امریکې ته مشخص وړاندیز!

امریکې ته مشخص وړاندیز!



د مشکل او رنځ نورماله او درسته تداوي او معالجه داسې ده چې اول د رنځ او مشکل عوامل د بروز او د هغه د انکشاف و نمو لاملونه تثبیت شي او بیا متناسبه نسخه او دوا تجویز او په تداوي پيل وشي. 
د افغان ولس، افغانستان او د سولې او استقرار د نه شتون لاملونه داخلي، محدود او زهرني عمومي دي. تر څو دغو دواړو عرصو کې متناسب اقدامات و نشي د افغان ولس او د سیمې د سولې خطر او تهدید عوامل مرفوع نه شي دلته سوله او استقرار
، که هدف وي نه شي راتلای. اوکه برنامه او موخه تر کنترول لاندې د بحران ایجاد او تمویل وي نو بیا افغان ولس او تپل شوو او نور ملط مشرانو ته په ده خبره ځان پوهول په کار او په درايت خپل ځان او ملت ته نجات ورکول په کار دي.
داچې د مرض او رنځ منابع او سر چشمه وچه ونه کړاې شي او د بین الافغاني تفاهم لپاره م‌ؤثر کار ونشي او ښه، مشروع او مد نه دولتداري ایجاد نه شي او د دیموکراسۍ او آزاد اقتصادی درست مفاهیم عملي نه شي نه دې وطن او نه دغه سیمه کې استقرار، سوله او نه هم رفاه راتلای شي. د افغان ولس تراژيدي به دوام لري او د پردو ټوپک او رور وژنه به ادامه لري.
په یقین جنګ د حل اصلي او اساسي لار نه ده .
په يقين افغانستان كې د عسكرو زياتول د حل لاره نه ده.
كه امريكه افغانستان او سیمه کې جگړه ختمول غواړي او د داعېش په لباس کې جنګیالي افغانستان کې کښته کول د امریکې کار نه دی او ریښتيا هم دوی سوکاله او آبآد افغانستان غواړي، هغه افغانستان او هغه سیمه چې د امریکې مشروع مصالح هم په کې خوندي شي نو د نورو تدابیرو سره یوه مشخصه طرحه ورته لرم:
اول خو په كار ده له افغانستانه بهر او په خاص ‌‌‌‌‌‌ډول له پاکستانه. د ترور او دهشت د ایجاد، تمویل او صدور ځالې له مېنځه. یوسئ!
لطفاً ددغه څلور زرو او یا پنځه زرو عسکرو معاشات افغانستان کې د کار د زمینو په ایجاد مصرف کړئ !
لطفاً د څلور زرو نورو امریکایي عسکرو معاشات د هغه افغانانو او د افغانستان هغو کادرونو باندې مصرف او د افغانستان د نظام په خدمت، د خلکو خدمت ته جوګه او زمینه سازي کې مصرف کړئ کوم چې همدا اوس بهر او خارج کې دغه افغان كادرونه په بیکاره او یا ‌‌‌‌‌‌ډېرو غیرو مسلکي عادي کارو مصروف دي او افغانستان کې د ښه تنظيم په صورت كې د سترو با مس‌ؤلیته وظایفو د اجراء جوګه کېدای شي.
پوره او موثق اطلاعات او شناخت شته چې د افغان ولس او افغانستان ‌‌‌‌‌ ‌‌‌‌‌‌ډېر بادرده کادرونه په داخل او بهر کې شته چې د پوهې او مسلکي امکاناتو او تعهد سره سره افغانستان او افغان ولس ته د م‌ؤثر خدمت فرصت نه لري. دوی د خپلو خلکو او افغانستان ته د خدمت تصمیم لري خو په هر قیمت او هر کس او ناکس ته د نقل ایښودو او سر ټیټولو خیال نه لري.

که نړیواله ټولنه او امریکه دا کار وکړي، دا به افغانستان او سیمه کې سوکالي او سوله راوړي او مرسته کوونکي او امریکه به د تمدن او مرستې انساني سمبول شي.
روانه وضعه او د حل دا د عسکرو اضافه کول او پخوانۍ ببولالې تکرارول، خطاء لارې به د سترو او نه بښونکو نوو ناورینو او تراژیدیوو مېنځ ته راوړلو لامل شي کوم چې بیا به یې علاج هم ‌‌‌‌‌‌ډېر سخت او خطرناک وي!
افغانان مشران او کشران باید ددې حالت نه د وتلو لپاره پوره پوره کار وکړي او دا انساني او اسلامي وجیبه ده.
و ما علینا الا البلاغ المبین
دوکتور صلاح الدین سعیدي - سعید افغاني
١٧/٠٦/٢٠١٧
tags

ستاسې تبصرې

*

Top