اقتصاد پېژندنه/ (۳۱ مه برخه)

اقتصاد پېژندنه/ (۳۱ مه برخه)


پنځم څپرکی

تقاضا : Demand

انسانان د خپلو غوښتنو په پوره کېدا پسې ګرځي، کله چې يو ښه شی ګوري د ترلاسه کولو په هڅه کې يې شي د انسان غوښتنې اړتياوې نه شي پوره کولای ځکه که اړتياوې او غوښتنې پوره کولای شوای نو له موږ سره د اوسيدو لپاره کور، د خوراک لپاره خواړه او د اغوستو لپاره کالي شتون لري خو موږ بيا هم غوښتنې لرو خو د غوښتنو د پوره کولو لپاره يوازې اړتيا بشپړه نه ده ګڼ شمېر نور شيانو ته هم اړتيا ده دا خبره سمه ده تر څو چې په زړه کې د يو توکي د اخيستلو خواهش شتون ونه لري، نو تقاضا نه رامنځته کېږي خو يوازې غوښتنه تقاضا نه ده غوښتنه هغه وخت په تقاضا بدليږي چې لاندې شرايط ولري...

۱- د اخيستو ځواک(Purchasing power) : د انسان غوښتنه هغه وخت په تقاضا بدليږي چې د اخيستو ځواک يې ولري، يانې د غوښتنې د پوره کيدا لپاره پيسې له ځانه سره ولري. د ساري په ډول: د يو ښه موټر غوښتنه هغه وخت تقاضا کېږي چې د اخيستو ځواک يې ولري که د اخيستو ځواک يې ونه لرې دا غوښتنه يوازې غوښته پاتې کېږي او تقاضا ترې نه جوړيږي، نو په اقتصاد کې غوښتنه هغه وخت په تقاضا بدليږي چې د يو توکي د اخيستو ځواک ولرې.

۲- د اخيستلو اراده : کله چې يو وګړی د شي د ترلاسه کولو لپاره د غوښتنې په تقاضا د بدليدو دويم شرط اراده ده چې دا وګړی يې بايد وکړي د ساري په ډول: د يو شتمن سړي لپاره د يو لوکس موټر اخيستل اسانه کار دی او د اخيستلو ځواک يې هم لري خو که داسړی اراده ونه کړي نو د ده دا غوښتنه يوازې غوښتنه پاتې کېږي په تقاضا نه بدليږي.

په اقتصاد کې تقاضا د يو شي د اخيستو غوښتنه، د اخيستلو ځواک او د اخيستلو اراده چې درې واړه په وخت کې سره يو ځای شي تقاضا ترې جوړيږي او که يو ځای نه شي تقاضا نه بلل کېږي . پروفيسور بنهم تقاضا داسې تعريفوي: په ځانګړي وخت او ځانګړي قيمت د توکو هغه مقدار چې اخيستونکي يې د اخيستو قدرت ولري تقاضا بلل کېږي،  کولای شو د تقاضا مفهوم په مساوات کې هم توضيح کړو:

تقاضا= د اخيستلو ځواک+ د اخيستلو اراده .

په تقاضا او غوښتنې کې توپير: د تقاضا د مفهوم د ښه پوهيدو لپاره اړينه ده تر څو په دې توپير پوه شوو . په دې نړۍ کې هر شخص غواړي چې د خان په څير ژوند تير کړي د ژوند ښه وسايل ولري چې د دې ټولو ترلاسه کول يوه غوښتنه ده او دخلکو له دې غوښتنې څخه هغه وخت تقاضا جوړيږي چې د اخيستلو ځواک او اراده يې ولري کنه دا يوازې غوښتنه ده او بس .

د تقاضا او اړتيا ترمنځ توپير:

د تقاضا او اړتيا د توپير د معلومولو لپاره يو مثال په نظر کې نيسو که يو شخص له خپل دفتر څخه څلور کيلومتره لرې اوسيږي ددې ستونزې د حلولو لپاره يو بايسکل ته اړتيا لري د ده دا اړتيا هغه وخت تقاضا کېږي کله چې د اخيستو ځواک او اراده ولري.

له قيمت سره د تقاضا اړيکه: تقاضا له قيمت سره مخامخ اړيکه لري که موږ ته د يو توکي د قيمت په اړه معلومات نه وي نو موږ د هغه توکي تقاضا نه شو معلومولی له قيمت پرته د تقاضا يادول بې مانا دي د ساري په ډول: موږ نه شو کولای چې ووايو د غوړيو تقاضا لس کيلو ګرامه ده ليکن داسې ويلي شو چې اته کيلو غوړو ته تقاضا ده چې د يو کيلو ګرام غوړيو قيمت پنځوس افغانۍ وي دا په دې مانا چې هر شخص د توکو قيمت ته ګوري بيا يې پيري کله چې د توکي په قيمت کې تغیير راشي په تقاضا کې هم تغيیر راځي . کولای شو په لاندې جدول کې هم واضيح کړو ...

في کيلو ګرام بیه (افغانۍ)

تقاضا (کيلو ګرام )

50  افغانۍ

4 کيلو ګرام

40 افغانۍ

8 کيلو ګرام

30 افغانۍ

12 کيلو ګرام

20 افغانۍ

16 کيلو ګرام

10 افغانۍ

20 کيلو ګرام

5 افغانۍ

25 کيلو ګرام

په پورتني جدول کې لیدل کیږي چې کله قيمت لوړيږي تقاضا هم کميږي، خو کله چې قيمت ټيټېږي تقاضا ډېرېږي، د ساري په ډول: کله چې د مڼو قيمت پنځوس افغانۍ وي نو تقاضا ورته څلور کيلو ګرامه وي خو کله چې قيمت څلويښت افغانۍ کېږي تقاضا ورته اته کيلو ګرامه کېږي .کولای شو چې په ګراف کې يې هم توضيح کړو ...

Untitled

په پورتني ګراف کې د  AOاو ‌BOدوه مستقيم خطونه لیدل کیږي چې د O په نقطه کې يو بل پرې کوي. په دې ګراف کې د OAخط د تقاضا مقدار ښي او د OBخط د قيمت اندازه ښي.کله چې د توکي قيمت 350افغانۍ وي نو تقاضا ورته 1وي خو کله چې 300 افغانيو ته راځي تقاضا ورته ډېريږي او دوه کېږي همداسې تر اخره دا په دې مانا چې کله قيمت لوړيږي تقاضا کميږي او کله چې قيمت ټيټيږي تقاضا ډېريږي.

د تقاضا قانون (Law of Demand): د تقاضا قانون د مصرفوونکو هغه ارتجاعيت ښيي چې د يو توکي د قيمت په تغير سره د هغو په تقاضا کې تغير راځي په ټوليز ډول داسې څرګنديږي کله چې د يو توکي قيمت لوړ شي تقاضا يې کميږي خو کله چې قيمت ټيټ شي تقاضا ډېريري د قيمت او تقاضا دې اړيکې ته د تقاضا قانو ن وايي . پروفيسور مارشال د تقاضا قانون داسې تعريف کړی :

که نور عوامل ثابت وي د يو توکي د قيمت په ټيټوالي سره تقاضا کې ډېرښت او د قيمت په جګوالي تقاضا کې کمښت راځي .

يو خبره د يادونې وړ ده چې د قيمت او تقاضا تغير کوم تناسب نه لري د ساري په توګه: که د يو توکي قيمت دوه برابره شي مهمه نده چې تقاضا له پخوا څخه نيمه شي .کولای شو د تقاضا قانون په لاندې جدول کې هم توضيح کړو ...

  في کيلو ګرام قيمت ( افغانۍ )

       تقاضا (کيلو ګرام )

30  افغانۍ

5 کيلو ګرام

25 افغانۍ

10 کيلو ګرام

20 افغانۍ

20 کيلو ګرام

15 افغانۍ

30 کيلو ګرام

10 افغانۍ

40 کيلو ګرام

5 افغانۍ

50 کيلو ګرام

په پورتني جدول کې لیدل کیږي چې کله چې د بورې قيمت ديرش افغانۍ وي نو تقاضا ورته 5 کيلو ګرامه وي خو کله چې قيمت لس افغانۍ کېږي نو تقاضا هم ورسره ډېريږي او 40کيلو ګرامو ته رسيږي .د دې خبرې مطلب دا چې کله د بورې په قيمت کې جګوالی راځي تقاضا يې کميږي او کله چې د بورې په قيمت کې ټيټ والی راځي تقاضا يې لوړيږي.

 

Untitled

د تقاضا قانون د معلومولو لپاره مو دوه مستقيم خطونه FCاو FM ويستلي چې د Fپه نقطه کې يو بل قطعه کوي چې FCد تقاضا مقدار او FMد قيمت اندازه راښيي تاسو ګورو کله چې قيمت په P1 کې وي نو د تقاضا مقدار په Q1 کې خو کله چې قيمت P2 ته راټيټيږي د تقاضا مقدار تغير خوري Q2 ته لوړيږي . له ګراف څخه معلوميږي کله چې قيمت لوړ وي تقاضا کمه او کله چې قيمت ټيت شي تقاضا ډېريږي چې همدې ته د تقاضا قانون وايي.

د تقاضا د قانون فرضيات: کله چې موږ د تقاضا د قانون په اړه خبرې کوو نو موږ په لومړي سر کې دا روښانه کړه چې د تقاضا قانون هغه وخت سم ثابتيږي کله چې نور عوامل ثابت وټاکل شي چې همدې عواملو ته د تقاضا د قانون فرضيات وايي او په لاندې توګه ترې يادونه کوو.

  • د مصرفوونکو عوايد: موږ د تقاضا د قانون په وخت د مصرفوونکو عوايد ثابت په نظر کې نيسو ځکه که د مصرونکو په عوايدو کې ډېرښت راشي که قيمت پورته هم لاړ شي کيدای شي چې خلک په هماغه اندازه تقاضا ولري او که د مصرفوونکو په عوايدو کې کمښت راشي د قيمت په ټيټوالي سره سره بيا هم په تقاضا کې ډېرښت رانه شي.

  • عادات او فيشن: د تقاضا قانون هغه وخت سم ثابتيږي چې د مصرفوونکو په عادت او فيشن کې تغير رانشي که چيرته د مصرونکو په عادت او فيشن کې تغیر راشي د قيمت په جګوالي سره سره بيا هم خلک ورته ډېره تقاضا لري او پيري يې.

  • د متبادلو توکو قيمت: کله چې د يو توکي متبادل توکي وجود ولري کله چې د متبادلو توکو په قيمت کې تغيیر راځي ورسره د دې توکي په قيمت کې هم تغيیر راځي نو د تقاضا د قانون د سم والي لپاره د متبادلو توکو قيمت ثابت نيول کېږي.

  • د توکو بڼه: د تقاضا د قانون د سم ثابتولو لپاره دا هم اړينه ده چې د توکو بڼه تغيیر ونه کړي ځکه که چيرته توکي د پخواني توکي سره په وزن، خوند او شکل کې توپير ولري او کم افاديت ولري د قيمت په لوړوالي سره سره بيا هم تقاضا نه ډېريږي اوکه د خوند، وزن او شکل له کبله له پخواني توکي څخه ښه وي د قيمت په جګوالي بيا هم تقاضا لري نو له دې کبله د تقاضا قانون سم نه ثابتيږي.

  • د مصرفوونکو شمېر: د تقاضا د قانون د سم والي لپاره اړينه ده چې د مصرفوونکو په شمېر کې تغير رانه شي ځکه کله چې د يو توکي د مصرفوونکو په شمېر کې ډېرښت راشي نو د قيمت په لوړوالي سره سره بيا هم په تقاضا کې توپير نه راځي.

  • د راتلونکي فکر: که چېرته د خلکو په ذهن کې د يو توکي د کمښت ويره موجوده وي، د توکي د قيمت لوړوالي سره سره يې بيا خلک ډېر اخلي، ددې لپاره چې د تقاضا قانون سم ثابت شي، د راتلونکي حالت سم په پام کې نيول کېږی.

  • د تقاضا په بڼه کې تغير: کله چې د خلکو د تقاضا په بڼه کې تغير راشی بيا هم د تقاضا قانون سم نه ثابتيږي د ساري په ډول: يو سړی دی کله چې مڼې کيلو پنځلس افغانۍ شي يو کيلو هم نه اخلي خو ناڅاپه سړي ناروغه کېږي ډاکتر ورته وايي چې له مڼو پرته نور څه مه خوره نو سړی مجبور دی که مڼې هر څومره قيمته شي بيا هم مڼې اخلي چې دلته د تقاضا په بڼه کې تغیر راځي چې دا حالت هم د تقاضا په قانون کې نه شته د خلکو د تقاضا بڼه بايد تغیر ونه خوري.

  • د توکو اعلانول : د تقاضا په قانون کې داسې هم ويل کېږي چې توکي د اعلان په وسيله په زړه راښکونکي او ښه انداز مه وړاندې کوئ ځکه چې په تقاضا کې يې ډېرښت رانه شي.

  • نوي کارول: که د يو توکي نوي کارول رامنځته شي د قيمت په جګوالي سره سره بيا هم تقاضا ډېريږي د ساري په ډول: کله چې د بريښنا کارول رامنځته شول د قيمت په جګوالي سره سره بيا هم خلک ډېر کاروي او تقاضا ورته موجوده  وي چې دلته هم د تقاضا قانون سم نه ثابتيږي.

د تقاضا د قانون استثنات: د تقاضا د قانون له مخې کله چې د يو توکي قيمت لوړ شي تقاضا يې کميږي خو کله چې قيمت ټيټ شي تقاضا ورته ډېريږي خو ځيني داسې حالتونه دي چې هلته د تقاضا قانون نه عملي کېږي.

۱- ارزانه توکي: په ډېر کم قيمت لرونکو توکو دا قانون نه عملي کېږي ځکه يوه غريبه کورنۍ د غنمو پر ځای جوار کاروي خو کله چې جوار ډېر ارزانه شي دا کورنۍ د جوارو تر څنګه د غنمو کارول هم پيلوي نو ځکه د جوارو د قيمت له ټيټوالي سره سره بيا هم ورته تقاضا نه ډېريږي.

۲- لوړ قيمت لرونکي توکي: لوړ قيمت لرونکي توکي چې شان او شوکت لپاره کارول کېږي دا قانون پرې نه کارول کېږي لکه سره زر، سپين زر او نور ځکه د سرو قيمت راټيت شي بيا يې هم غريب خلک نه پيري.

۳- په راتلونکي قيمت: که په راتلونکي کې د يو توکي د قيمت د لوړيدو امکان وي بيا هم د تقاضا قانون سم نه ثابتيږي ځکه د يو توکي قيمت لوړ شي د تقاضا د قانون پراساس تقاضا يې بايد کمه شي مګر خلک په دې ويره کې وي چې نور هم لوړيږي بيا يي هم تقاضا کې ډېرښت راځي.

۴- د توکي کمښت: که مصروفوونکي د يو توکي په اړه دا خطر احساس کړي چې کيدای شي توکي کم شي نو د قيمت په ډېر والي سره سره بيا هم خلک پيري دلته د تقاضا قانون سم نه ثابتيږي.

د تقاضا راټوليدل او پراخيدل

Extension and contraction of demand

کله چې په تقاضا کې تغير د قيمت د تغير له کبله رامنځته شي دې ته د تقاضا راټوليدل او پراخيدل وايي. که قيمت ټيت شي تقاضا ډېره شي دې د تقاضا پراختيا وايي او که قيمت لوړ شي تقاضا کمه دې د تقاضا راټوليدل وايي. چې کولای شو په لاندې جدول کې يې هم وښايو ...

د تقاضا پراختيا                         د تقاضا راټولېدل

في کيلو ګرام قيمت

تقاضا

في کيلو ګرام قيمت

تقاضا

4 افغانۍ

2 کيلو ګرام

1 افغانۍ

8 کيلو ګرام

3 افغانۍ

4 کيلوګرام

2 افغانۍ

6 کيلو ګرام

2 افغانۍ

6 کيلو ګرام

3 افغانۍ

4 کيلو ګرام

1 افغانۍ

8 کيلو ګرام

4 افغانۍ

2 کيلو ګرام

په پورتني لومړي جدول کې لیدل کيږي  کله چې د توکي قيمت ټيټيږي تقاضا ورته ډېريږي دا په دې مانا چې توکي تقاضا پراختيا مومي او دې ته د تقاضا پراختيا وايي په دويم جدول کې کله چې د توکي قيمت لوړيږي تقاضا يې کميږي چې همدې ته د تقاضا راټوليدل وايي.کولای شو په لاندې ګراف کې هم وښايو:

2

په پورتني ګراف کې دوه مسقيم خطونه OWاو OX چې د O په نقطه کې سره قطعه کوي OW مستقيم خط د تقاضا مقدار او د OX مستقيم خط قيمت اندازه ښيي، همدارنګه تاسو په ګراف کې ګورئ کله چې قيمت په P1 کې وي د تقاضا مقدار په Q1 کې وي. کله چې قيمت P3 شي تقاضا ورسره راټوليږي له Q1څخه Q3 ته رالويږي. خو کله چې قيمت له P1څخه P2 ته راولويږي تقاضا ورسره پراختيا مومي له Q1 څخه Q2 ته مخه کې تقاضا ورسره پراختيا مومي .

د تقاضا لوړېدل او ټيټېدل (Rise and Fall of Demand): کله چې په قيمت کې تغیر نه وي راغلی، خو په تقاضا کې تغير راشي او يا قيمت کې تغیر راشي خو تقاضا کې تغیر رانه شي ديته د تقاضا لوړيدل او ټيټېدل وايي.

د تقاضا لوړېدل: کله چې د يو توکي قيمت تغير نه وي کړی، خو د ځيني عواملو لکه د فيشن، د عوايدو د ډېرښت په وجه په تقاضا کې ډېرښت راغلي وي او يا د يو توکي قيمت لوړ شوی وي، خو تقاضا کې تغير نه وي راغلی دې ته د تقاضا لوړيدل وايي.

  1. قيمت هماغه وي خو تقاضا کې ډېرښت راغلی وي

  2. قيمت لوړ شوی وي خو تقاضا پخوانۍ وي.

کولای شو په لاندې جدول کې موضوع ښه روښانه کړو په لومړي جدول کې قيمت تغير نه وي کړی، تقاضا ډېر شوي وي روښانوو...

لومړی جدول

في کيلو ګرام قيمت

تقاضا

30 افغانۍ

5 کيلو ګرام

30 افغانۍ

10 کيلو ګرام

30 افغانۍ

15 کيلو ګرام

په پورتني جدول کې لیدل کیږي چې د يو کيلو مڼو قيمت 30 افغانۍ وي د ځينو عواملو له کبله په تقاضا کې تغير راغی، تقاضا له پنځو کيلو ګرامو څخه لسو کيلو ګرامو او له لسو څخه پنځلسو ته پورته شوې همدارنګه کولای شو په لاندې ګراف کې هم وښايو:

demand-trial-3[1]

په ګراف کې تاسو لیدل کیږي، کله چې قميت ديرش افغانۍ وي تقاضا خط په D1 کوي خو د ځينو عواملو له کبله په همدې قيمت د تقاضا خط له D1 څخه D2 ته لوړيږي چې همدې ته د تقاضا لوړيدل وايي.

دويم جدول

في کيلو ګراف قيمت

تقاضا

30 افغانۍ

10 کيلو ګرام

40 افغانۍ

10 کيلو ګرام

50 افغانۍ

10 کيلو ګرام

په پورتني جدول کې لیدل کیږي کله چې قيمت ديرش افغانۍ وي د تقاضا مقدار لس کيلو ګرامه وي خو کله چې قيمت له ديرشو افغانيو څخه څلويښتو افغانيو ته لوړ شي بيا هم په تقاضا کې تغير نه راځي. تقاضا په پخوانۍ بڼه شتون لري تقاضا هماغه لس کيلو ګرامه وي چې کولای شو په لاندې ګراف کې هم وښايو ...

Untitled

تاسو په پورتني ګراف کې وينئ کله چې د توکو قيمت ديرش افغانۍ وي د تقاضا مقدار لس ټنه وي او د تقاضا ګراف په AD1کې وي خو کله چې د توکو قيمت له ديرشو افغانيو څخه څلويښت افغانيو ته لوړ شي په تقاضا کې بيا هم تغير نه راځي تقاضا په خپل حال پاتې کېږي او د تقاضا خط له AD1 څخه AD2 ته ليږدول کېږي.

د تقاضا ټيټيډل: کله چې قيمت پخوانی وي او تقاضا کمه شي او يا کله چې قيمت کم شي خو تقاضا کمه نه شي دې ته د تقاضا ټيټيدل وايي چې کولای شو په لاندې جدول او ګراف کې يې روښانه کړو ...

 

في کيلو ګرام قيمت

تقاضا

30 افغانۍ

15 کيلو ګرام

30 افغانۍ

10 کيلو ګرام

30 افغانۍ

5 کيلو ګرام

Untitled

په پورتني جدول او شکل کې لیدل کیږي چې قيمت پخوانی دی خو د ځينو عواملو په وسيله په تقاضا کې تغير راغلی له پنځو څخه لسو او له لسو څخه پنځلسو ته لوړيږي. چې د تقاضا خط له D څخه D1 ته او D2 ورسره تغير خوري.

خو په دويمه برخه کې تقاضا ثابته ده او په قيمت کې کمښت راغلی.کولای شو په لاندې جدول او ګراف کې دا هم روښانه کړو:

في کيلو ګرام قيمت

تقاضا

30 افغانۍ

10 کيلو ګرام

20 افغانۍ

10 کيلو ګرام

10 افغانۍ

10 کيلو ګرام

Untitled

په پورتني ګراف او جدول کې لیدل کيږي چې تقاضا تغیير نه خوري، خو قيمت تغیير خوري خو تقاضا د بېلابېلو عواملو له کبله تغیر خوري. کله چې قيمت شل افغانۍ وي تقاضا لس کيلو ګرامه او د تقاضا خط په D کې وي خوکله چې قيمت له شلو افغانيو څخه ديرشو افغانيو ته لوړيږي تقاضا تغیر نه خوري خو د تقاضا خط له D څخه D1 ته ليږدول کېږي.

په تقاضا کې د تغیر لاملونه: په تقاضا کې دوه ډوله تغير رامنځته کېږي چې په لاندې ډول ورته اشاره کوو ...

  • په تقاضا کې پراختيا او راټوليدل

  • د تقاضا لوړوالی او ټيټ والی

په تقاضا کې پراختيا او راټولېدل لاندې لاملونه لري...

  • د نوو اخيستونکو تقاضا: کله چې د يو توکي قيمت ټيټ شي هغه خلک يې هم اخلي چې پخوا يي نه اخيست، نو له دې کبله په تقاضا کې پراختيا رامنځته کېږي.

  • د عايد اغېزه(Income effect): کله چې د يو توکي قيمت ټيت شي خلک يې د پخوا په اندازه ډېر اخلي او داسې فکر کوي چې عوايد يې ډېر شوي چې په تقاضا کې پراختيا رامنځته کېږي خو کله چې د توکي قيمت لوړ شي خلک يې کم اخلي تقاضا راټوليږي او خلک فکر کوي چې عوايد يې کم شوی دي.

  • د متبادلو توکو اغېزه(substitute effect): کله چې د يو توکي د متبادل توکي قيمت کم شي خلک داسې فکر کوي چې دا توکي له نورو توکو ارزانه دي خلک يې ډېر پيري په تقاضا کې ډېرښت راځي د دې برعکس کله چې د متبادلو توکو قيمت لوړ شي خلک دا توکی هم په کم مقدار اخلي او تقاضا يې راټوليږي.

د تقاضا لوړ والی او ټيټ والی لاندې لاملونه لري...

  • په عوايدو کې تغير: کله چې د مصرفوونکو په عوايدو کې تغیر راشي په تقاضا کې هم تغیر راځی دا په دې مانا: کله چې د خلکو عوايد د پخوا په پرتله ډېر شي نو د خلکو د پیر ځواک ډېريږي، مصرفوونکي په پخوانيو قيمتونو ډېر توکي پيري چې تقاضا ورسره لوړيږي د دې برعکس کله چې د خلکو عوايد کم شي د خلکو د پير ځواک کمېږي ورسره تقاضا هم ټيټېږي.

  • د شتمنۍ په وېش کې تغير: کله چې په يو هېواد کې د شتمنۍ په وېش کې مساوات موجود وي، نو د ژوند د اړتياوو د پوره کولو توکو په تقاضا کې لوړوالی راځي او که د شتمنۍ وېش مساوي نه وي نو بيا شتمنۍ يوازې په اسانتياوو لګول کېږي په ټوله یيزه توکه تقاضا راټيټېږي.

  • په نفوسو کې تغیر: هر کله چې د يو هېواد په نفوس کې ډېرښت راشي تقاضا لوړيږي خو کله چې کمښت راشي تقاضا ټيټږي.

  • فيشن کې تغير: کله چې فيشن کې تغیر راشي د ځينو توکو تقاضا لوړېږي او د ځينو توکو تقاضا کميږي د ساري په توګه: د کوم توکي فيشن چې اوس وي تقاضا يې ډېره او د کوم توکي فيشن چې اوس نه وي تقاضا يې ټيټيږي.

  • د متبادلو توکو قيمت کې تغیر: کله چې د متبادلو توکو قيمت ټيټ شي، نو د متبادل توکي تقاضا ډېريږي خو کله چې متبادل توکي قيمت لوړ شي خلک متبادل توکي نه کاروي او په تقاضا کې ټيټوالی راځي.

  • اقتصادي حالت: کله چې په يو هېواد کې کاروربار ښه پرمخ روان وي د خلکو عوايد ډېريږي د عوايدو په ډیریدو سره تقاضا لوړيږي خو که په هېواد کې کاروبار ښه پرمخ نه وي روان نو د خلکو عوايد کميږي ورسره تقاضا هم ټيټېږي.

  • د موسم تغیر: هر کله چې په موسم کې تغیر راشي ورسره په تقاضا کې هم تغیر راځي. د ساري په ډول: د ګرمي په موسم کې يخ ته اړتيا هم داسې د يخنی په موسم کې ګرمو جامو ته تقاضا ډېر وي.

  • ګډه تقاضا(Joint demand): د ځينو توکو د تقاضا په ډېر والی سره د يو شمېر نورو توکو تقاضا هم ډېريږي د ساري په ډول: که چای ته تقاضا ډېره شي ورسره بورې ته هم تقاضا ډېرېږي.

  • په سپما کې تغیر: که مصرفوونکي د عايد ډېره برخه سپموي نو تقاضا کميږي خو که ډېر برخه په لګښت رسوي تقاضا ډېرېږي.

د تقاضا ارتجاعيت (Demand Elasticity):

د تقاضا د ارتجاعيت څخه موخه دا ده چې کله په قيمت کې تغیر راشي، په تقاضا کې هم تغير رامنځته کېږي. په اقتصاد کې د لومړي ځل لپاره د تقاضا د ارتجاعيت په اړه ډاکتر الفرد مارشال نظر ورکړی دی: که نور عوامل ثابت ونيول شي، که د يو توکي په قيمت کې کمښت راشي تقاضا ډېرېږي او که ډېرښت راشي تقاضا يې کمېږي . کله چې د قيمت له امله په تقاضا کې توپير رامنځته شي، دې ته د تقاضا ارتجاعيت وايي. که په تقاضا کې د ارتجاعيت ځانکړتيا شتون ونه لري کله چې قيمت تغير کوي، تقاضا تغیر نه کوي. ارتجاعيت دا په ګوته کوي چې د يو توکي د قيمت په کمښت سره په تقاضا کې څومره ډېر والی راځي او دکوم توکي د قيمت په ډېرښت سره په تقاضا کې څومره کمښت راځي.

د تقاضا د ارتجاعيت ډولونه :

  • ډېره ارتجاعيت لرونکې تقاضا

  • کمه ارتجاعيت لرونکې تقاضا

  • برابره ارتجاعيت لرونکې تقاضا

  • ډېره ارتجاعيت لرونکې تقاضا (More Elastic Demand): کله چې په قيمت کې لږ تغير راشي او تقاضا ډېر تغير خوري، دې ډول ارتجاعيت ډېره ارتجاعيت لرونکې تقاضا وايي . د مثال په توګه: کله چې د يو کيلو مڼو بيه پنځوس افغانۍ وي، نو تقاضا پنځه کيلو ګرامه وي، خو کله چې د مڼو بيه څلويښت افغانۍ کېږي تقاضا پنځلس کيلو ته پورته کېږي. کولای شو په لاندې جدول کې موضوع ښه روښانه کړو:

في کيلو ګرام قيمت

تقاضا

50 افغانۍ

5 کيلو ګرام

40 افغانۍ

15 کيلو ګرام

35 افغانۍ

20 کيلو ګرام

په پورتني جدول کې لیدل کيږي چې ! کله چې په قيمت کې ډېر لږ تغیير رامنځته شي تقاضا ورسره په ډېره پيمانه تغير خوري کله چې د غوړيو قيمت پنځو افغاني وي نو تقاضا ورته پنځه کيلو ګرامه وي خو کله چې قيمت له پنځو افغانيو څخه څلويښت افغانيو ته راټيټ شي تقاضا ډېره لوړيږي له پنځو کيلو ګرامو څخه پنځلس کيلو ته پورته کېږي چې ډېره ارتجاعيت لرونکي تقاضا ده. کولای شو په لاندې ګراف کې هم روښانه کړو...

Untitled

په پورتني ګراف کې لیدل کیږي چې  چې د قيمت په لږ تغير سره په تقاضا کې ډېر تغير راځي کله چې قيمت 50 افغانۍ وي، نو تقاضا 5 کيلو، خو کله چې قيمت 40افغانۍ کېږي تقاضا 15 کيلو ته پورته کېږي. چې دې ډول ارتجاعيت ته ډېره ارتجاعيت لرونکی ارتجاعيت دی.

  • کمه ارتجاعيت لرونکې تقاضا(Less Elastic Demand) : کله چې په قيمت کې ډېر تغیر راشي، خو په تقاضا کې ډېر لږ تغير راشي دې ډول تقاضا ته کمه ارتجاعيت لرونکې تقاضا وايي، د ساري په ډول که د مالګې يو پاکټ په يوه افغانۍ وي او تقاضا ورته لس پاکټه وي، خو کله چې د مالګې پاکټ دوه افغانۍ شي تقاضا نهه پاکټه شي نو معلومه شوه چې د مالګې قيمت دوه برابره شو خو تقاضا کې ډېر لږ تغير راغی کولای شو په لاندې جدول کې هم روښانه کړو ...

في کيلو ګرام قيمت

تقاضا

1 افغانۍ

10 کيلو ګرام

2 افغانۍ

9.50 کيلو ګرام

3 افغانۍ

9 کيلو ګرام

په پورتني جدول کې لیدل کیږي چې کله قيمت يو افغانۍ وي، تقاضا لس کيلو ګرامه، خو کله چې قيمت دوه چنده شي يا دوه افغانۍ شي تقاضا ورسره ډېر لږ تغيیر کوي9.5 ته راښکته کېږي چې دې ډول ارتجاعيت ته لږه ارتجاعيت لرونکی تقاضا ورته وايي کولای شو لاندې ګراف کې هم وښايو

Untitled

په پورتني ګراف کې لیدل کیږي چې قيمت يو افغانۍ وي تقاضا لسو کيلو ګرامه خو کله چې قيمت دوه افغانۍ شي تقاضا9.5کيلو ګرامه کېږي يانې د قيمت په ډېر تغیر سره په تقاضا کې لږ تغير راځي.

  • برابره ارتجاعيت لرونکې تقاضا: کله چې د يو توکي په تقاضا په هغه نسبت تغیير وکړي په کوم نسبت چې قيمت تغیير خوړلی وي، نو دې ډول تقاضا ته برابر ارتجاعيت لرونکې تقاضا وايي د ساري په ډول: که قيمت نيم شي، تقاضا دوه برابره شي کولای شو لاندې جدول کې وګورو...

في کيلو ګرام قيمت

تقاضا

6 افغانۍ

15 کيلو ګرام

3 افغانۍ

30 کيلو ګرام

1 افغانۍ

90 کيلو ګرام

په پورتني جدول کې لیدل کیږي چې کله قيمت شپږ افغانۍ وي تقاضا 15 کيلو ګرامه خو کله چې قيمت نيم يا درې افغانۍ شي تقاضا30 کيلو ګرامو ته لوړيږي همداسې که قيمت يوه افغانۍ شي تقاضا 90کيلو ګرامه کېږي چې دې ډول ارتجاعيت ته برابر ارتجاعيت لرونکی وايي . لاندې ګراف ته ځير شي ...

په پورتني ګراف کې لیدل کيږي چې کله قيمت شپږ افغانۍ وي، نو تقاضا 15کيلو ګرامه خو کله قيمت درې افغانۍ کېږي تقاضا 30 کيلو ګرامه کېږي. يانې قيمت چې هر څومره تغير خوري تقاضا هم ورسره په هماغه نسبت تغیر خوري.

 

tags

  

  

د محمد داود نیازی ژوند لیک
محمد داود نیازی زیار کښ او ژمن انسان
زما د ژوند د یو ستونزور او خواږه پړاو ،پیاوړی او هوښیار ملګری ،د چا په خټه کې چې ژمنتوب ،رښتینولي او ملګر پالنه له پیله نغښتې ،د یوه ښه انسان ځانګړنې یې د وجود په هر رګ کې غزونې ......

      

...

  

ستاسې تبصرې

*


Top