د ګرديز په چاودنه کې ۳۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

image_demo_30



په ګردیز کې د امنيتي ځواکونو عمومي مرکز مخې ته د موټر بم چاودنه شوې.
په دغه پېښه کې ۵ تنه پولیس وژل شوي، ۹ تنه نور پولیس او ۲۰ ملکي خلک هم ټپیان شوي.
د پکتیا ولایت چارواکي وايي، چې پېښه نن سهار د دغه مرکز مخې ته شوې او تر چاودنې وروسته د امنيتي ځواکونو او برید کوونکو تر منځ نښته هم شوې. ويل کيږي، چې ټول پنځه تنه بریدکوونکي وو.
دغه سیمه د ګڼې ګوڼې مرکز ته نږدې ده او په سيمه کې دکانونه او مغازې شتون لري، چې زیانمنې شوې به وي.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top