داعش په افغانستان کې ریښتینی حضور نه لري

داعش په افغانستان کې ریښتینی حضور نه لري



د بهرنیو چارو وزارت ستراتیژیکو څیړنو مرکز وايي چې داعش ترهګره ډله په افغانستان کې ریښتینی حضور نه لري.
د یاد مرکز رییس فرامرز تمنا ویلي دي چې داعش ډله په هیواد کې د سیمې د استخباراتو د تخریبکاریو تر سره کولو لپاره یو پوښښ دی.
نوموړي ویلي دي چې پاکستان اوس هم په سیمه کې د ترهګرۍ مرکز دی.
تمنا څرګنده کړې چې د دریمې نړۍ هیوادونه له دې امله د افراطیت پر وړاندې په مبارزه کې ناکام دي چې دوی د اسلام مبین دین په سمه توګه وګړو ته نه دی رسولی.
دا په داسې حال کې ده چې وخت ناوخت په هیواد کې د داعش وسله والو سره د جګړې خبرونه خپریږي.
tags

ستاسې تبصرې

  1. 1.mha

    You must be kidding.

     

*

Top