هدف، زده کړه او بری/ ۷ مه برخه

هدف، زده کړه او بری/ ۷ مه برخه


د ۵۰۰ بریالیو خلکو د بریالیتوب د ستراتیژي اته ګډ ټکي
د هاروارډ پوهنتون استاد ریچارډ جان په یوه اوږده څیړنه کې د دغسې ۵۰۰ بریالیو شخصیتونو سره د اووه کلونو په اوږدو کې مرکې کړي او لاندې اته مهم ټکي یې د بریالیو خلکو د بري د ۸ ستراتیژيو په توګه ترې را ایستلي دي.
1)     لېونۍ مينه/ غوښتنه Passion
2)     زيات کار Work
3)     ښه والی/ مهارت  improve
4)     تمرکز Focus
5)     هڅونه، تنبيه، وريادولPush
6)     خدمت/ مرسته Serve
7)     مفکورهidea
8)     ټينګار/ تداوم Persist
خو ریچارډ جان وایي، چې که دا اته واړه لارې په یوه وخت او هممهالي ډول ونه کارول شي، بری بیرته په ناکامۍ بدلیږي. ټولې لارې باید یو ځای وکارول شي، چې موږ خپلو هدفونو ته په بریالیتوب سره ورسیږو. دا اته ټکي زموږ د ستراتیژۍ په ۱۴ ګونو ټکو کې راغلي دي.
  د ۵۰۰ بریالیو کسانو یو ګډ صفت
د شلمې پیړۍ لیکوال ناپیلیون هیل د خپل وخت ۵۰۰ بریالي شخصیتونه څیړلي او د دوی د بریالیتوب رازونه یې موندلي دي. هغه یو  صفت، چې د دې ۵۰۰ کسانو تر منځ شریک و، هغه مطالعه او له کتاب لوستلو سره مینه وه. ښاغلی هیل دې نتیجې ته رسیدلی، چې که مطالعه وکړو او دوام ورکړو د بري نورې لارې پخپله مومو.
  هدف ته د رسیدو لپاره ضروري سرچینې
موږ خپلو هدفونو ته د رسیدو او د خپلو ستراتیژیو د عملي کیدو لپاره سرچینو ته اړتیا لرو او باید تر لاسه یې کړو. کیدای شي لاندې سرچینې پکې مهمې وي:
(۱).مالي سرچینې: دا ضروري نه ده، چې تاسو دې له لومړۍ ورځې میلیونر واوسئ. په ۱۹۶۰ز کې په امریکا کې ۷۰۰ زره میلیونران وو، په ۱۹۸۰ کې یو میلیون او اته سوه زرو ته ورسیدل (۲۷۷٪ زیات شول). د دوی قاطع اکثریت هغه دي، چې پخپله یې ځانونه میلیونران کړي دي، له مور او پلار څه نه و ورته پاتې. اوس پنځه میلیونه میلیونران دي. یعنې په هرو شلو کسانو کې یو یا په سلو کې پنځه تنه میلیونران دي، خو د احتمالاتو په قانون کې د مثبت فکر لرونکي خلک ځانونه داسې عیاروي چې په پنځه فیصدو کې راشي، نه په ۹۵٪ کې.کاشفان او مخترعین هم دغسې دي، له نشته یې پیل کړي او په حیرانوونکو کشفونو بریالي شوي دي، که تاسو هم سیستماتیک مخې ته لاړ شئ، خپلو هدفونو ته د رسیدو لپاره ضرور لازمې سرچینې تر لاسه کولای شئ.
(۲).کورنی ملاتړ: کورنۍ د سکون او ډاډ تر ټولو مهم مرکز دی. د کورنۍ ملاتړ تر هر څه زیات له موږ سره زموږ د هدفونو په لاسته راوړلو کې مرسته کوي.
(۳).ټولنیز ملاتړ، د دوستانو پراخې شبکې: څیړنو ثابته کړې، چې ۸۵٪ بریالي خلک هغه دي، چې د اړیکو او دوستانو پیاوړې شبکې لري، ډیر اجتماعي دي، ملګرتوب، مرسته او تعاون یې عادت دی او همدردي او ځان د ستونزو پر مهال د دوستانو په موقف کې ګڼل او مرستې ته وردانګل یې د سلوک برخه وي. که غواړئ خپلو هدفونو ته په اسانۍ سره ورسیږئ، تر ټولو زیات باوري دوستان پیدا کړئ، د دوی خدمت وکړئ، چې د اړتیا پر مهال مو د خدمت بدله درکړي او تاسو خپلو هدفونو ته ورسیږئ.
(۴).د زده کړې، کار او او ژوند چاپیریال: څومره، چې مو د زده کړې، کار او ژوند چاپيریال ښه وي، همغومره ژر خپلو هدفونو ته رسیدلای شئ. پر زده‌کړه لګښت په حقیقت کې لګښت نه، بلکې پانګونه ده. د کار شرایط په خپله پوهه، مهارت او خدمت د ځان لپاره دوستانه کړئ او ژوند مو په داسې ډول تنظیم کړئ، چې د کمترینو امکاناتو په صورت کې هم روغ او خوښ ژوند تیر کړئ.
(۵).استاد، کتاب او نور درسي وسایل: د هدفونو د حصول لپاره زده کړه بنسټ دی او دا وسایل د زده کړې لپاره ضروري دي. وسایل او امکانات ولټوئ. دا دنیا د وسایلو دنیا ده، وسایل موږ سره مرسته کوي، چې کارونه مو ژر، اغیزناک او ګټور شي.
(۶).د زده کړې کلتوري زمینې: په ځینو کلتورونو کې د زده کړو پر وړاندې ډیر خنډونه پراته وي، خو زموږ په بډایه کلتور کې، چې د اسلام په وړانګو روښانه دی، د زده کړې پر وړاندې موانع نشته، بلکې د زده کړې او پوهې د لاس ته راوړو او پیاوړتیا لپاره ډیرې روښانه لارښوونې شته، چې په وروستیو پاڼو کې به ولوستل شي. موږ باید د ځاني او ټولنیزو هدفونو د حصول لپاره د کلتوري حساسیتونو د پام کې نیولو لارې (Culturally Sensitive Approach) زده کړو.
(۷)پوهه او معلومات: د پوهې او معلوماتو د ارزښت په باب په راتلونکو پاڼو کې مفصل معلومات شته. پوهه او معلومات زموږ د هدفونو د حصول بنسټ جوړوي او بې له پوهې هدف ته رسیدل خوب، خیال او محال (ناممکن) ښکاري. یوه مهمه مسئله، چې باید تل مو په ذهن کې وي داده، چې یوویشتمه پیړۍ د معلوماتو د انفجار پیړۍ ده او باید ګټور او مهم معلومات تشخیص او بیا ترې استفاده وکړو.
(۸). تجربه، مهارت او وړتیا: په دې اړه مو معلومات ورکړل. دا د هغو سرچینې مهمې برخې دي، چې موږ خپلو هدفونو ته رسوي.
(۹).تکنالوژي: د ټکنالوژۍ پرمختیا د نوښت او ایجاد کچه دومره لوړه کړې، چې اوس هره شیبه د نوو فکرونو او شیانو د رامنځته کیدو امکان شته. د پرمختګ په دغه شان سیلابي وخت کې که موږ له ټکنالوژۍ سره بلد او پرې حاکم نه یو، له مقابلې، مسابقې او سیالۍ څخه به ډیر وروسته پاتې یو او هدفونو ته په رسیدو کې به له زیاتو ستونزو سره مخامخ شو. ټکنالوژي له هغو مهمو سرچینو څخه ده، چې کارونه مو اسانوي، چټکوي او موږ د برېښنا نه، بلکې د نور په چټکۍ خپلو هدفونو ته رسوي.
(۱۰)وخت او د هغه ښه تنظیم: وخت له ژوند او پيسو سره مساوي دی. وخت زموږ بې بيې پانګه ده، چې د فوق العاده اهمیت له مخې یې موږ د ځواک او له کم وخت څخه د زیاتې ګټې اخیستنې په اړه په دې کتاب کې یو جلا څپرکی ځای کړی دی.
محرکات او انګیزه
که موږ په ژوند کې هڅوونکي فکتورونه او انګیزې ونه لرو نو د ژوند لویه، ستونزمنه او ننګوونکې مبارزه په ښه ډول پر مخ نه شو بېولای او نه یې هم ګټلای شو. انګیزه زموږ د پلان لپاره داسې ده، لکه د موټر لپاره تیل. زموږ محرکات، هڅوونکي فکټورونه او انګیزې کیدای شي لاندې ټکي وي:
(۱) هیله
(۲) باور
( ۳) ډاډ
(۴) جرأت
(۵) زړورتیا
(۶) روا سیالۍ
(۷) د بدلون غوښتنې احساس
(۸) ګټه
(۹) ښه نوم
(۱۰) د الله تعالی رضا
tags

ستاسې تبصرې

*

Top