ارزګان کې د شپې لخوا د فوټبال سیالۍ د اتفاق لوبډلي په بریا پای ته ورسیدې

ارزګان کې د شپې لخوا د فوټبال سیالۍ د اتفاق لوبډلي په بریا پای ته ورسیدې



په ارزګان ولایت کي د فوټبال فدراسیون له لوري دفټسال سیالۍ چي شاوخوا ۲۲ ورځي وړاندي پیل سوی وو تیره شپه يي فاینل[ورستۍ]لوبه داتفاق او میوند لوبډلو ترمنځ دزرګونه میله والو په شتون کي ترسره سوه.
ارزګان کي دا لمړی ځل دی چې د شپي له لوري د فوټبال سیالۍ ترسره کیږي.
 
C:UsersRohiDownloads1 (2).jpg

د روژي په مناسبت دغه لوبي چي د روژي په لمړیو کي پیل سوي وي تیره شپه يي ورستۍ لوبه ترسره سوه.
د لوبو ننداري ته به هره شپه سلګونه نندارچیان او ورزشکاران په داسي حال راتله چي په دوه کیلو مترۍ کي به يي د وسله والو مخالفانو او افغان ځواکونو ترمنځ درنې جګړي رواني وي.
د اتفاق او میوند لوبډلو ترمنځ دورستۍ لوبۍ لمړۍ پاڼۍ صفر پرصفر مساوي سوه خو په دوهمه پاڼۍ کي لمړی ګول وهنه اتفاق او دوهمه ګول وهنه میوند لوبډلي ترسره کړه او په همدي سره لوبه یو پر یو مساوي سوه خو په پایناټیانو کي اتفاق لوبډلي وکولای سوه چي موند لوبډلي ته ماته ورکړي.
دفوټبال فدراسیون نوی ټاکل سوی مشر میرزامحمد امیرزوی وايي چي دفټسال په دغو سیالو کي چې دروژي په مناسبت جوړي سوي وي ۱۶ ټیمونو پکښي برخه اخیستي وه او ۲۲ ورځي يي دوام وکړ چي لمړۍ مقام اتفاق،دویم مقام میوند او دریم مقام منور ټیم خپل کړی.
د یادوني وړ ده چي لوبو په پای دمراسو په ترڅ کي دلمړي او دویم مقام ګټونکو او یوشمیر نورو ورزش کارانو ترڅنګ ځینو نورو هغو کسانو ته هم ستاینلیکونه او میډالونه ورکړل سوه چي دټورلمینټ په جوړولو کي همکاري کړي وه.
 
C:UsersRohiDownloads1 (3).jpg
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top