اقتصاد پېژندنه/ (۳۵ مه برخه)

اقتصاد پېژندنه/ (۳۵ مه برخه)



شپږم څپرکی
بازار
Market
په ټوله یيز ډول بازار هغه ځای ته ويل کېږي چې خلک د توکو د اخيستلو او خرڅولو لپاره پکې سره يو ځای کېږي د ساري په ډول: لکه د غلو بازار، ترکاري بازار، ميوو بازار. خو د اقتصاد په علم کې بازار په پراخه توګه تر مطالعې لاندې نيول کېږي د اقتصاد په علم کې بازار کوم ځانګړي ځای ته نه ويل کېږي چې توکي په کې خرڅول يا اخيستل کېږي بلکې په دې کې ټولې هغه سيمې دخيلې دي چې د اخيستونکي او خرڅونکي تر منځ په مخامخ ډول اړيکه نيول کېږي او د يو توکي قيمت په معين وخت کې ټاکل کېږي دا اړينه نه ده چې اخيستونکی او خرڅونکی د يو بل سره وګوري بلکې کولای شي د تيلفون، ليک او نورو لارو څخه اړيکه ونيسي.
فرانسوي عالم ښاغلي ”کرناټ ″بازار داسې تعريف کړی: له بازار څخه موخه هغه ځای نه دی چېرته چې اخيستونکي او خرڅوونکي سره يو ځای کېږي بلکې له بازار څخه موخه ټولې هغه سيمې دي چې اخيستونکي او خرڅوونکي په ازاده توګه يو له بل سره ګوري د يو توکي قيمت ټاکي. همدرانګه پروفيسور” کلی(Clay) ″د بازار په اړه وايي: بازار يو داسې ځای دی چې ديو توکي قيمت ټاکل کېږي او دهغه د ليږد لګښتونه اضافه وي.ددې تعريف وضاحت موږ داسې کوو د ساري په ډول: که په لغمان ولايت کې د يو من وريجو بيه سل افغانۍ وي او په ننګرهار کې وريجې په يو سلولس افغانۍ وي که له لغمان څخه ننګرهار ته د وريجو وړلو لپاره کرايه لس افغانۍ وي نو بيا په لغمان او ننګرهار کې د وریجو قيمت مساوي دی ځکه لس افغانۍ يې دليږد لګښت دی.
د بازار اړتياوې:
۱- د توکي شتون: د بازار لپاره د توکي شتون اړين دی توکی بايد شتون ولري خيالي او فرضي نه وي.
۲- د اخيستونکي او خرڅوونکي ترمنځ اړيکه: د بازار لپاره دا هم اړينه ده چې بايد د اخيستونکي او خرڅوونکي ترمنځ اړيکه شتون ولري که اړيکه د تيلفون ، ليک يا نورو له لارې وي د دوی ترمنځ د لېږد لګښت په پام کې نيولو سره د توکي قيمت يو شان وټاکي.
۳- د اخيستونکي او خرڅوونکي شتون: د توکو د اخيستلو او خرڅولو لپاره د اخيستونکي او خرڅوونکي شتون اړين دی د اخيستونکي او خرڅونکي لپاره اړينه نه ده چې دواړه يو ځای وي کيدای شي چې يو په افغانستان او بل په هندوستان کې وي.
۴- د ځای شتون: د بازار لپاره د ځای شتون اړين دی که هغه کلی، بانډه ، ښار که هر ځای وي.
د بازار ډولونه: د بازار ډولونه د لاندې ځانګړتياوو په اساس وېشل شوي دي:

  • و خت په لحاظ

  • د ځای په لحاظ

  • د توکو په لحاظ

  • د سودا پر اساس

  • د سيالۍ له کبله

چې هريو يې په لاندې ډول تر څېړنې لاندې نيسو ...
د وخت پر اساس: دو خت په لحاظ بازار درې ډولونه لري.
۱- ورځنی بازار: که د يو توکي قيمت په يوه ورځ کې د عرضې او تقاضا له مخې ټاکل کېږي دې ډول بازار ته ورځنې بازار وايي په ورځني بازار کې چې هر څومره توکي راوړل شي بايد په هماغه ورځ خرڅ شي ځکه که چيرته توکي دويمې ورځې ته پاتې شي نو بيا له منځه ځي او يا په ډېر ټيټ قيمت خرڅيږي. د ساري په ډول غوښې، ترکاري او نورو بازارونه په ورځني بازار کې د توکو عرضه محدوده وي که تقاضا لوړه شي نو قيمت پورته ځي او که تقاضا کمه شي قيمت ورسره ټيټيږي.
۲- بازار کې د توکو عرضه په بېلابېلو لارو کميږي او ډېريږي په دې ډول بازار کې د توکو قيمت د لنډ مهالې عرضې او تقاضا له مخې ټاکل کېږي لکه څرنګه چې پوهيږئ په دې ډول بازار کې وخت کم وي او د توليد په عواملو کې زياتوالی نه شي راتلای نو د تقاضا زياتوالی په قيمت ډېره اغېزه لري.
۳- اوږد مهاله بازار: په دې ډول بازارونو کې چې هر څومره وغواړو د توکو عرضه کمه يا ډېره کړو په دې وخت نوې کارخانې هم جوړيږي، نوي ماشينونه او نوي تعميرونه هم جوړيدلی شي چې د څو کالو وي د دې ډول بازارونو د عرضې او تقاضا تعادل د اوږد وخت لپاره وي او کوم قيمت چې وټاکل شي د ډېر وخت لپاره وي په اوږد مهاله بازار کې د توکو عرضه د قيمت په ټاکنه ډېره اغېزه لري.
د ځای پر اساس د بازار ډولونه :
۱- سيمه یيز بازار: که د يو توکي د خرڅلاو ځای د توليد په ځای يا په نژدې سيمه کې وي دې ډول بازار ته سيمه ايز بازار وايي چې يوې ځانګړې سيمې پورې تړلی وي مثلا د کبانو بازار،ترکاري او نور د سيمه ايز بازار ځانګړتياوې په لاندې ډول دي:

  • په دې ډول بازار کې زيان منونکي توکي (شيدې، کبان، ترکاري) اخيستل او خرڅول کيږی.

  • د داسې توکو اخيستل او خرڅول په کې کېږي چې د خلکو په دود دستور برابر وي.

  • په دې ډول بازار کې سيمه ايز خلک د توکو اخيستل او خر څول تر سره کوي د نورو ځايو خلک په کې ګډون نه کوي.

۲- ملي بازار : که د يو توکي اخيستل او خرڅول د يو هېواد په داخل کې ترسره کېږي نو دې ډول بازار ته ملي بازار وايي چې لاندې ځانګړتياوې لري:

  • اخيستونکی او خرڅوونکي دواړه په يوه هېواد پورې اړه لري بهرني وګړي په کې ګډون نه شي کولای اوپه خپل منځ کې په ازاده توګه يو بل سره ګوري د قيمت په ټاکلو کې يو له بل سره سيالي کوي.

  • په دې ډول بازار کې داسې توکي اخيستل او خرڅول کېږي چې مشتريان يې کورنۍ وي.

۳- نړيوال بازار: که د کوم توکي د اخيستلو او خرڅولو ځای ټوله نړۍ وي او نړيوال اخيستونکي او خرڅوونکي يې پيري دې ډول بازار ته نړيوال بازار وايي په دې ډول بازار کې توکو ته په ټوله نړۍ کې تقاضا شتون لري د ساري په ډول سره، سپين زر، تيل او نور نړيوال بازار لاندې ځانګړتياوې لري...

  • په نړيوال بازار کې پايداره او قيمتي توکي اخيستل او خرڅول کېږي.

  • په نړيوال بازار کې داسې توکي اخيستل او خرڅول کېږي چې په ټوله نړۍ کې تقاضا ولري.

  • په نړيوال بازار کې د بېلابېلو هېوادونو اخيستونکي او خرڅوونکي د قيمت په ټاکلو کې سيالی تر سره کوي.

 
د توکو په اساس د بازار ډولونه:
عمومي بازار: داسې بازار چې بېلابېل توکي په کې اخيستل او خرڅول کېږي د ساری په ډول زموږ په هېواد کې د ولسواليو بازار ونه.
ځانګړی بازار : په ځانګړي بازار کې داسې توکي خرڅول کېږي چې يو ډول نوعيت ولري د ساري په ډول د ميوې بازار، غلې بازار او نور.
نمونه يي بازار: په دې ډول بازار کې د دې پر ځای چې ټول توکي بازار ته راوړل شي يوازې د توکو نموني راوړي په دې ډول بازار کې کرنيز او اومه مواد ډېر اخيستل او خرڅول کېږي.
درجه بندۍ بازار: دا ډول بازار د نمونه يي بازار پرمختللی ډول دی چې په دې ډول بازار کې د توکو نمونې ته هم اړتيا نه شته بلکې د توکو درجه بندي کوي د ساري په ډول پاک يا ناپاکه غنم،غټې يا نرۍ وريجې.
د سوداګرۍ په لحاظ د بازار ډولونه:
ټول پلوري(Whole sale) : داسې بازار چې توکي په پراخه پيمانه اخلي او خرڅوي يې.
ټوک پلوري(Retail sale) : په دا ډول بازار کې توکي په لږه پيمانه اخلي او خرڅوی چې ښه بيلګه يې زموږ او ستاسو شاوخوا هټۍ دي.
د سيالۍ پر بنسټ د بازار ډولونه په لاندې ډول دي
د بشپړې سيالۍ لرونکی بازار: په دې ډول بازار کې د اخيستونکي او خرڅونکو شمېر ډېر وي، د بازار په هکله پوره معلومات لري، په بازار کې په مکمله توګه سيالۍ شتون لري نو له دې کبله د يو توکي قيمت په يو وخت کې ټاکل کېږي، په بشپړه سیالۍ لرونکي بازار کې قیمت د ټوله یيزې عرضې او ټوله یيزې تقاضا پر اساس ټاکل کېږي چې کولی شو په لاندې ګراف کې هم روښانه کړو.

په پورتني ګراف کې د ټوله یيزې عرضې او ټوله یيزې تقاضا کرښې لیدل کیږي چې دواړه یو بله د E په نقطه کې سره پرې کوي او قيمت ټاکل کېږي چې په بازار کې شته کمپنۍ په همدې قیمت یانې P سره توکي پلوري . د بشپړې سیالۍ لرونکي بازار لاندې ځانګړتياوې لري

  • په دې ډول بازارکې د اخيستونکو او خرڅونکو شمېر ډېر وي

  • اخيستونکي او خرڅوونکي ته د بازار په هکله مکمل معلومات وي.

  • په دې ډول بازار کې يو ډول توکي اخيستل او خرڅول کېږي.

  • اخيستونکي او خرڅوونکي په اخيستلو او خرڅولو کې يو له بل سره سيالۍ کوي.

  • په دې ډول بازار کې د يو شي قيمت په يو وخت کې يو شان ټاکل کېږي.

  • ازاده مداخله: سيالۍ هغه وخت زور نيسي چې د نوو کمپنيو داخليدل بازار ته او د زړو په وتلو  هېڅ ډول پابندي نه وي او  هېڅ هټيوال زيات قيمت نه شي اخيستلای.

  • د توليد د وسايلو ليږد: په سيالۍ کې اړينه ده چې توليد عوامل په مکمله توګه د ليږد وړ وي د پانګې ليږد له يو ځايه بل ځای ته د مزدور ليږد له يو ځايه څخه بل ځای ته که په هر ځای کې ګټه وي موږ په اسانۍ سره وکولای شو چې ګټې ځای ته د توليد عوامل وليږدوو زموږ په عملي ژوند کې مکمل بازار شتون نه لري ځکه ددغه ټول شرايط په يو وخت کې شتون ناممکن دي.

نا بشپړې سیالۍ لرونکی بازار: نا بشپړې سیالۍ لرونکی بازار هغه وخت پيدا کېږي چې د اخيستونکو او خرڅوونکو شمېر لږ وي په خپل منځ کې د ليدو ازادي ونه لري او نه د بازار به اړه بشپړ معلومات لري د توکو په ليږ راليږد کې خنډونه شتون ولري اخيستونکی د توکو اخيستو په وخت کې معيار په پام کې نه نيسي . نو له دې کبله د توکو قيمت په يو وخت کې بېلابېل وي.
د نا بشپړې سیالۍ لرونکی بازار ځانګړتياوې...

  • په دې ډول بازار کې د اخيستونکو او خرڅوونکو شمېر کم وي.

  • اخيستونکو او خرڅوونکو ته د بازار په اړه پوره معلومات نه لري .

  • په دې بازار کې د يو توکي قيمت په يو وخت کې بېلابېل وي.

  • د توليد د عواملو په ليږد بنديز : په ځینو وختونو کې حکومت د توليد په عواملو بنديز لګوي چې د هغوی تبادله په ازاده توګه نه ترسره کېږي د نا بشپړې سیالۍ لرونکی بازار ډولونه په لاندې ډول دي...

● دوه ګونی انحصار (Duopoly): کله چې د توکو عرضه ددو کمپنيو په لاس وي دا ډول بازار ته دوه ګونی انحصار وايي هره کمپنۍ د عرضې يوه لويه برخه تهيه کوي که هغه په عرضه کې کموالي راولي نو قيمت لوړيږي او که عرضه ډېره کړي قيمت ورسره ټيټيږي .که دواړو کمپنيو د توليد شوی توکو نوعيت يو شان وي نو دې ته خالص دوه ګونی وايي او که توپير ولري نو دې ته توپيري څو ګونی انحصار وايي.
● څو ګونی انحصار (Oligopoly) : کله چې د يو توکي عرضه د دريو څخه تر اوو کمپنۍ تر سره کوي نو دې ډول بازار ته څو ګونی انحصار  وايي په څو ګوني انحصار  کې د يوې کمپنۍ حيثيت نسبت دوه ګوني انحصار ته ضعيفه وي ليکن بيا هم که په عرضه کې تغير راشي قېمت حتمآ اغېزمن کېږي .که ټولې کمپنۍ يو توکی توليدوي نو هغه ته خالصه څو ګونی انحصار  وايي او که د توکو نوعيت توپير ولري نو هغې ته توپير څو ګونی انحصار وايي.
● انحصاري سيالۍ(Monopolistic Competition) : که چيرته د توليدونکو او خرڅوونکو کمپنيو شمېر ډېر وي او هر کمپنۍ د خپل سوداګريز نښان سره بازار ته توکي عرضه کوي او د ټولو کمپنيو توکي يو له بل سره په مکمله توګه توپير لري چې دې ډول ته انحصاري سيالۍ وايي.
● انحصارMonopoly : که په يو بازار کې توليدونکې او پلورنکې يوه کمپنۍ وي دې ډول بازار ته اجاره داري وايي. د ساري په ډول: په افغانستان کې بريښنا د افغانستان بريښنا شرکت په خلکو ووېشي او هغه بل سيال نه لري. .چې لاندې ځانګړتياوې لري:..

  • د توکو پيدا کوونکې او خرڅونکې يوه کمپنۍ وي.

  • کوم شي چې پلورونکي د هغه په وړاندې سيالۍ شتون نه لري.

  • انحصار لرونکی په خپله خوښه د توکي قيمت ټاکي .

د انحصار ډولونه په لاندې ډول دي.
طبيعي انحصار : په طبيعي لحاظ يوه سيمه د يو توکي په پيد کولو کې انحصار ولري د ساري په ډول: لکه د افغانستان انار چې نوره نړۍ د افغانستان په څير انار نه لري .
قانوني انحصار: که د يو هېواد قانون يو شخص يا ادارې ته د يو توکي د انحصار صلاحيت ورکړی وي تر څو په هغه برخه کې پرمختګ وکړي د ساري په ډول: د يو کتاب ليکونکي لپاره د هغه د ليکلو حقوق د کتاب ليکونکي پورې اړه لري.
ټولنيز انحصار: ځينې وخت د ټولنې د پرمختګ لپاره د يو توکي د توليد او وېش اختيار يوې ادارې ته ورکول کېږي.
جوړ انحصار: ځېنې وختونه يو شمېر متشبثين سره راټوليږي د انحصار يو ډول جوړوي چې دې ډول انحصار ته جوړ انحصار وايي . د ساري په ډول د ګرمې په موسم کې د يخ فابريکو ترمنځ ډېره سيالۍ او په دغې سيالې کې د دوی زيان وي نو ټول سره راټوليږي او يو څو کارخاني چلوي. جوړ انحصار لاندې ډولونه لري،
پول (Pool):کله چې متشبثين يا صنعتکاران د توکي د ترلاسه کولو قيمت يو ټاکي پول ورته وايي.
کارټل (Cartel): که صنعت کاران يا متشبثين بازار په خپل منځ کې ووېشي او هر متشبث خپل د اخيستلو او خرڅولو حد وټاکي.
ترسټ (Trust) :په دې ډول کې ټولې کمپنۍ خپل انفرادي حيثيت لمنځه وړي خپل ځانونه په لويه اداره يوځای کوي او هغه لويه اداره ټول کار مخ ته وړي.
د بازار پراختيا: د بازار له پراختيا څخه موخه هغه سيمه ده چې د توکي اخيستل او خرڅول په کې ترسره کېږي، د ټولو توکو د بازار پراختيا يو ډول نه وي د ځینو توکو بازار پراخه او د ځينو محدود وي د بېلابېلو توکو د بازار پراختيا په لاندې عناصرو په پورې تړلې ده ...

  • د توکي نوعيت: هغه توکي چې ډېر پايښت او قيمتي وي د هغوی بازار هم پراخه وي دساري په ډول تيل، ګاز سره او سپين زر ددې برعکس هغه توکي چې ژر خرابيږي د هغوی بازار محدود وي د ساري په ډول ترکاري، کبان او نور ...

  • د تقاضا نوعيت: کوم توکي ته چې تقاضا ډېره وي نو بازار يې هم پراخ وي لکه تيل اوکه د کوم توکي تقاضا يوې سيمې پورې اړه لري نو بازار يې محدود وي.

  • د عرضې نوعيت: د کوم توکي عرضه چې د تقاضا په اساس پورته لاړه شي نو د هغه بازار هم پراخيږي او که عرضه د تقاضا مطابق لاړه نه شي د هغه بازار محدود وي.

  • د ليږد راليږد وسايل: د بازار پراختيا تر ډېره بريده د ليږد راليږد په وسايلو پورې اړه لري که د يو هېواد دليږد راليږد وسايل نوي عصري وي په اسانۍ سره کولی شي توکي له يو ځای څخه بل ځای ته وليږدوي چې ورسره د توکو بازار پراختيا مومي.

  • امنيت: که په يو هېواد کې امنيت ښه وي او جنګ خطر نه وي نو د توکو اخيستل او خرڅول په پراخه توګه ترسره کېږي چې ورسره بازار هم پراختيا مومي .

  • د حکومت پاليسۍ: که حکومت د ازادې سوداګرۍ پاليسۍ څخه کار واخلي د توکو په صادرولو او واردولو پابندي نه وي په دې وخت کې بازار پراختيا مومي او که حکومت په سوداګرۍ بنديز لګوي نو بيا بازار پراختيا نه مومی.

  • خبرتياوې: په تيلويزيون، ورځپاڼو او نورو کې د توکو د خبرتياوو په خپر ولو سره د توکو بازار پراختيا مومي.

  • د توليد طريقه: کوم توکي چې په نويو او ښه وسايلو توليد شي د هغوی بازار هم پراختيا مومي.

  • د توليد اندازه: کوم توکي چې په ډېره پيمانه توليديږي د هغوی لګښتونه هم کوي او توليد ډېر وي چې د ډېر توليد لپاره بازار لټول کېږي او ورسره بازار پراختيا مومي.
     

tags

  

  

د محمد داود نیازی ژوند لیک
محمد داود نیازی زیار کښ او ژمن انسان
زما د ژوند د یو ستونزور او خواږه پړاو ،پیاوړی او هوښیار ملګری ،د چا په خټه کې چې ژمنتوب ،رښتینولي او ملګر پالنه له پیله نغښتې ،د یوه ښه انسان ځانګړنې یې د وجود په هر رګ کې غزونې ......

      

...

  

ستاسې تبصرې

*


Top