د اختر ننواتې

image_demo_30



بسم الله الرحمن الرحیم
د دنګو غرونو مینځ کې د کلیو چنارونه او صبر ونې ځوړوند سرونه داسې ولاړې وې لکه محکوم چې د قاضي په مخکې ولاړ وي.. دوی محکومې نه وې، آه لکه دوی د چا د دنګې ځوانۍ پر لیدو شرمیدلې وې او ټیټ سرونه یې نیولي وو، دوی شرمیدلې هم نه وې، خو دوی د هغه چا په مثال ښکاریدې لکه کوم غمیدلی چې خپل په اوښکو لوند ګریوان ته ګوري او د خپلو اوښکو ارزښت لټوي.. شاید خبره همدا وه، خو لمر ولې پر دوی قهریدلی ښکاریده؟ لمر آن په هدیره هم قهریدلی ښکاریده، خو په بازار هم قهریدلی ښکاریده، هغه چوپې کوڅې او تړلي دوکانونه...
هواګانې هم ګرمې وې، خدایزده زړونو یې اور اخیستی و که څه؟ دا څه خبره وه؟
له هغې مینا یې پوښتلي وو چې په ټکنډه غرمه کې یې راوتلې ژبه د سنځلې پر څانګه دمه کوله، دا ولې؟
په غم یې تورې جامې اغوستې وې، پرون له دې کلیو ډله د ځوانانو جنازې وتلې وې، وچې شونډې، روژه دارې.
اختر د ملایکو له چم څخه په ننواتې راغلی و، د ټولو روژې ماتې وې سپېرو شونډو یوازې دومره اوبه څښلې چې په زړونو کې بل شوی اور یې زمانه په سر وانه خلي.. عقیدتونو په هدیره کې هغو معتکفو ځوانانو ته سرونه ټیټ کړي وو چې لا د اختر په ورځ یې هم اوبه نه وې څښلي او سپېرې شونډې یې چوپه خوله اذکار ویل دوی د رازونو د هغو پردو شاته وو چې د اختر ننواتې پکې پېکه کیدله... آن کوثر دوی ته په تمه و.
 
tags
Aliexpress INT

ستاسې تبصرې

*

Top