دوطن سره مینه

دوطن سره مینه



هیواد یا پلرنی ټاټوبی، هغه دی چې د وګړو مصؤنیت او دهغوی هویت پکې خوندي وي؛ ځکه چې ددې له پاره کوم حقوق او امتیازات چې دولت اویا په طبیعي ډول دوی ته ورکول کیږي، له هغو څخه ګټه پورته کوي، د ټولو ګډ کور یا هیواد ګڼل کیږي. په ټولیز ډول ویلی شو، چې دژوند مهم اړخونه چې په هره برخه کې وي، هغه دیو ځای په تثبیت چې انسانان پکې ژوند وکړي، هماغه ځای د دوی د وطن په نوم یادولی شو. مهمه خبره دلته یادونه کوو، چې هروګړی باید څنګه اوپه کوم ډول دوطن سره مینه ولري، چې دخپل هیواد له ټولو نعمتونوڅخه خوند واخلي او ځان څنګه مسؤل وګڼي چې د وطن لپاره خدمت وکړی، وطن ورغوی او دولس لپاره د آرامۍ او هوساینې په لار کي کار وکړی. د همدغو کړنو په عملي کولوکې هغه دیو ښه حب الوطن اوسیدونکی په توګه وشمیرل شي.
باید له هرڅه تر مخه ځان په دې پوه کړو، چې هریو دهیواد په جوړونه اورغاونه کې مسؤلیت لرو چې دیوې خښتې په کارولو ځان اوهیوادوالو ته دا څرګند کړو، چې خپل هیواد ته خدمت څنګه کیږي؟ په دې هم ځان پوه کړو چې ځیني داسې ځانګړې نظریې لري او وايي، چې اصلاٌ له هیواد سره مینه زمونږمشرانو، دحکومت رهبرانو او د دولت اداري سیسټم مدیرانو نه ده کړې، نو دڅه په خاطرچې مونږ له وطن سره مینه ولرو؟ خو داخبرې په هیڅ ډول دمنلو وړ ندي او معقولیت نه لري، ځکه هریو دځان مسئولیت، واک او اختیار لري چې څه وکړي او څه ونکړي. نو که داسې وي، او دا ټول دخیر په غونډۍ کیني او هیڅ کار ونه کړي، نو د بدلون او پرمختګ څرک به هم ونه لګیږي.
اوس نو مونږ ټول افغانان دتیرو جنګو دترخو تجربوڅخه پوه شوي یو، چې هماغه خلک دهیواد ورانوونکي ؤ، چې دوی هیڅ ډول د خپل وطن لپاره ځان مسؤل نه ګڼلو او ټول وخت يې په جګړو کې تیراوه. نه یوازې چې کوم شی یې نه جوړول، بلکې جوړ مکتبونه، پلونه او روغتونونه یی ورانول او انسانان یې وژل. دوی خو لومړی د ناپوهۍ په خوب بیده او د دښمنانو په خبرو ژرغولیدل. بل داچې دې ډول خلکو د هیواد پر وړاندې خپل مسئولیت نه پیژاند او د ځمکی د جوړولو او وطن د سمسورولو حس ور سره نه ؤ. دوی د خپلو شخصی جیبونو په غم کې اخته وو او د وطن ورانۍ ته هم د پیسو د ګټلو له پاره چمتو ول. نو هماغه ؤ، چې زمونږ هیواد شاته پاتې او له پرمختګ نه محروم دی. هغه هیوادونه چې له افغانستان سره یوځای اویا څوکاله وړاندې یی آزادي ترلاسه کړي، ولې که له افغانستان سره پرتله شي نوکه فکر وکړو، چې ګوندې هغه هیوادونه زرکاله وړاندې آزاد او دساینس ټکنالوژۍ دپرمختګ نه مستفید شوي دي. نه داسې نه ده، بلکې هغوی دهیواد په جوړونه او رغاونه کې خپل ځانونه قربان کړي، د پردیو په فرمان او لمسون یې خپل پلونه، ښوونځي، وړکتونونه او نوری د عامو ګټو موسسې نه دې نړولی.دخپلوهیوادو ملي شتمنۍ یې له هرڅه نه ښه ګڼلي، شپه او ورځ دخپلو وطنوالو دخدمت په چوپړ کې تیروی اوله تعلیم نه په ګټه پورته کولو سره یې ځانونه د ټکنالوژي مجازي نړۍ ته رسولي چې نن ورځ دهغوی له پنځوونکو توکو څخه مونږګټه پورته کوو. بیا مونږ دځینو ښکلو او زینتي توکو لکه موټرې، مبایلونه او نور ورځني څیزونه چې مونږ يې استعمالوو بیا داسې غروریت ورسره کوو، ګوندې چې دا په خپله مونږ جوړ کړي وي. نه دا هغو زیارکښو جوړ کړی، چې ښې زده کړې یې کړي دي، جنګونه يې نه دي کړي، خپل وطن یې نه دی وران ګړی، دخپلو هیوادوالو په وینو يې لوبې ندي کړي، ویره، وحشت، ځانمرګي بریدونه اونور په کې ندی ترسره شوي او هغوی دی چې دا شیونه يې جوړ کړي دي.
همدوی دخپلوتوکو په واردولو دهیواد اقتصادي سیسټم پیاوړی کړی، دخپل هیواد له پیداوارو یې ځانونه يې ماړه کړي، چې نن ورځ هیڅ کوم هیوادته دوی اړتیا نه لري، هرڅه يې دخپل خواریو او زحمتونو بیلګه ده، چې ښه تعلیم لري، ښه ژوندپکې شته، هر اوسیدونکی يې ښه معاش او هغه چې بیا دولتي اویاپه نورخصوصي شرکتونو، انجوګانو اویا نور برخوکې دندې مخته وړي بیا نو دهغوی خو لۍ په زیړو غوړیو کې لامبي.
اوس که چیرته افغانان وغواړي، دنورو پرمختللي هیوادونو په قطار کې ودریږي، نو اړینه ده، چې زمونږ هیواد به هم ژرترژره خود کفا او پر ځان بسیا واوسي. خو خبره دهیوادسره مینه کول دي، دوطن پروړاندې مینه مونږ له هرو بدبختیو څخه ساتي. جګړې به نه وي، دپوهې کچه به لوړه وي، په هرکور کې به خوښي اوخوشحالي وي، دځمکې پرسر به فساد شتون ونلري، اقتصادي پرمختګ اوبلاخره هرڅه به په ښه کیدو وی. آرام ژوند به پر مخ وړو او دژوند له ټولو نعمتونوڅخه به خونداخیستل کیږي. خوکه نن هرافغان دهیواد پرخاورې زړه وخوږوی او ځان يې مسؤل وګڼي چې هیواد ته خدمت زمونږ ایماني او وجداني دنده ده اوله هیوادسره مینه په زړونو کې څرګنده شي، ژر به د پرمختګونو شاهدان ووسو. نو باید همدا شیبه يې تجربه کړو او په ګوتو شمار ورځې به نه وي، چې دیوسوکاله، ډاډمن اوپرمختلي افغانستان څښتن به ووسو. انشاالله
شیرمحمد «امیني» (ستانکزی)
tags

ستاسې تبصرې

*

Top