روسیه وايي امریکا په افغانستان کې ثبات نه غواړي

روسیه وايي امریکا په افغانستان کې ثبات نه غواړي



د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې امریکا په افغانستان کې د ثبات په لټه کې نه ده او له همدې امله یې خپله ستراتیژي پټه ساتلې ده.
د یاد هیواد بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي دي چې امریکا په افغانستان کې له ۱۵ کلنې جګړې وروسته هم ټاکلې ستراتیژي نه لري.
نوموړې ویلي دي چې امریکا د امنیت شورا په اجازه پر افغانستان یرغل کړی دی خو تر اوسه یې هم یادې شورا ته خپل راپور نه دی وړاندې کړی او خپله ستراتیژي یې پټه ساتلې ده.
نوموړې زیاته کړې چې امریکا باید د امنیت شورا ته منظم راپور ورکولای چې تر اوسه یې دا کار یو ځل هم نه دی کړی او معلومه نه ده چې دوی څه کول غواړي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا غواړې څو زره نور تازه دمه سرتېري هم افغانستان ته راولېږي.
tags

ستاسې تبصرې

  1. 1.اکرمی

    داخبره د روسی حقیقت لری امریکا غواړی چی خپل توان نورو هیوادو ته معلوم کری په خاص ډول روسی ته  او نه غواړی چی افغانستان ته خدمت وکړی یوازی غواړی چی افغانستان دبدبختی په لور یوسی لکه تجربه ددی ۱۵ کالونو

     

     

*


Top