پولیسو په کابل کې د مخدره موادو مافیایي کړۍ نهه تنه نیولي

پولیسو په کابل کې د مخدره موادو مافیایي کړۍ نهه تنه نیولي



د کابل پولیسو خبر ورکړی دی چې د مخدره موادو د قاچاق یوې مافیایي کړۍ نهه تنه یې نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې دوه تنه د کابل هوايي ډګر کې د مخدره موادو پرضد مبارزې ځواکونو له خوا په داسې حال کې ونیول شول چې ۱۲۱۰ ګرامه هیرویین یې د کپسول په ډول په خپلو ګیډو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې چې هندوستان ته یې قاچاق کړي.
دوی په لومړنیو څېړنو کې د خپلې ډلې د کسانو ځای وښوده چې د یادې کړۍ اووه تنه نور هم د پولیسو له خوا ونیول شول.
یاد کسان تر څېړنو لاندې دي او د دوسیې له تکمیلیدو وروسته به څارنوالۍ ته معرفي کړل شي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top