په دې ډول بازار کې د اخيستونکو او خرڅونکو شمېر ډېر وي، د بازار په هکله پوره معلومات لري، په بازار کې په بشپړه توګه سيالۍ شتون لري نو له دې کبله د يو توکي قيمت په يو وخت کې ټاکل کېږي، په بشپړ سیالۍ لرونکي بازار کې قیمت د ټوله یيزې عرضې او ټوله یيزې تقاضا پر اساس ټاکل کېږي په تیرو څپرکیو کې مو بشپړ نا بشپړ بازارنو کې د کمپنیو د تولید ، د منځني، وروستي لګښتونه او ترمنځ يې اړیکه وڅيړله .نو په دې برخه کې غواړم دا وڅيړو چې د کمپنۍ د عوایدو او مصارفو د ارتجاعیت په پام کې نیولو سره یوه کمپنۍ څه وخت په لنډ او اوږد مهال کې د تعادل حالت رامنځته کوي . یانې د ډېرو عوایدو د تر لاسه کولو لپاره څومره تولید تر سره کوي.

د ډېرې ګټې فکر(ګټو د اعظمي کولو فکر )(Concept of Profit Maximization) : د هرې کمپنۍ دا موخه وي چې ډېره ګټه ترلاسه کړي تر هغې چې امکان ولري د اقتصاد له انده له يوې خوا خپل لګښتونه کم کړي له بلې خوا توکي په لوړ قیمت سره وپلوري تر څو ګټه ترلاسه کړي. ځکه د ټوله یيزو عوایدو او لګښتونو ترمنځ توپیر ته ګټه وايي. د خرڅلاو له لارې راسته راغلیو پيسو مقدار ته ټول عواید وايي او پر مصرف شوي مقدرا ته ټول لګښت وايي. کله چې د يوې کمپنۍ د عوایدو او لګښتونو ترمنځ توپير ډېر و نو ګټه یې هم ډېره وي نو په دې صورت کې ویلی شو چې کمپنۍ د تعادل په حالت کې ده .  خو کله چې له دې حالت څخه تیريږي نو که کمپنۍ خپل تولید ډېر کړي او یا يې کم کړي د کمپنۍ لپاره بې توپیره ده . ځکه کمپنۍ ډېره ګټه نشي ترلاسه کولای. کمپنۍ هغه وخت ډېره ګټه ترلاسه کوي چې وروستي عواید يې له وروستي لګښت سره برابر شي.

عادي ګټه Normal Profit : بشپړې سیالۍ لرونکي بازار کې ټول صنعت (د کمپنیو مجموعه) په هغه وخت کې تعادل حالت تر لاسه کوي چې هر کمپنۍ په خپل ځای د تعادل حالت اختیار کړي چې په دې وخت کې نوی کمپنۍ د راتګ او د زړې کمپنۍ  تګ ته تیارې نه وي او دا حالت هغه وخت رامنځته کيږی چې ټول متشبثین معقولې ګټه وکړي د صنعت د پريښودو فکر ورسره نه وي او له صنعت څخه بیرون کمپنۍ داسې فکر وکړي چې که دوی داخلی شي معقوله ګټه نشي کولی. معقولې ګټې ته عادي یا معیاري ګټه وايي. دا خبره د یادونې وړ ده چې ټول متشبثین يو شان نه دي ځینې ډېر هوښیار وي او ځینې کم څوک ډېره عادي ګټه څوک کمه عادي ګټه ترلاسه کوي خو د دې باوجود د ټولو لپاره معياري ګټه یو اړین عام معیار وي. ځکه که د چا کم وي هغه بل صنعت پیل کړي او که ډېره وي زاړه صنعت کاران په کې داخليږي له دې شننۍ موږ دا پایله اخلو چې ټول صنعت او وګړي هغه وخت د تعادل په حالت کې وي چې نه نوي کمپنۍ صنعت ته داخله شي او نه، شته کمپنۍ د صنعت د پریښودو فکر وکړي. نو په دې وخت کې کمپنۍ عادي ګټه ترلاسه کوي .

په لاندې جدول کې په بشپړې سیالۍ بازار کې د کمپنۍ منځني عواید او وروستي عواید روښانه شوي دي...

مقدار

قیمت

ټوله یيزه عواید

منځني عواید

وروستي عواید

1

10

10

10

10

2

10

20

10

10

3

10

30

10

10

4

10

40

10

10

5

10

50

10

10

6

10

60

10

10


 

په پورتني جدول کې لیدل کیږی  چې د بشپړې سیالۍ لرونکي بازار کې وروستي عواید، منځني عواید او قیمت سره مساوي دی کولا شو. په لاندې ګراف کې هم روښانه کړو...

په پورتني ګراف کې ښکاري چې په بشپړې سیالۍ لرونکي  بازار کې وروستي عواید او منځني عواید سره مساوي دي چې پورتني ګراف کې مستقیم کرښې بڼه لري . په همدې ډول کولی شو د ټوله یيزو عوایدو کرښه هم په لاندې ډول رسم کړو...
 

پورتني ګراف کې په زرغون رنګ کرښه ټوله یيز عواید څرګندوي چې د مقدار په ډېریدو سره ډېريږي مخ پورته روانه ده.

لنډ مهاله وخت مفهوم: هغه حالت ته وايي چې کمپنۍ په حالت کې لږ بدلون راتلای شي او په بشپړه توګه عوامل ته تغير نشي ورکولی.

په بشپړې سیالۍ لرونکي بازار کې د کمپنۍ لنډ مهاله تعادل: یوه کمپنۍ هغه وخت په تعادل کې وي ډېر نه ډېره ګټه يې کې شي د دې موضوع له روښتیا لپاره یو شمېر مفروضات پېژنو:

● معقول چلند: لومړی فرضیه دا ده چې د کمپنۍ متشبث د کاروبار په منظولو او چلولو کې له عقل او پوهې کار واخلي لکه څرنګه چې یو مصرفونکی خپل لګښتونه کموي او غواړي ډېره ګټه وکړي په همدې ډول متشبث هم غواړي له کاروباره ډېره ګټه تر لاسه کړي . په هر حالت کې لکه د تقاضا کموالي یا ډېر والي، د لګښتونو کموالی یا ډېروال اویا د مالیې په اندازه کې د تغير له کبله په هر حالت کې باید کمپنۍ خپله ګټې ته پاملرنه وکړي تر څو د کمپنۍ موجود ته ګواښ پیدا نشي.

● د توليد د لګښت کموالی: دویمه فرضیه دا ده چې متشبث باید د تولید لګښت تر اخري حده کم کړي او بېلابېلې لار ې وکاروي تر څو د تولید لګښت وروستي حد ته ورسيږي.

● د کمپنۍ تولید: یوه بله فرضیه دا ده چې کمپنۍ یوازې يو توکي تولیدوي دا خبره د مسلې د اسانوالي لپاره فرض شوی ده. کنه هغه کمپنۍ چې ډېر توکي تولیدوي لپاره هم هماغه قواعد دي لکه څرنګه چې د یو توکي د تولید کمپنۍ لپاره دي.

● د تولید د عواملو معیار د بدلې اندازه یې: د کمپنۍ د تعادل د مسلې لپاره هم دا باید په فرض کړی شي چې د هر عامل د هرې برخې یو شان بدله وي قیمت کې تغير نه وي.

د کمپنۍ تعادل ( یانې د قیمت او تولید ټاکل )

د یوې کمپنۍ تعادل حالت هغه چیرته چې وروستي عواید او وروستي لګښتونه سره برابر شي.

کله چې په بازار کې بشپړه سیالۍ شتون ولري نو د توکي قیمت د ټوله یيزې عرضې او ټوله یيزې تقاضا پر اساس ټاکل کېږي. یوه کمپنۍ په بازار کې قیمت نه شي اغېزمنولی، په دود قیمت توکي خرڅوي یوازې په دې اړه فکر کوي چې څومره توکي تولید کړي چې په بازار کې په دود قیمت وپلوري وروستي لګښتونه د بازار له قیمت سره برابر کړي.

اوس موږ دلته راځو وایو چې کمپنۍ په کومه اندازه تولید وکړي چې د تعادل حالت اختیار کړي تعادل هغه حالت ته وايي چې د کمپنۍ ګټه په کې ډېره وي. د کمپنۍ متشبث دا پریکړه کوي چې په يو ځانګړي وخت او قیمت سره څومره تولید وکړي چې وروستۍ ګټه تر لاسه کړي چې دې حالت ته د کمپنۍ تعادل وايي. د پوهانو په اند دا هغه وخت دی چې وروستي عواید او وروستي لګښتونو سره برابر شي . چې کولای شو په لاندې ګراف کې هم روښانه کړو.



په پورتني ګراف کې MC وروستيو لګښتونو کرښه،ATC  وروستنیو منځني لګښتونو کرښه ،AR,MR وروستني عواید او منځنیو عوایدو کرښه ده چې سره مساوي دي. تاسو وینې چې د S په نقطه کې د يوې کمپنۍ وروستني عواید او وروستني لګښت سره برابر دي چې همدې ټکي ته د تعادل ټکی وايي . د ټولو کمپینيو ټوله یيزه تقاضا او ټوله یيزه عرضه په پورتني ډول ښودل شوی ده چې په بازار کې د ټوله یيزې عرضې او ټوله یيزه تقاضا پر اساس تعادل رامنځته شوی دی د بشپړې سیالۍ پر وخت P قیمت رامنځته شوی دی او هر کمپنۍ خپل تولیدات په همدې قیمت خرڅوي. نه  قیمت جګوالی شي او نه قیمت ټيتوالی شي. یوازې دومره کولی شي چې دومره تولید وکړي وروستنۍ ګټه ترلاسه کړي چې په دې کې وروستني عواید او لګښتونه سره برابر دي.

په لنډ مهال کې د کمپنۍ د تعادل حالتونه: په لنډ مهال کې يوه کمپنۍ لاندې درې حالته لري...

۱- داسې کمپنۍ چې معیار څخه ډېره ګټه تر لاسه کوي، چې په دې حالت کې قیمت له منځنیو مصارفو څخه لوړ وي یا منځني عواید له منځنیو مصارفو څخه ډېر وي  يا Price > AC OR AR>AC کولای شو په لاندې ګراف کې ښه تشریح کړو.

په پورتني ګراف کې SMC لنډ مهاله وروستي مصارفو کرښه، SAC لنډ مهاله منځنيو مصارفو کرښه، MR وروستني عواید کرښه AR منځني عوایدو کرښې دي . چې SMCکرښه MR د E په نقطه کې سره پرې کوي نو د کمپنۍ ټول تولید OQ مقدار دی. چې زموږ د وینا پر اساس چې MC= MR سره برابر شي نو کمپنۍ ډېره نه ډېره ګټه ترلاسه کوي. د دې کمپنۍ ټوله یيز لګښت OQCB چې په کې عادي ګټه دخیله ده او ټول عواید OQEP مقدار دي، چې ټول لګښت له ټولو عوایدو څخه کم دي نو ځکه کمپنۍ EPBC مقدار له عادي حالت څخه ډېره ګټه ترلاسه کوي. په لنډ مهال کې دا حالت امکان لري. ځکه کله چې تقاضا ډېره شي او په لنډ وخت کې عرضه کې ډېرښت نه راځي نو ځکه له عادي حالته ډېره ګټه ترلاسه کېږي.

۲- داسې کمپنۍ چې له معیار سره برابره ګټه ترلاسه کوي په دې حالت کې قیمت له منځنیو مصارفو سره برابر وي یا منځني عوايد له منځنیو مصارفو سره برابر وي. Price = AC OR AR = AC کولای شو په لاندې ګراف کې ښه توضیح کړو...

په پورتني ګراف کې MC کرښه MR کرښه د E په نقطه کې سره پرې کوي او تعادلي مقدار تولید کوي یانې OQ مقدار تولید تر سره کوي. د دې کمپنۍ ټول لګښت OQEP او همدايې ټول عواید هم دي. نو ځکه له عادي ګټې څخه ډېره او نه زیان تر لاسه کوي. چې د کمپنۍ...

وروستني عواید = وروستني لګښتونه = منځني عواید = منځني لګښتونه

۳- داسې کمپنۍ چې متغیره لګښتونه يې پوره کېږي خو ثابت لګښتونه یې په جزوي ډول پوره کېږي یانې لږ زیان کوي. په دې حالت کې قیمت له منځنيو لګښتونو څخه کوچنۍ وي. Price OR AR < AC لاندې ګراف کې په ښه توګه تشریح کولی شو...
 

په پورتني ګراف کې لیدل کیږي چې د MR کرښه د MCد C په نقطه کې سره پرې کوي چې تعادلي مقدار OQ ټاکل کېږي. او ټول عواید OQPC مقدار او ټول لګښت OQBE دي چې کمپنۍ PBEC مقدار زیان ترسره کوي.

د اوږد مهاله مفهوم: هغه وخت ته ویل کېږي چې کمپنۍ په کې د تقاضا د   ډېر والی یا کموالي له کبله د تولید په عواملو کې تغير راوستلی شي. د تولید لپاره چې کوم سامان یا اومه موادو یا ماشین الاتو کې په اسانۍ سره د اړتیا وړ تغيرات راولي. د توکو د تولید لپاره چې کمپنۍ کوم عوامل کاروي په دوه ډوله دي لومړی هغه دي چې تولید د مقدار په کموالي او زیاتوالي سره تغير خوري چې هغو ته متغیر عوامل وايي لکه کارګر، خام مواد. دویم چې د تولید د مقدار له تغير سره په کې تغير نه راځي لکه ماشین الات، ځمکه تعمیر. که په بازار کې تولید شوی توکي ته تقاضا ډېره شي نو کمپنۍ یوازې خپله متغیر عواملو کې تغير راولي. او که د توکي په تقاضا کې ډېروالی راشي او کمپنۍ وکولای شي چې ثابتو عواملو کې هم تغير راولي نو دا اوږد مهال دی. اوږد مهال هغه وخت دی چې کمپنۍ په کې له حالاتو سره ځان برابر کړي.

په اوږد مهال کې د کمپنۍ تعادل ( دقیمت او تولید ټاکل ) :

اوس موږ دا خبره یادوو چې یوه کمپنۍ په اوږد مهال کې څنګه تعادل حالت تر لاسه کوي. که چیرته په یو صنعت کې څو کمپنۍ شتون ولري او د ټولو لګښتونه سره مساوي وي. په اوږد مهال کې يوه کمپنۍ باید دومره توکي تولید کړي چې لاندې مقدار برابر وي...

ټوله یيز لګښتونه په اوږد مهال کې = ټوله یيز لګښتونو سره په اوږد مهال کې = اوږدمهال منځني لګښتونه = منځني عواید = قیمت

په اوږد مهال کې يوه کمپنۍ هغه وخت تعادل حالت تر لاسه کوي چې د وروستنیو عوایدو کرښه له منځنیو مصارفو له کرښې سره مما س شي ځکه په دې وخت کې نه ډېره او نه کمه ګټه ترلاسه کولای شي . توپیر دا دی چې د د منځنیو او وروستنیو مصارفو کرښې د اوږد مهال په قطار کې راځي کولای شو په لاندې ګراف کې هم روښانه کړو...

په پورتني ګراف LAC اوږد مهاله منځني مصارف،LMC اوږد مهاله وروستني لګښتونه،AR,MR وروستني عواید او منځني عواید ښودل شوی دي چې د وروستني عواید کرښه د E په نقطه کې له منځنیو لګښتونو له کرښې سره مماس ده چې همدې حالت ته په اوږد مهال کې د تعادل حالت وايي.

د اوږد مهال یو شمېر فرضیې هم لري په بازار کې بشپړه سیالۍ شتون ولري، د نوی کمپنۍ په راتګ بندیز نه وي، د تولید ټول عوامل د حرکت وړ وي، د اوږد مهال په وجه ټولې کمپنۍ عادي ګټه ترلاسه کوي، نوی کمپنۍ راتګ ته تیاره نه وي اوشته کمپنۍ هم تګ ته تیاره نه وي، د تولید ټول عوامل یو شان ځانګړتیا ولري، د تولید د ټولو عواملو قیمت یو شان وي. له د د سر ه سره باید ټوله یيز لګښتونه په اوږد مهال کې = ټوله یيز لګښتونو سره په اوږد مهال کې = اوږدمهال منځني لګښتونه = منځني عواید = قیمت وي.

لکه څرنګه د ټولو کمپینو د لګښتونو کرښې یو د بل متماثل دي یانې یو شان دي، د تولید ټول عوامل حرکت لرونکي دي نو ځکه ټولې کمپنۍ عادي ګټې ترلاسه کوي او د هر کمپنۍ توکي په معیاري ډول پيدا کېږي، چې منځني لګښتونه لږ تر لږه معیار وي یانې اخري حد کې وي.

دا حالت له یوه اړخه مصروونکو ته ګټور دی ځکه توکي باندې کم مصرف راځي او دوی يې ارزانه تر لاسه کوي له بلې خوا کمپنیو ته زیان هم نه کېږي. خو دا حالت هغه وخت ممکن دی چې د تولید عوامل یو شان ځانګړتیاوې ولري . خو د تولید ټول عوامل یو شان ځانګړتیا نه لري په ځانګړی توګه متشبثین چې ورسره د کمپنیو ګټه هم یو شان نه وي.

په اوږد مهال کې له عادي حالته ډېره ګټه : وړاندې مو وویل چې که چیرته د تولید عوامل د ټولو کمپینو یو شان وي نو عادي ګټه ترلاسه کوي خو که د یو کمپنۍ متشبث له نورو پوهه چالاکه، هوښیار وي نو له دې ځانګړتیاوو څخه په ګټه اخیستنې سره لګښتونه راکم ړي چې د دې له کبله د ده ګټه له عادي حالته ډېره ترلاسه کړي. چې کولای شو دا موضوع په لاندې ګراف کې په ښه توګه څرګنده کړو...

په پورتني ګراف کې LMC اوږد مهاله نهايي لګښت، LAC اوږد مهاله منځني لګښتونه AR,MR وروستنی او منځني عواید ښکاره کوي. په پورتنې منحني کرښه کې تاسو ګورو چې د کمپنۍ ټول عواید OMPN دي او ټول لګښتونه يې OMKE دي د کمپنۍ ګټه PNEK مقدار ده په اوږد مهال کې يوه کمپنۍ هغه وخت تعادل حالت تر لاسه کوي چې د وروستنیو عوایدو کرښه د منځنیو مصارفو له کرښې سره مماس شي دا په داسې حال کې ده چې وروستني عوایدو کرښه د منځنیو لګښتونو له کرښې څخه لوړ ده. چې دا دې ښکاروندی ده چې یوه کمپنۍ کولای شي چې په اوږدمهال کې هم يوه کمپنۍ له عادي حالته ډېره ګټه ترلاسه کړي.

بشپړه سیالۍ لرونکي بازار کې د صنعت تعادل: صنعت د کمپنیو هغه ګروپ ته ویل کېږي چې په یو مارکيټ کې یو شان تولید ترسره کوي. د پرفیسور میلر په وینا صنعت د هغو کمپنیو ګروپ دی چې یو شان تولید ترسره کوي . د صنعت د تعادل شرایط په لاندې ډول دي:

  1. کله چې کمپینو ته دا میلان شتون ونه لري چې کمپنۍ یا صنعت پريږدي او یا یې پرې نه ږدي.

  2. هره کمپنۍ په تعادل کې وي.

لومړی شرط دا وايي چې د ټولو کمپینو د منځي لګښت کرښې د منځي عاید له کرښې سره منطبق وي په صنعت کې . دوی یوازې عادي ګټه ترلاسه کوي چې د کمپنیو د منځي لګښت په کرښه کې ځای پر ځای شي.

او دویم هغه وخت اجرا کېږي چې وروستي عواید باید له وروستیو لګښتونو سره برابر شي. د بشپړې سیالۍ لرونکی بازار کې باید د صنعت د تعادل لپاره پورتني شرایط پلي شي...

SMC = MR لنډمهاله وروستی لګښت = وروستی عاید      

SAC = AR لنډ مهاله منځنیو مصارفو کرښه=منځنی عاید  =

P = AR = MR قیمت = منځنی عاید = وروستی عاید

SMC = SAC = AR = P لنډ مهاله وروستی مصارف= لنډ مهاله منځنی لګښت = منځنی عاید = قیمت    

د صنعت لڼد مهاله تعادل: په لنډ مهال کې يوه کمپنۍ هغه وخت په تعادل کې ده کله چې ټول تولید ثابت پاتې شي د ډېرښت او کمښت لپاره میلان شتون ونه لري. که ټولې کمپنۍ په تعادل کې وي نو صنعت هم په تعادل کې وي. د صنعت د تعادل لپاره ټولې کمپنۍ باید عادي ګټه ترلاسه کړي په لنډ مهال کې SMC = MR = AR = SACl او دا یو مطلق تصادف دی ځکه په لنډ مهال کې ځينې کمپنۍ له عادي حالته ډېره ګټه ترلاسه کوي ځینې زیان هم کوي. کولای شو په لاندې منحني کرښو کې هم روښانه کړو.

صنعت په لنډ مهال کې هغه وخت په تعادل کې کېږي چې عرضه او تقاضا د بازار د قیمت پر اساس سره برابر شي .په پورتنی شکل کي A د صنعت د تعادل نقطه ده چې صنعت د E په نقطه کې تعادل حالت رامنځته کوي چیرته چې د تقاضا کرښه D او د عرضې کرښه S دواړه یو بل OP قیمت سره پرې کوي چې ټول تولید OQ مقدار دی. خو په همدې قیمت ځینې کمپنۍ غیرې عادي ګټه ترلاسه کوي B چې ټوله ګټه یې PE1ST او ځینې کمپنۍ زیان هم کوي له C چې ټول زیان یې FGE2P دی.

صنعت اوږد مهاله تعادل: صنعت هغه وخت په اوږدمهاله تعادل کې دی چې ټولې کمپنۍ عادي ګته ترلاسه کوي دوی نوی کمپنۍ او د زړې لپاره کومه انګیزه نه وي چې یا کمپنۍ صنعت پريږدي او یا نوی کمپنۍ را داخله شي د تولید ټول عامل یو شان وي، قیمت یې راکړل شوی وي اویو شان ټکنالوژی لري هره کمپنۍ اوپه ټوله کې ټول صنعت په تعادل کې وي. LMC = MR =AR(=p) =LAC دا  ډول تعادل هغه وخت ترلاسه کېږي چې اوږد مهاله قیمت د صنعت لپاره د صنعت ټولې عرضې اوصنعت د ټولې تقاضا پر اساس وټاکل شي.کولای شو په لاندې ګراف کې هم روښانه کړو...

په پورتني منحني کرښو A شکل کې E د تعادل نقطه ده چې چې په اوږد مهال کې د ټول صنعت د عرضې او تقاضا کرښه OPقیمت او OQ مقدار تولید سره پرې کوي او تعادل حالت رامنځته کوي. په OP قیمت کې په A کې تولې کمپنۍ په تعادل کې دي او په B کې OM مقدار تولید سره LMC =SMC= MR= p (=AR) =SAC=LAC په دې برخه کې ټولې کمپنۍ عادي ګټه ترلاسه کوي او هیڅ یوه کمپنۍ دی ته میلان نه لري چې صنعت پريږدي او نوی کمپنۍ میلان نه لري چې صنعت ته اخله شي. کله چې صنعت په اوږد مهال کې تعادل کې راشي نو هره کمپنۍ په خپل ځای کې په تعادل کې وي. کله چې کمپنۍ او صنعت په اوږد مهال کې تعادل بنه اختیار کړي په لنډ مهال کې هم په تعادل کې وي.

په بشپړې سیالۍ لرونکي بازار کې د قیمت ټاکل...

د بشپړې سیالۍ بازار په جریان کې د قیمت ټاکل پرفیسور مارشال په لاندې څلورو برخو د وخت پر اساس ویشلي دي چې هریو تر څېړنې لاندې نیسو.

۱- بازاري دوران یا ډېر لنډ وخت: په دې وخت کې زیرمه له عرضې سره برابره وي چې عرضه ثابته وي او تقاضا تغير د قیمت په ټاکلو کې ډېر اړین نقش لوبوي.

په پورتني ګراف کې SM د عرضې کرښه ده چې مستقیمه بڼه لري کله چې مساوت E وي نو قیمت P خو کله چې تقاضا تغير خوري نو قیمت هم ورسره ډېر تغير خوري یو ځل P1 شي او بیا P2 شي.

۲- لنډ مهال: په دې ډول بازار کې کولای شو عرضه کې ډېريښت راولی او د تولید د عواملو په ډېر والي سره کولای شو لاندې ګراف کې ښه روښانه شي.

په پورتني ګراف کې کله چې قیمت P وي نو د عرضې او تقاضا کرښې سره د e په نقطه کې یو بل پرې کوي او P قیمت ټاکل کېږي خو کله چې تقاضا لوړيږ قیمت هم ډېريږي چې P1 ته ځي او د عرضې او تقاضا کرښې یو بل د f په نقطه کې سره پرې کوي.

۳- اوږد مهال کې د قیمت ټاکل: اوږد مهال څو کاله په بر کې نیسي او دا هغه وخت دی چې په دې کې عرضه په مکمله توګه کولی شی نوی تقاضا ته ځان ورسوي، په دې وخت کې امکان لري چې نوی تعمیرات جوړ شي،نوی کمپنۍ هم بازار ته داخلیدلی شي، زړې تللی شي، د اوږد مهال قیمت ته ادم سمت طبيعي قیمت هم ویلی او مار شال ورته عادي قیمت ویلی دی. په حقیقت کې عادي یا طبيعي قیمت نه ترلاسه کېږي ځکه اوږد مهال کې کله چې عرضه تقاضا ته ځان برابروي ځینې خنډونه رامنځته کېږي چې نامساوات رامنځته کېږي. کولی شو په لاندې ګراف کې هم روښانه کړو...

MPSC = ډېر لنډ مهال عرضې کرښه

SPSC = لنډ مهال د عرضې کرښه

LPSC = اوږد مهال د عرضې کرښه

DD = لومړنۍ تقاضا کرښه

D1D1 = په تقاضا کې ډ ډېرښت کرښه

 

د بازار اصلي قیمت OP دی. کله چې قیمت لوړ شي قیمت OP1 ته لوړيږي په ډېر لنډ وخت کې د عرضې کرښه SPSC ده. په لنډ وخت کې قیمت له OPڅخه OP2 ته راښکته کېږي ځکه کولای شو عرضه تر یو حده لوړه کړو، د عرضې اوږدمهال کرښه LPSC ده په اوږد مهال کې قیمت نور هم راټيټیږي چې OP3 ته راښکته کېږي ځکه عرضه په مکمله توګه ځان ته تقاضا ته رسولی شي یا ځان برابرولی شي.

۴- ډېر اوږد وخت دا وخت ډېر زیات دی او په دې جریان کې هغه ټول عوامل چې د اوږد وخت لپاره لکه د نفوسو وده، اومه مواد، د تولید تخنیکونه، او نور چې تقاضا اغېزمنوي خبر ورکړل شوی دی لکه څرنګه چې دا وخت زښت ډېر دی نو پرفیسور مارشال په دې وخت کې د قیمت په ټاکلو شننه نه ده کړې.

تخنيکي پرمختګTechnical Progress : تخنیکي پرمختګ هغه حالت ته ویل کېږي چې د شته وسایلو په وسیله د تولید په مقدار کې ډېرښت رامنځته شي د ساري په توګه: که د تولید د عواملو شمېر لس وي نو Q1 مقدار تولید تر سره کېږي خو کله چې له ټکنالوژۍ څخه کار واخیستل شي نو په همدې لسو عواملو کې د تولید مقدار له Q1 څخه Q5 ته لوړيږي چې همدې ته تخنیکي پرمختګ وايي او کولا شو چې په لاندې ګراف کې هم په ښه توګه روښانه کړو.

په پورتني ګراف کې تاسو وینی چې د کارګرو شمېر لس ده، او د تولید کرښه OS ده چې دا وړاندې له تخنيکي پرمختګ څخه د تولید مقدار څرګندوي چې OQ1 مقدار دي خو کله چې تخنيکي پرمختګ رامنځته کېږي تولید کرښه On ته لوړيږي او د تولید مقدار له OQ1څخه OQ5 ته لوړيږي چې همدې ته تخنيکي پرمختګ وايي.

tags

  

  

د محمد داود نیازی ژوند لیک
محمد داود نیازی زیار کښ او ژمن انسان
زما د ژوند د یو ستونزور او خواږه پړاو ،پیاوړی او هوښیار ملګری ،د چا په خټه کې چې ژمنتوب ،رښتینولي او ملګر پالنه له پیله نغښتې ،د یوه ښه انسان ځانګړنې یې د وجود په هر رګ کې غزونې ......

      

...

  

ستاسې تبصرې

*


Top