ننګرهار کې دوه پاکستاني ډیپلوماټان تري تم شوي

ننګرهار کې دوه پاکستاني ډیپلوماټان تري تم شوي



د پاکستان بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې په ننګرهار کې د دوی دوه تنه ډيپلوماټان د روان میلادي کال د جون له میاشتې راهیسې تري تم شوي دي.
یاد کسان د ځمکې له لارې له جلال اباد څخه د تورخم په لور روان وو چې لادرکه شوي دي.
یاد وزارت وايي چې د دوی په اړه یې له افغان دولت سره تماس نیولی دی تر څو د پېښې عاملان پیدا او په سزا یې ورسوي.
افغان دولت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top