د ایم سي سي سره لوبه د باران له امله بې پایلې شوه

image_demo_30



د افغانستان کرکټ ټیم او ایم سي سي کلب ترمینځ تاریخي لوبه چې د لندن لارډز په تاریخي لوبغالي کې پیل شوې وه د باران له امله بې پایلې اعلان شوه.
لوبه ایم سي سي کلب پیل کړه چې په ۴۰ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړ په سوزیدلو ۲۱۷ منډې جوړې کړې.
لوبه چې ۵۰ اوریزه وه د باران له امله ۴۰ اورونو ته راټیټه شوه، افغان لوبډلې په اتو اورونو کې د یو تن په سوزیدلو ۳۱ منډې تر سره کړې چې وروسته د باران د شدت له امله لوبه ودریدله او بې پایلې شوه.
شنونکي وایي چې په یاده لوبه کې له ګټلو او بایللو د لوبې اعزاز او افتخار زیات و.
tags
Aliexpress INT

ستاسې تبصرې

*

Top