د امريکا سمندري ځواکونو عمومي قومندان د هلمند پر امنيتي وضعيت له ځايي مسوُلينو سره وکتل

image_demo_30



ورځ يکشنبه
۲۸/۳/۱۳۹۶
د امريکا سمندري ځواکونو عمومي قومندان تورن جنرال ويليم بيلډلر نن له غرمې مخکې هلمند ته راغی او د پوليسو په ۵۰۵ بُست زون کې يې د يوې ناستې پر مهال له هلمند والي حيات الله حيات او د نظامي شورا غړو سره د دې ولايت پر امنيتي وضعيت خبرې وکړې.
په دې ناسته کې هلمند والي او د نظامي شورا مشر ښاغلي حيات الله حيات ددې ولايت د عمومي امنيتي وضعيت په هکله هر اړخيز معلومات شريک کړل.
ښاغلي حيات هلمند کې د جګړې پر عواملو، د ترهکرو ډلو پر څرنګوالي، امنيتي ننګونو، پوځي عملياتو، موجوده فرصتونو او غوښتنو په هکله يو جامع او هر اړخيز تصوير وړاندې کړ.
هلمند والي زياته کړه، چې جغرافيوي موقعيت، له بهرنيو هيوادونو او يو شمېر ولايتونو سره شاوخوا ۲۱۰ کيلومتره سرحدونه او د نشه يي توکو پراخ کاروبار هغه عمده عوامل دي چې دلته يې د جګړې تنور ګرم ساتلی دی.
نوموړي د امريکا له مرينو ځواکونو ځانګړې مننه وکړه، چې په وروستيو څو مياشتو کې يې له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره هوايي او مشورتي همکارۍ کړي دي.
ښاغلي وويل، د هلمند نا امني د افغانستان او سيمې د نا امنيو لامل ګرځي او پکار ده چې دې ولايت ته جدي پاملرنه وشي.
 
C:UsersRohiDownloadsIMG_7415.JPG
 
ورپسې د امريکا سمندري ځواکونو عمومي قومندان تورن جنرال ويليم بيلډلر خبرې وکړې او زياته يې کړه: ((خوښ يم چې د هلمند له والي حيات الله حيات او نظامي شورا غړو سره ګورم او ددې ولايت د امنيتي وضعيت ښه والي په هکله سره خبرې کوو))
ښاغلي بيلډلر وويل، ((دلته زموږ پاملرنه زياته ده او مرين ځواکونه متعهد دي چې له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره په ګډه اهدف ترلاسه کړي))
نوموړي زياته کړه: ((په تېرو څو اونيو کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو ښې او دپام وړ لاسته راوړنې لري او دا دلته د موجوده رهبرۍ ترمنځ د ښې هږغۍ ښکارندوي کړي)).
tags

ستاسې تبصرې

*

Top