غزل

غزل


 

د خیبر زلفې د شمشاد په غیږه
خدایه دا خوب به رښتيا کیږي کله

غاړه غړی پښتون به کله وینم
ارمان تر سره مو رسیږي کله

زما او ستا توره په یو میدان کې
دفاع د یو بل کې چلیږي کله

ځوی د احمد چې له کابله راشي
بیا به د هند بتان ماتيږي کله

واک چې په تورو بیا د سپينو راشي
پښتون ضمیر به راویښیږي کله

زما په زړه باندې راتیره کرښه
عاکفه دغه به ړنګیږي کله

tags

ستاسې تبصرې

*


Top