د کابل په لويديځ کې يو بهرنی تښتول شوی دی

د کابل په لويديځ کې يو بهرنی تښتول شوی دی



د افغانستان د کرنې وزارت منلې ده چې د باغوانۍ پروژې یو مشاور نن يکشنبه ۲۸ غبرګولى نيټه باندې د کارته چهار له سيمې تښتول شوی دی.
تر اوسه د تښتوونکو هویت نه دی په ډاګه شوی.
د کرنې وزارت وياند لطف الله راشد ویلي چې نوموړی مشاور په داسې حال کې چې خپل کارځای ته روان ؤ وتښتول شو.
ځينو ځايي رسنيو خبر ورکړی دی چې ياد مشاور د امریکا هېواد دی، خو ښاغلي راشد دغه خبره بې بنسټه بللې او وايي چې د امنيتي دلايلو له امله دده هويت نه ښودل کیږي.
د ملي باغوانی پروژه د کرنې وزارت يوه بريالی پروژه ده چې د باغوانی او مالداری په برخه کې په دغه هېواد کې فعاليت کوي.
دغه پروژه د نړیوال بانک لخوا حمايه کيږي او ويل کيږي چې د کرنې وزارت په دې برخه کې درې تنه مشاورين لري. 
tags

ستاسې تبصرې

*

Top