هوایي دهلېز د افغانستان په ګټه که په زیان؟

هوایي دهلېز د افغانستان په ګټه که په زیان؟



هند او افغانستان له اوږدې مودې راهیسې تاریخي او کلتوري اړېکې او ورته والئ لري او شته ورته والي دواړه هېوادونه د تل لپاره سره نږدې ساتلي دي. که د دواړو هېوادونو اړيکو ته ځیر شو نو ویلئ شو چې هند له ډېرې پخوا راهیسې له افغانستان سره پیاوړې او نږدې اقتصادي، سیاسي او کلتوري اړېکې لري. د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړېکو مخینه هغو کلونو ته رسیږې چې افغانستان د هند هغو آزادي غوښتونکو مبارزینو ته پناه ورکړې وه او ورسره مرسته يې کوله چې د بریتانیا د امپراطوري د اشغال پر وړاندې یې مبارزه کوله. دا لړۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د منظمو اړيکو شتون تر ډېره دوام درلود او يادې اړېکې يې ټينګې ساتلې او پاللې، خو په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو او سختیو او همدا شان د دولتونو د پرزېدو له امله دا اړيکې تر ډېره کمرنګه او پرې شوې. که څه هم هند هېواد په افغانستان کې له ځینو کړیو او شخصیتونه سره پټې او ښکاره اړيکې درلودې خو د هېوادونو په کچه او د حکومتونو ترمنځ د اعتماد فضا له منځه تللې وه او دواړو هېوادونو ونشو کړای خپلې منظمې اقتصادي او سیاسي اړېکې يوبل سره وساتي. د بُن کنفرانس څخه وروسته او د مؤقت حکومت په رامنځ ته کېدو يادې اړېکې بیا را ژوندۍ شوې او هند هڅه وکړه افغانستان سره خپل مثبت مناسبات يو ځل بیا ټینګ او پیاوړي کړي. اوس که راشو د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي او سوداګریزو اړیکو خبرې وکړو باید ووایو چې د هند او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو لړۍ د بُن کنفرانس نه وروسته بیا پیل شوې او ترننه دوام لري. پخ بُن کنفرانس کې هند هېواد افغانستان ته د ۲ ميلیاردو ډالرو په ارزښت د بلاعوضو مالي مرستو لاس ور کړ. يادې پيسې په هغو لویو بنسټیزو اقتصادي پروژو او برخو کې چې زموږ د هېواد له لومړیتوبونو او اړتیاوو سره يې تړاو درلود، ولږول شوې. چې کوئ شو له پلخمري څخه کابل ته د ۲۲۰ کېلو مترو په واټن د برېښنا د مزو غزېدل، دلارام نه د هرات- قندهار تر حلقوي سرک د لارې پخېدل، په هرات کې د سلما د برېښنا بند جوړېدل، د افغانستان د پارلمان د ودانۍ جوړېدل، او سربېره پر دې د بېلابېلو ښوونځیو او روغتونونو د جوړېدو او بیاروغونې يادونه وکړو.
همداشان د يادو بنسټیزو پروژو د پلي کېدو ترڅنګ هند هېواد افغانستان سره د بشري او انساني ځواک د پیاوړتیا په برخې کې هم خپلې مرستې نه دي سپمولي. هرکال هند هېواد افغان ځوانانو، محصیلینو او د دولت کارکوونکو ته د لېسانس، ماسترۍ او دوکتورا ترکچې شاوخوا ۱۰۰۰ زده کړيز بورسونه ورکوي چې دا خپله د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د شتون دلالت کوي.
همدا راز هند هېواد د سیمې د ثبات او امنیت د ټينګښت لپاره افغانستان تل خپل استراتیژیک ملاتړلئ ګڼي او تل هڅه کوي دا مناسبات تل پیاوړي او ژوندي وساتي. دواړو هېوادونو تل هڅه کړې خپل دوه اړخیز مناسبات او په ځانګړې توګه خپل اقتصادي مناسبات وساتي او پیاوړي کړي. افغانستان هند سره ښې اقتصادي او سوداګریزې راکړې ورکړې لري او د شته راکړې ورکړې ارزښت شاوخوا ۷۰۰ ميلیونه ډالرو ته رسیږي، چې پکې د ځمکې له لارې هند هېواد ته د وچو او تازه میوو، ترکاریو، غالیو، طبي بوټو او نور سوداګریز توکو صادرول او د درملو، خوراکي توکو او رختو واردول شامل دي. موږ له هند سره مستقیمه پوله نه لرو او اړتیا ده چې خپل تولید شوي توکي د ځمکني ترانزیت او د ګاونډيو او په ځانګړې توګه د پاکستان د کراچۍ او ګوادر بندرونو له لارې هند ته صادر کړو او خپل اړتیا وړ توکي هند او د نړۍ نورو هېوادونو څخه وارد کړو. خو ډیرئ وخت د مختلفو دلایلو له امله يادې ترانزیتي لارې د پاکستان هېواد له لوري د افغان سوداګرو او افغاني توکو پر مخ بندېديږي، او پاکستان، افغانستان سره د شویو ترانزیتی تړونونو خلاف عمل کوي، ګڼې بهانې جوړوي، اقتصاد او سوداګرۍ د سیاست ښکار ګرځوي او افغان سوداګرو ته په لسهاوو میلیونه اړوه زیان اړوي.شته ناندریو او ستونزو افغان دولت دېته اړ کړ ترڅو د خپلو سوداګریزو توکو د لیږد رالېږد لپاره نوې او نورې لارې چارې ولټوي. همداوو چې د تېر میلادي کال د ډسمبر میاشت کې هند امرتسر ښار کې د اسیا زړه شپږم کنفرانس په څنډه کې د افغانستان او هند جمهور ریبسانو د دوه اړخیزو سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي دهلېزونو پرجوړولو او پرانيستلو خبرې وکړې، يادې خبرې مثبتې پایلې ته ورسیدې او په پایله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي دهلیز په جوړېدو هوکړه وشوه.
له نېکه مرغه سږ کال ياد هوايي دهلیزونه د افغانستان په څلورو هوايي ډګرونو چې د کابل، قندهار، مزار او هرات دې ورغول شول او د خوشالۍ خبر داده چې نن د کابل څخه د آریانا هوایی شرکت لومړنۍ هوايي کارګو ( له سوداګریزو توکو ډکه الوتکه) د دهلي- هند پر لور الوتنه وکړه. ياده کارګو ۶۰ تُنه سوداګریز توکي چې وچې او تازه مېوې او طبي بوټي پکې شامل دی هند هېواد ته لېږدوي او له هغې خوا به ۶۰ تُنه بېلابېل توکې چې ډیرئ يې درمل، خوراکي توکي او رخت دي راوړل کیږي.
د يادو هوايي دهلیزونو ګټې به دواړو هېوادونو او په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره څه وي؟
لومړۍ داچې د هوايي کارګو د کار د پیل سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي، سوداګریزې، سیاسي او کلتوري اړيکې نورې هم پیاوړې او ټینګې شي.
د دواړو هېوادونو سوداګرو لپاره د هوايي دهلیز جوړېدل ښه فرصت ده ترڅو خپل تولید شوي توکي پر يو بل وپلوري او د نړۍ بازارونه ته يې ورسوي.
افغانستان لپاره د هوايي دهلیز پرانیستنه لوی فرصت ده ځکه چې افغانستان په وچه کې راګیر هېواد ده، سمندر ته لاره نلري ترڅو افغاني توکي په ارزانه بیه د نړۍ هېوادونو او بازارونو ته ورسوي، نو اړتیا ده ترڅو ځمکني ترانسپورت نه په ګتې اخیستو خپل تولید شوي توکي سیمه ایزو او نړيوالو بازارونو ته ورسوي، لکه څنګه مو چې مخکې هم يادونه وکړه د ګاونډیو غلط او دوه مخي اقتصادي سیاستونه هم ډیری وخت د افغان سوداګرو پر وړاندې خنډ ګرځي او د افغانستان سوداګریزو توکو ته اجازه نه ورکول کیږي ترڅو تر نړیوالو ورسیږي، نو د هوايي دهلیز پرانېستنه به تر ډېره ياده ستونزه حل کړي.
له دې لارې د افغانستان صادرات کوی شي د نړۍ او په ځانګړې توګه د هند بازارونه ته لار پیدا کړي، چې د صادراتو د لوړېدو ترڅنګ به په هېواد د ننه د تولید کچه لوړه شي، ډیری هېوادوالو ته به مو د کار کولو زمینه برابره شي، عاید به لاس ته راوړي او د عایدو د لوړوالي او لاسته راوړلو سره به يې په ژوند کې مثبت بدلون راشي، د بې وځلۍ کچه به را ټيته شي او د هېواد اقتصادي پرمختګ ته به لاره هواره شي.
ترڅنګ یې افغانستان د کال ۳۰ میلیونه ډالره د هوایي ترافیک له لارې لاسته راوړي چې له دې وروسته به د يادو عوایدو کچه هم لوړه شي، چې دا به د ملي عاید د لوړوالي لپاره ښه زیرئ وي.
سر بېره پردې د هوايي دهلیز په فعالیدو سره اوس افغانستان کولای شي خپل تولید شوي توکي به لنډ وخت او چټکۍ سره هند او بهر ته صادر او هند څخه د اړتیا وړ سوداګریز توکي را وارد کړي او د وخت د ضایع کېدو مخنیوئ وکړي.
د ياد شویو ټولو مهمو ګټو ترڅنګ د هوايي دهلیز يوه ګټه داده چې د سوداګریزو توکې د ځمکینۍ ترانسپورت په بیه د هوايي کارګو په واسطه لېږدول کيږي چې دا خپله د د قیمت په کموالي کې مهم رول لوبوی شي،په دې برخه کې له سوداګرو او مصرف کوونکو سره د دواړو هېوادونو د مرستو يادونه اړینه ده.
اوسمهال افغانستان له اقتصادي پلوه یو اړ او تړلئ هېواد ده او پکار ده چې د خپل اقتصاد د پراختیا او پیاوړتیا لپاره ګاونډیو او د سیمو هېوادونو سره خپل اقتصادي او سوداګریز مناسبات پیاوړي او غښتلي کړي، افغان دولت ته پکار ده چې هند هېواد سره چې افغانستان ته تر ټولو نږدې ملګرئ او سخاوتمنده مرسته کوونکئ هېواد پاتی شوی داسې اړیکې وپالي چې د دواړو هېوادونو او سيمې په ګټه وي او په سیمه کې د نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه د ګاونډي هېواد پاکستان د حساسیت د پارېدو لامل نشي، ځکه چې زموږ ځینې ګاونډي په افغانستان کې د هند له حضور او اړیکو اندېښنه لري نو پکار ده چې هېواد مو د خپلو لومړیتوبونو (سوله، امنیت، ثبات او پرمختګ) او ملي ګټې په پام کې نیولو سره خپلې اړیکې له هند هېواد سره نورې هم ژورې او نږدې کړي، د پرمختللي، هوسا او په ځان بسیا افغانستان په هیله.

tags

ستاسې تبصرې

  1. 1.ع.شريف زاد

     


    سلام

    په داسې حال کې چې د کابل او اسلام اباد اړيکي نن سبا خړ پر دي نو د هندوانو ماشومانه سياست ډير کمزوري ښکاري. هندوان بايد خپل سياسي اخلاق ته هم پاملرنه وکړي. هغه وخت چې د نړۍ ټولو هېوادونو د روسانو راتګ وغانده هندوان من حيث د زاړه ملګري او په سيمه کې ديوه قوت په توګه ولي زمونږ هېواد هير کړي. خو کله چې دلته زمونږ اړيکې له ګاونډي هېواد پاکستان سره په روغه او يا ناجوړه خرابيږي هندوانو دواړه موزې له پښو را ايستلې پروژې او مرستي کوي. هند نه پوهيږي چې پاکستان له مونږ سره څو سوه کيلومتره ګډه پوله لري او له دوى نه د فرهنګ په لحاظ هم د اهميت وړ دي هغه داچې دلته د پولې اخوا او دې خواته پښتانه ميشت دي چې له بده مرغه ځينې خلک په مختلفو نومونو د هغوې لپاره کندې کيني او يا په دې نوم او هغه نوم غندي.

    رښتيا مونږ د خپلې پوهې استعداد ته هم کله سوچ کوو. پورتني ليکنه ډيره ښه ده خو خبره داده چې هندوان هم دلته يا دخپل حريف لپاره او يا هر دليل چې وې په ګټو پسې ګرځي.

     

     

*


Top