د وینې څکه

د وینې څکه



په درانه خوب ویده وه . خوب ویني چې د هدیرې څنګ ته روانه ده .نا ببره ټول مړي له قبرونو راووځي . په لیدلو ېې ویره ونیسي . وریږدي ، منډه واخلي . په دې پسې مړي هم منډې کړي . له خولې ېې لویه کړیکه وخیژي . نیغه له خوبه راکښیني :
ـ یالله خیر!
میړه ېې هم له درانه خوبه راکښیني .خورا وارخطا او هک پک شي. په خوبولي غږ ووایی:
ـ څه خبره ده؟
ښځه چې لا هم تروره او له ویرې ریږدي په ورو ځواب ورکړي:
ـ هسې خوب کې وبیریدم .
سړی له غوسې شین راواوړي:
ـ د سپي لور ما ویل څه ټکه راولویده :
ښځه په لړزیدلی غږ ورغبرګه کړي:
ـ که داسې خوب تا هم لیدلی وای له ما لا زیا ت ډاریدې.
سړی له کټه راولټید ، پرتوګ ېې واغوست .څراغ ېې روښا نه کړ. په ملنډو ېې وویل :
ـ ته چې په خوب کې له مړو ویریږي که په ویښه دې څوک په وړاندې ومري .څه به کوې؟
ښځې  چې لا ېې هم زړه درزیده ځواب ورکړ:
ـ خدای دې نه راښا يي .
په دیوال کې را ځوړندټوپک کې ېې سترګې ښخې کړې :
ـ له هغې ورځې چې دې دا میراتمړی څنګ ته اچولی دا څوم ځل دئ چې مړی په خوب کې وینم .
سړی اوږې پورته ونیوې هیښ پیښ شو:
ـکوم میراتمړی ؟
ښځې په دیوال کې راځوړند ټوپک ته لاس ونیو :
ـ دا د غم غړکه
سړی هم  ټوپک ته ځیر شو .
ـ هغه خو برکت دئ . له هغې ورځې چې دا کور ته راغلی ، د څه شی کمی دربا ندې راغلی .
سړی د ټوبک په لور روان او ودرید. هغه یی له دیوال راواخیست . او لکه کوم سپیڅلی کتا ب خولی ته ورنږدې او په خوندېې مچ کړ:
ـ دا خو اوس زما شو ق دئ.
د ښځې سترګې رډې راووتې .اوږې ېې پورته واچولې :
ـ شوق
سړی وخندل
ـ نه یوازې شوق ـ کسب .
د ښځې تندی ګونځې او نور هم تریو شو:
ـ نو ته خو نه عسکر یی او نه د چا بدی درپه غاړه ده !
سړی وخندل :
ـ ولې یوازې عسکر او بدیدارن ټوپک ګرځوی ؟
ښځې چې په ریښتیا یی یوازې دعسکرو او په کلیو کې د بدیدارانو په غاړو کې ټوپک لیدلی وو ، ځواب ورکړ:
ـ خود ، د ټو پک مې لا کسبیان نه وو لیدلي!
سړی لربر سر وښوراوه :
ـ تا لا نه دی اوریدلی چې داسې کسان هم شته چې په پیسو نورو ته د هغوی دښمنا ن وژني .
ښځه له ویرې وریږدیده . ټوپ ېې کړ:
ـ د خلکو د وژلو کسبیان هم شته .
سړی سترګې پورته ونیوې :
ولې تا د خوني نوم نه دی اوریدلی ؟
ښځې دواړه غوږونه په لاسو کې ونیول:
ـ نه خدای دې نه راباندې اوری.
سړی غلی شو ، سر ېې ځوړند ونیو . بیرته یی د ښځې په لور چې داوبو په ګرمولو بوخته وه سترګې ونیوې:
ـ که  داسې یو خونکار دې په خپل کور او درنږدې کس وي؟
ښځې په بیړه ورغبرګه کړه :
ـ یوه شپه به په هغه کور کې ونه کړم .
سړی موسکی شو او ځا نته ېې په غرور ګوته ونیوه :
ـ که دا کس زه هم اوسم؟
ښځې ته غوسه ورغله :
ـ  ته څه چې پلار مې هم شي لاړې به ورتو کړم .
د سړي تندی تریو ، ښځې ته ورنږدې شود هغې له زنې لاندې ېې لاس ونیو اوراپورته یی کړه .
ـ نو ته خره لا په دې نه پوهیږې چې په دا یوه کال کې ما دا دومره پیسې په څه وګټلې ؟
ښځه له میړه لږ څه شا ته راغله :
ـ ټوکې مه کوه ...
ـ ټوکې نه کوم  زه خونی یم او وژل مې کسب وکار ګرځیدلی دی.
ښځې لکه چت چې پرې راونړیږي. او یا یی کور اور واخلی چیغه کړه:
ـ ته اوس د خون په پیسو موږ ته روزی ګټې ؟
سړی سر وخوزاوه :
ـ هو دا زما شوق او کسب دی.
ښځه هیښه پا تې شوه :
ـ تر اوسه دې څوکسان وژلي دي؟
سړي په غرور ورغبرګه کړه :
ـ شل
ښځه ځای پر ځای تا و راتاوشوه ، سر یی وګرځید لکه په دې ګنا ه کې چې د هغې هم لاس وي .
ـ توبه خدایه توبه ! دا څه آورم .. ځکه خو دا یو کال چې هر شی خورم راګرځوم ېې .
نور نو ګهیځ شو . له نږدې جوما ته د ملا آزان راغئ . ښځه په بیړه تشنا ب ته لاړه چې ولامبي . له اودس او لمبلو وروسته په لمانځه ودریده . د میړه له اقرار سره سره هم ټکنۍ وه . باور ېې نه راته چې میړه ېې دومره لوی جنایتکار دئ . د خپل یقین او باور د پخلي له پاره بیا د میړه مخې ته ودریده :
ـ ته رښتیا وایی ، اوس دا کسب کوې؟
سړي په غرور او ویاړ ځواب ورکړ:
ـ هو زرینې دا مې اوس شوق ګرځیدلی دی.
دښځې غونی زیږ شو لکه د وینو بوی ېې چې تر سپږمو شي.
ـ توبه ، توبه ... زه د چرګوړي وینې نشم لیدای
سړی وخندل :
ـ ځکه خو له موږګه هم ویریږې کنه.
ښځې په ورو ځواب ورکړ:
ـ خبره دویرې نه ده ګلابه
سړي سترګې رډې ونیوې :
د څه شي خبره ده ؟
ښځې سوړ اوسیلی وویست :
ـ خبره د ګنا ه ده ؟
سړي وخندل :
ـ فکر کوې چې زه نه پوهیږم؟ خر یم .
ښځه ولړزیده :
نو چې په اخرت باورلرې او ددوزخ اور هم درته معلوم دئ نو بیا ....
سړی په خبرو کې ورټوپ کړ :
ـ دا هر څه راته معلوم دی خو تا د وینې خونداورنګ نه دی لیدلی .
ښځې چیغه کړه :
ـ اوه خدایه ته نو وینه هم خورې ؟
سړي وخندل :
هم وینه څکم اوهم ېې بویوم .
ښځې غوږونو ته ګوتې وروړې . په کوټه کې لاړه او راغله . نږدې وه زړه ېې ودریږي. بیرته سړي ته په زاریو شوه :
ـ توبه وبا سه موږ څه چې دا ټوله کوڅه به اور واخلي.
سړی فکر کې لاړ . سترګې ېې ټیټې ونیوې خو ژر د ښځې خواته ورغئ . د هغې په اوږو ېې لاس کیښود . هغې وغوښتل
لاس ېې پورې وهي خو له ویرې ېې زړه ونکړ. سړی وویل:
ـ پو هیږم ګل ببو خو اوس ما ته دا زما عمل ګر ځیدلی دی او هغه عمل څنګه دومره په آسانۍ پریښودی شم چې هم مې په شوق او خوند واوړي او هم ډیرې پیسې راپه برخه کړی .
ښځې سوړ اوسیلی وکیښ . په ورو روانه شوه خو ژر بیرته پښه نیولې او په زاریو شوه .
ـ چې داسې ده ما او بچیانو ته رخصت راکړه .
سړی په مکر وخندل :
ـ اوس دې کله رخصتوم .
ښځې ته ژړا ورغله :
ـ ځه بله ښا یسته ښځه وکړه :
سړی موسکی شو:
ـ ښځه خو به او س خا مخا بله کوم .
ښځې سترګې رډې ونیوې :
ـ نو بیا څه ته ګورې ؟
ـ یوشتم مړی ته ؟
ښځې ټکان وخوړ لکه څوک ېې چې په سر ووهي .
ـ یعنې تر هغې مې نه پریږدې او نه بل واده کوې ؟
ـ داسې خو ده .
نو دا بل مظلوم به کله وژنې؟
سړی وخندل :
ـ هدا نن
ـ نن څو بجې ؟
ـ دا اوس دا ګړۍ .
ښځې ټوپ وهل . غوږونو ېې کړنګ وکړ:
ـ  څوک او چیرې ؟
سړی ښځې  ته لاس ونیو:
ـ تا همدلته ځای پر ځای .
ښځه له ویرې زیړی راواوخته ، غږ ېې کښینا ست ، ارواح ېې وتښتیده ، ویرې ونیوه ، پړینګ په ژړا شوه:
ـ ولې ما کومه ګنا ه کړې ؟ په ما خو پیسې هم څوک نه درکوي ظا لمه ؟
د سړی تندی ګونځې شو . سترګې ېې تکې سرې راواوښتې .
چیغه ېې کړه :
ـ ځګه چې ته مې نشه الوزوې . شوق راخرابوې او زما کسب ته تاوان اړوې .
ښځه چې له ویرې لکه پا ڼه رپیده او زمکه ترې تا ویده د کوټې بر سرته لاړه او قران ېې راوړ:
ـ دې کتا ب ته وګوره .
سړی د هغې په زاریو هیڅ سر ونه ګراوه:
ـ هیڅ شی ته نه ګورم خو یوازې دې هم نه وژنم ستا په سر بل چې دویشتم شی هم له تا سره یو ځای وژنم .
ځکه ځان ته به لار هم جوړوم.
او له دې سره په بیړه له کوره ووت . شا وخوا یی وکتل . په سرک هیڅوک غیر له یوه تنه نورڅوک نه بریښیدل
د هغه په لیدو خوشحاله شو ځکه هیچا نه لیده . په چل ول ېې پر کور را دننه کړ. او د سترګو په رپ کې ېې له ښځې
سره یو ځای څو ډزه وویشت.
سبا په ټول ښار کې د خپل او پردي په خوله دا اوازه ګډه شوه :
د نر زوی په رڼا ورځ خپل ښځه د هغې له لونډ سره یو ځای وویشته .
 
سوتهال ، لندن
د شپې یولس بجې  د ۲۰۱۷میلادی کال د جون پینځمه نیټه  
tags

ستاسې تبصرې

*

Top