د اسلام سوله ییزه څیره د فرعي منابعو په ځاي د قرآن او سنت په رڼا کې (لومړۍ برخه)

image_demo_30



څو ورځې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې د مثنوي په مرسته د سوله ییز فرهنګ په هکله خبرې زیاتې تاوراتاو شوې. زیاتو افغانانو له راز راز زاویو وکتل او تبصرې یې ورباندې وکړې. زه یوازې دومره وایم چې د یوه کتاب، ایدیولوژۍ او کوم علمي شخصیت ښه معرفي داده چې په عمل کې یې خلکو ته وروښیو. که موږ د کوم نړیوال سوله ییز شخصیت د کرکتر او شخصیت په هکله خلکو ته خبرې کوو، ورڅخه غواړو چې په پله یې پل کیږدي او سوله ییز ژوند غوره کړو، باید خپله په قول او عمل کې دا کار لمړی خپله وکړو، په دې هکله ځان یو مثال او الګو وګزوو ترڅو خلک راپورې ونه خاندې او ښه مو درک کړي.
بله خبره داده چې زموږ ټول هغه کسان چې ځان مسلمان او مجاهد بولي خو د اسلام سوله ییزه څیره سمه نه پیژني، ورباندې عمل نه کوي او یا یې د د دين په اصلي منابعو کې چې قرآن او سنت دي نه لټوي او په فرعي موخذونو پسې ګرزي. باید پوه شو اسلام یو سوله ییز او د امن دین دی. خو هو! کله چې مسلط نظامي او سیاسي فرهنګ سوله مسخره کوي، په اسلامي خاوره، ملي او دیني شعایرو تیری کوي، په وړاندې یې دفاع کول او ورته ماته ورکول اسلامی او دیني دنده ګرزي.
زه د اسلام ټولو فرقو او روحاني شخصیتونو ته درناوی لرم، هغوی ټول د ستر اسلامي امت په رامنځته کیدو کې مرسته کړې ده. موږ کولای شو چې د دیني او روحاني شخصیتونو له آثارو ګټه واخلو خو په خپل ځای کې. نو ځکه په ډاډ سره وایم چې دا تیروتنه ده چې موږ بنسټ (اصل) پریږدو، ځان ورباندې نه خبروو، یا ورباندې باور نه لرو او په فروعاتو پسې ګرزو.
د اسلام سوله ییزه بڼه د قرآن او نبوي احادیثو په رڼا کې
اسلام حق ته د تسليمېدو، سولې او امن په معنی دی. اسلام د ښو اخلاقو دين دی. قرآن خو موږ ته وايي چې کله تاسو خلک د الله دين ته په نيکه موعظه راوبولئ او د مشاجرې په وخت نیکې لارې چارې وکاروئ. اسلام موږ ته وايي چې تاسو ان د نورو اديانو، معبودانو او خدايانو ته که څه هم باطل یې بولئ بد او رد مه واياست. داچې زموږ ځينې خلک ځانونه مسلمانان او مجاهدين هم بولي خو ټوله ورځ خپلو مسلمانو هيوادوالو، قومونو او د مليونونو مسلمانانو محبوبو او ان ملي مشرانو ته ښکنځل کوي دا يې خپله ګناه ده، داځکه چې له دينه بې خبره دي او انحراف يې کړی. په کابلي تفسیر کې لیکل شوي:                                                    اسلام بذات خود عیبی ندارد    هر عیبې که هست در مسلمانی ماست
هر څوک چې ځانته مسلمان او مجاهد وایي کولا شي د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د مسلمانانو په اوسنیو کارونو او اعمالو نیوکه وکړي خو همدارنګه، ورته ښایي چې د قرآن سوله ییزه څیره لمړی  د دین په اصلي متونو لکه قرآن او نبوي احادیثو کې و لټوي او بیا کولای شي د تایید لپاره په نورو فروعاتو پسې هم وګرزي.
دلته اړتیا وینم چې سوله ییز فرهنګ، ښه اخلاق، له تبعیضه کرکه، ټولنیز عدالت، انسان او انسانیت ته درناوی د قرآن او سنت په رڼا کې و څیړم. پوهیږم چې دا یو ګیلاس اوبه په بحر کې دي او له اړوندو اسلامي پوهانو هیله لرم چې دې کار ته دوام ورکړي او زموږ د خلکو ذهنونه روښانه کړي.
د اسلام دین او کورنۍ
قرآن کریم موږ ته وایي چې مور او پلارته اف ما وایاست، بلکه هغوی ته په نیکۍ او مهربانۍ سره خبرې وکړئ. د اسلام ستر پیامبر وایي جنت د مور تر قدمونو لاندې دی. په بل حدیث کې له هغه پوښتل شوي چې د چا زیات مراعات وکړم، وایي د مور دې، بیا ورنه پوښتنه کوي چې بیا د چا او بیا هم ورته وایي د مور دې، او تر دریم وار وروسته ورته وایي د پلار دې. بل ځای فرمایي چې لعنت د خدای د وي په هغه کس چې مور او پلار یې بوډاګان شي او له ده خوابدي وي. له همدې کبله په اسلامي ټولنو کې کورنۍ تر نورو کلتورونو په خورا زیات عزت کې ژوند کوي.
د الله رسول به د مسلمانانو له دیني میندو ( د هغه مبارک میرمنو) سره په کور کې کار کاوه، هغه مبارک د خپلو میرمنو په منځ کې هیڅ ډول توپیر نه کاوه، حتی کله چې د عمر په آخر کې ناروغ شو د نورو بیبیانو په اجازه د بي بي عایشې په کور کې میشته شو. هغه فرمایي ای مسلمانانو په تاسو کې هغه غوره کس دی چې له خپل اهل او عیال او میرمنې سره ښه وي. ده مبارک به په اړوندو امورو کې له خپلو بیبیانو سره مشوره کوله، ورته غوږ به یې نیوه.
 
 
د الله د رسول چال چلند په ټولنه کې
د الله رسول فرمايي چې دی استول شوی چې د اخلاقو ښېګڼې تکميلې کړي. هر مسلمان ته دالله تعالی د رسول سيرت معلوم دی چې کله به هغه جومات ته په کوڅه کې تللو يوې مشرکې ښځې به پاس له کړکۍ او بام څخه په هغه مبارک خاورې خځلې ورشيندلې، ده به له زغم څخه کار اخیسته او خپل کالي به یې څنډل او پاکول. خو کله چې يوه ورځ هغې دا کار ونه کړ د الله رسول پوښتنه وکړه چې لامل يې څه دی، ورته وويل شول چې هغه مشرکه ښځه ناروغه ده، هغه يې عيادت او پوښتنې ته ورغی، په مهربانۍ یې ورسره چلند وکړ او ښځه حيرانه شوه او ايمان يې راوړ. 
د يوه حديث شريف مضمون دی چې رسول الله په سفر روان شو په لاره يوه زړه بوډۍ روانه وه او خپل کالي يې هم په سر ايښي وو، ده له بوډۍ سره د پنډوکي په وړو کې مرسته وکړه او ورنه ويې پوښتل چې چېرې او ولې ځي. بوډۍ چې د محمد (ص) د دښمنانو په تبليغاتو غولېدلې وه ویې ويل د محمد له لاسه کډه کوي چې د خلکو دین بدلوي او هغې محمد (ص) لا نه و ليدلی. خو د اسلام پيامبر ورته څه ونه ويل، ده په خورا مهربانۍ ورسره بيا هم پنډوکی اخيستی و او له زيات درناوي  او مهربانۍ يې ور سره چلند کاوه. بوډۍ چې دهغه له مهربانۍ او مرستې متاثره شوې وه په زيات اصرار يې ورنه وغوښتل چې دی څوک دی. ده د سفر په پای کې د هغې ترزياتو غوښتنو وروسته  ورته وويل چې دی محمد یا هغه څوک دی چې دا ورنه تښتي. بوډۍ ورته وويل چې دا غلطه پوه شوې وه او ايمان يې راوړ.
د یوه حدیث شریف مضمون دی چې تر ټولو ښه مسلمان هغه دی چې مسلمانان یې له خولې او لاسه په امن کې وي. په بل حدیث کې هم راځي چې مسلمان او مومن هغه څه چې د ځان لپاره غواړي د بل مسلمان ورور لپاره یې د هم وغواړي... د مبارکو احادیثو دا لړۍ اوږده ده. د اسلام پیغمبر هومره له خپلو ګاونډیانو سره مرسته کوله چې صحابه وو به فکر کاوه چې ممکن ګاونډي ته په میراث کې حق واجب شي. اسلامي احکام موږ ته راښیي چې الله تعالي د توبې په صورت کې ټول ګناهونه بښي خو هغه ګناه نه بښي چې د خپل بنده سره د ظلم او د هغه د حق خوړلو له کبله وي. الله تعالی ظلم دومره بد ګڼي چې له ځان سره شریک نیول (شرک) یې هم ستر ظلم بللی دی ( د لقمان مبارکه سوره - ۱۳).
اسلام خو روژتي ته وايي چې که کوم مسلمان درته بد او رد هم وويل له زغمه کار واخله او يوازې ووايه چې زه روژه يم. د روژې اصلي معنی د مسلمان تربيه او ټرېننګ دی او غوښتنه يې ده چې مسلمان د روژې په وخت له فحش او کنځاوو ځان وساتي بلکه دا او نور د روژې نيک اخلاق او محسنات دې خپل عادت وګرزوي او په ټول کال او عمر کې د ورباندې عمل وکړي.
اسلام او تبعیض
قرآن ټول مسلمانان سره وروڼه او مساوي بولي، د یوه مسلمان ښه والی یې د ټبر، نسب، مال او نورو ورته څیزونو په مرسته نه بلکه یوازې په تقوا کې بللی دی. حضرت بلال اسلام چې تور حبشی خو نیک انسان او مسلمان و د قریشو تر ټولو شریرو سردارانو زیات معتبر او معزز وګرزاړه، هغه ته یې د اسلام د لمړي موذن دنده او افتخار ور وباښه. اسلام او پیامبر یې له قومي تعصب څخه نفرت درلود او د حدیث شریف مضمون دی چې څوک قومپالنې ته دعوت کوي زموږ د امت له ډلې نه شمیرل کیږي. البته اسلام موږ ته حق راکوي چې خپلو مستحقو نږدې خپلوانو ته د مرستې، صدقۍ، زکات او خیرات په وخت لمړیتوب وکړو، خو په هیڅ صورت د بل چا حق نه شو ورکولای. دلته مراد دادی چې یو څوک خپل قوم په نورو لوړ وبولي، نورو قومونو ته سپکاوی وکړي، بې فرهنګه یې و بولي، د نورو حقوق د خپل قوم خلکو ته ورکوي، له تبعیضه کار واخلي نو ناروا کار دی. له همدې کبله زموږ په ملک کې هغه چلند چې د خپل قوم د ټیت اهلیت کس د بل قوم تر وړتیا لرونکو کادرونو لوړ بولو جاهلي فرهنګ او د اسلام له اساساتو او لارښوونو سره په پوره ټکر کې دي.  
تبعیض که په هر بنسټ وي، که هغه د قوم پالنې، نژاد، رنګ، ژبې، سیمې او هر بنیاد چې وي مردود دی. په لاندې کې د الله تعالی د رسول د حجت الوداع خطبې څخه د یو څو اړونده مسئلو پښتو ژباړه رانقلوم:
  • «ټول بشریت له آدم علیه السلام او بي بي حوا څخه پیدا شوی دی، عرب په عجم او عجم په عرب امتیاز نه لري؛ همدارنګه، یو سپین پوستی په تور پوستي او تور پوستی په سپین پوستي کوم لوړوالی نه لري. تاسو پوهیږئ چې هر مسلمان د بل مسلمان ورور دی. په یاد وساتی، یوه ورځ به تاسو د الله تعالی په وړاندې ودریږئ د خپلو اعمالو ځواب به ورکړئ. نو خبر شئ، زما له تللو (یعنی رحلته) له صراط المستقیمه (سیخې لارې) مه بې لارې کیږئ».
  • « ټول هغه کسان (حاضرین) چې ما اوري باید زما خبرې نورو ته نقل او وروسوي او هغوی یې د بیا نورو ته؛ او هیله ده آخر ګروپ زما خبرې له هغو کسانو ښې درک کړي چې اوس نیغ په نیغه زما خبرې اوري.»

په اسلام کې د ژبې په اساس تبعیض منع دی. ژبه داسې وکارول شي چې ټول ورباندې پوه شي. کله به چې کوم صحرايي کس چې په خاصه لهجه به یې خبرې کولې د پیامبر په مجلس کې شتون درلود نو محمد (ص) به پخپله د هغه کس په لهجه خبرې کولې او نورو صحابوو ته به یې هم امر کاوه چې همداسې وکړي تر څو هغه کس سم پوه  او هم خوابدی او ناهیلی نه شي. دا او نور ورته دیني ارشادات باید زموږ د ملي ژبو، رسنیزو او سیاسي تبلیغاتو بنسټ جوړ کړي. په همدې اساس زموږ ټول دولتی چارواکي او دعوتګران اړ دي چې د خپلو خلکو په ژبه او لهجه تر وسې وسې خبرې وکړي، له هغوی سره تبعیضي چلند ونه کړي او خپل مسلمان وروڼه یې وبولي.
په سیاسي او ټولنیزو تبلیغاتو لکه مظاهرو، غونډو، لیکنو او نورو رسنیزو فعالیتونو کې له انسان او په تیره د مسلمان بې احترامي، توهین، غیر مهذب خطاب ورته کول، سپکې سپورې او تهمتونه ورپورې کول یو مخ غیر اسلامي عمل دی. مشهور روایت دی چې کله یوه نابلده او صحرايي سړي په مسجد کې رفع د حاجت وکړ، پیامبر علیه السلام صحابه وو ته امر وکړ چې څه ورته و نه وایي او پخپله مسجد پاک کړي. ټولو ته مالومه ده چې د خلفای راشدینو په دور کې یو جلیل القدره صحابي او یو مشرک په محکمه کې له مساوي حقونو برخمن وو، اجازه نه وه چې صحابي راحت کیني او مشرک ودریږي، صحابي په سیوره کې او مشرک په لمر کې ودریږي او که به اړتیا وه په نوبت به دا کار کوي، په محکمه کې نوره حق تلفي خو په هیڅ صورت روا نه وه.  
تبعیض او د انسانانو په منځ کې د جنسیت، نسب او مال په اساس په ټولنه کې خوابدي او ټولنیزه بې عدالتي، بې ثباتي او شخړې رامنځته کوي او ځکه اسلام له هر ډول تبعیض سره مخالف دی. د مثال په توګه په قرآن کې څیړونکو موندلي دي چې هر څومره وارې په نارینه عبارت مسلمانان ذکر شوي لکه مسلمون، مومنون او نور، په همغه شمیر د ښځینه عباراتو لکه مسلمات، او مومنات هم ورسره جوخت ذکر شوي دي. یا په بل عبارت قرآن په خپلو مبارکو آیتونو کې په کلماتو او عباراتو کې او هم په عقایدو کې د جنسیت په بنسټ تبعیض او توپیر رد کړی دی او کامل عدالت یې مراعات کړی دی.
ګڼ روایات شته چې ښځې له خپلو میړونو د شکایت کولو لپاره د الله رسول ته راغلې او ده یې سونزې حل کړې. په احادیثو کې راځي چې تر فرض نمانځه وروسته به د الله رسول لمړی ښځو ته موکه برابروله چې له مسجده په آرامه ووزي او بیا به خپله ووت.  . د خلفای راشدینو په وخت چې کله له نارینه وو سره د امیر د ټاکلو په هکله پوښتنې کیدې له ښځو نه هم  پوښتنه شوې. دا په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې په هغه وخت کې زیاتو ټولنو ښځې ته په ټیټه سترګه کتل، د هغو په انساني کرامت کې شک درلود او زیات ناوړه جنستي تبعیضي چلند په بشري ټولنو حاکم و.
 
 
tags
Aliexpress INT

ستاسې تبصرې

  1. 1.ع.شريف زاد


    سلام  کوچنئ اختر مو نيکمرغه!

    هو! علم او عمل په زده کړو کې دعلم اړيکي له تفکر او اخلاق سره، د ايمان او عمل يوځاي کيدل، دايمان او عقل توپير، عملي روزنه او همدارنګه  دعلم ارزښت په اسلام کې هغه برخې دې چې په غير مستقيمه توګه د نړي نورو اديانو له هغو ګټه پورته کړيې ده له ګاندي، منديلا، مادر تير سا، او د ماشومانو په برخه کې انګريزه ديانا ېې ستر مثالونه دي. په نهج البلاغه کې وايي چې :

     الايمان معرفته بالقلب،وا ٰۀرار با للسان وعمل با الرکان.

    په سوره بۀره ١٧٧ کې پروردګار عالم فرمايي:

    ليس البران تولوا وجوهکم ۀبل المشرق والمغرب ولکن البر من امن با لله وليوم الاخر والملايکه والتاب والنبيين واتېالمال علي حبه ذوي الۀربي وليتامي والمساکين وابنالسبيل،والسايلين وفي الرقاب واۀام الصلوه واتي الزکاه ولموۀون بعهدهم اذا عاهدو ا والصابرين فيالباسا والضرا وحين الباس اوليک الذين صدۀواواوليک هم التقون

    هو! اسلام  بذات خود ندارد عيبي            هرعيبې که  است در مسلماني ماست

    زمونږ ټولنه کې چارک سړي نشته ټول من يو. په څو لسيزو کې مونږ دسولې لپاره هېڅ ډول کار نه دي کړي. يوازې درغجن سياست  مو د فسبوک له لاري ټولې نړي ته رسولي. دخداى (ج ) لاره د خير او فلاح لاره ، داخلاقو او معيار لاره، د انساني کرامت روغه او جوړه  را نه په پلمو او بهانو کې ورکه ده. هغه جهان بيني چې په عدل او انصاف، وروري او اخوت، همزيستي او همکاري باندې تاکيد کوي  په وچ سياست بدله سوي او يا مو په دې دومره وخت د زاړه فرهنګ په خاطر اهميت نه دي ورکړي. اسلام يوازې د ملا ، مفتي، سيد، حصرت، پير او نور ميراث نه دي بلکې د ټولو مسلمانانو د پرمختګ، يووالي، برياليتوب ، افتخار، اګاهي او  بيداري هغه پيغام دي چې ددې ايدالوژي په زور هرډول بهرنۍ پروژي پيژندل کيداى شي.راځي چې سوله يو ځل امتحان کړو

     

     

*

Top