هر سړی فلسفي دی!

هر سړی فلسفي دی!



څو کاله مخکې به که چا په افغان ادبي بهیر کې داسې شعر وویلو چې څوک به پرې پوه نشول نو ټولو به وویل: واه څه فلسفي بیت دی، له هغه وخت نه مې د فلسفې سره شوق پیدا شو له ډېرو ښاغلیو نه مې پوښتنه وکړه چې فلسفه یعنې څه؟ خو ماته یې داسې ځواب را نه کړ چې قناعت کوونکي وي او یا مې هم سم سر پرې خلاص کړي
څه وخت مخکې کاروان صیب د بهیر په دریځ وویل: چې هر سړي د پوستکي دننه شاعر، فلسفي او هنرمند... دی خو چې انسان دا جوهرونه راوباسي، ماته د کاروان صیب دغې خبرې داسې انرژي راکړه چې حد قل زه په فلسفه ځان پوهولي شم چې فلسفه یعنې څه؟
وروسته مې چې ځینې د فلسفې کتابونه او په بریښنايي رسنیو کې مقالې ولوستې نو دغه ځای ته ورسیدم چې: د بشر معرفت له لویه سره په څلورو څانګو وېشلای شو: یو دین دی چې بنیاد یې په وحي ولاړ دی، بل یې ساینسي معرفت چې تر ډېره حده په تجربه څرخي، دریم یې هنري معرفت دی چې د انسانانو پر احساساتو باندې زیاته تکیه لري، او بل هم فلسفي معرفت دی چې بنیاد یې په تعقل (عقل) ولاړ دی.
فلسفه یوازې په عقل تکیه کوي او هر څه ته د تعقل له زاویې ګوري که داسې یې تعریف کړي دا به زما تعریف وي فلسفه زموږ له ژوند سره تړلی یو نه بېلدونکی مضمون دی د خپل ذات له مخې د پوهې او علم په مانا ده. د یوناني ژبې له سوفي څخه جوړه شوې چي مانا يې ده حکمت یا پوهه. د فلسفې یو هراړخیز او منلی شوی تعریف نشته او ستونزمن کار هم دی، ځکه فلسفې ته هر څوک له خپلې زاویې ګوري له همدې وجې یې له پخوا تر اوسه هیچا یو جامع تعریف نه دی وړاندې کړی.
د دې لپاره چې په موضوع مو سم سر خلاص شي غواړم د څو بېلابیلو عالمانو نظرونه هم راواخلم د سقراط شاګرد افلاطون وایي: فلسفه د موجوداتو د لازمي او ابدي ماهیت پوهنې نوم دئ. خو د ارسطو په فکرد فلسفې هدف د دې موندل دي چي وجود د خپل فطرت له مخې څه شی دئ؟ کانت یې د ادراک او تعقل د نقد نوم ګڼي.
د رواقیه یزم په اند د نېکۍ او ښېګڼې او د هغې پوهې تر لاسه کولو ته فلسفه وايي چي له الهي مشیت سره همغږې وي
رواقیه د یوې فلسفې ډلې نوم دئ چي امام یې زینو(۲۶۴- ۳۳۶) قبل المیلاد په برنډه کي په ناسته درس ورکاوی. په عربي کي برنډې ته رواق وايي
استاد غضنفر په یوه لیکنه کې وايي:
د فلسفې تر ګردو لویه ځانګړنه دا ده چې له منطقي استدلاله پکې استفاده کېږي. له منطقي استدلاله مو مطلب دا دی چې استدلال نور ډولونه هم لري، د استاد مقصد دلته د نورو ډلونو نه هنر ادب او داسي نورې څانګې دي. چې استاد یې په خپله یوه لیکنه (فلسفه څه ته وايي) کې خوندور مثال ور کړی دی.
فلسفه ډېر ډولونه لري. کله کله انسان د داسې پوښتنو سره مخامخ کیږي چې سړی ګنګس کړي، لکه دا دنیا کله پیدا شوي؟علم څه دی؟ هنر څه دی؟ ښکلا څه ده؟ دا شپه او ورځ ولې؟ په کال کې څلور فصلونه ولې؟ عقل یعني څه؟ د ژوند مطلب مو څه دی؟ ازدي څه ده؟ فلسفه ولې؟ او ساینس څنګه؟
په لنډه ټوګه ویلي شو چې فلسفه دغه ټولو پوښتنو ته ځواب لټوي، هر انسان ته چې دا ډول پوښتنې پیدا کیږي او مینه هم ور سره لري چې رښتني ځوابونه ورته پیدا کړي هغه فلسفي سړی دی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top