اقتصاد پېژندنه/ (۳۰ مه برخه)

اقتصاد پېژندنه/ (۳۰ مه برخه)



متشبث ((Entrepreneur:
 په پخوانيو زمانو کې چې انسانانو خپلې اړتياوې په خپله پوره کولې، کارونه ساده وو او بازارونه محدود، له صنعتي انقلاب وروسته د توکيو توليد پراخه شو، نو له دې کبله يو داسې عامل ته اړتيا پېښه شوه چې د توليد عوامل سره يو ځای او د توليد چوپړتياوې تر سره کړي، اومه مواد واخلي، د توليد پروسه ترسره کړي د کاروبار ګټه او زيان په ځان ومني چې داسې شخص ته متشبث ويل کېږي. متشبث د کاروبار بنسټ جوړوي، د توليد عوامل سره يو ځای کوي د توليد د عواملو پيسې ادا کوي،د ګټې په نيت د کاروبار بوج اخلي د ساري په ډول: د کارخانو مالکين، هټۍ وال، کروند ګر ټول متشبثين دي.
پروفيسور نيون متشبث داسې تعريفوي: داسې کس چې ځمکه، کار او پانګه تنظيموي او داسې پريکړه کوي چې د توليد عوامل څومره يو ځای شي او کوم توکي توليد کړي.
د متشبث او اجير ترمنځ توپير:
● د اجير ګټه له وړاندې څخه ټاکل شوې وي خو د متشبث ګټه له وړاندې څخه نه وي ټاکل شوې که کاروبار يې ښه وو ښه ګټه او که ښه نه وي نو کيدای شي چې زيان هم وکړي.
● د اجير ګټه کمه وي خو صفر يا منفي کيدای نشي خو د متشبث ګټه صفر او يا هم له زيان سره مخامخ کيدای شي.
په اقتصادي پرمختګ کې د متشبث ونډه:
له صنعتي اوښتون وروسته د توليد په پروسه کې د ماشين کارول پيل شول او ورسره په توليد کې زياتوالی هم راغلو، کاروبار پراختيا پيدا کړه، نو له دې کبله د يو داسې عامل اړتيا پېښه شوه چې پراخه کاروبار سنبال کړي او کاروبار د برياليتوب په لور بوځي په اوسني وخت کې د توليد په عمليه کې له نوو او پرمختللو ماشينونو څخه کار اخيستل کېږي او دا ددې لامل ګرزیدلي دي چې د کاروباري ادارو ترمنځ سخته سيالي رامنځته شي نوله دې کبله د کاروبار د برياليتوب لپاره يو داسې پوه، ښه اخلاق لرونکي، موقع پېژندونکي او تجربه کار کس ته اړتيا ده ،چې دې کار د متشبث اهميت لاپسې ډېر کړی د کاروبار په برياليتوب او ناکامۍ کې ډېره ونډه لري د وروسته پاتې هېوادونو د وروسته پاتې والي یو لوی لامل دا هم دی چې ښه متشبثين نه لري خو پرمختللي هېوادونه بيا ددې خلاف ښه متشبثين لري د يو هېواد په اقتصادي پرمختګ کې متشبث لاندې رول تر سره کوي:
۱- د توليد د عواملو يو ځای والی : د توليد عوامل يو ځای نه وي له بېلابېلو ځايو او وګړو سره وي په خپل منځ کې يې اړيکه نه وي هر يو عامل په خپل سر توليد نه شي کولای متشبث د توليد عوامل سره يو ځای کوي او توليدي پروسه پرې مخ ته بيايي.
۲- پراخه پيمانه توليد (Mass production or large scale production): په اوسني وخت کې توليد ډېر صورت نيسي نو له دې کبله يو ښه متشبث ته ډېره اړتيا ده څو کاروبار په ښه لور بوځي.
۳- د بازار پراختيا : د توليداتو په ډېروالي سره بازارونه پراخه شول د کاروباري ادارو ترمنځ سيالۍ سختې شوې نو له دې کبله يو داسې متشبث ته اړتيا ده، تر څو توکي په ښه قيمت وپلوري، همدارنګه کله چې کاروبار پراختيا پيدا کوي، ورسره په هېواد کې خلکو ته د کار زمينه هم برابرېږي.
۴- دتوليد مغلق نظام : په اوسني وخت کې د توليد نظام ډېر مغلق دی، نو ددې لپاره يو داسې کس ته اړتيا ده، تر څو په کاروبار ښه پوه شي، د کاروبار په ګواښونو وپوهېږي او د هغه مسووليت په غاړه واخلي هغه بهرنۍ او کورنۍ پيښې چې کاروبار اغېزمنوي له هغوی څخه کاروبار په ښه توګه وساتي.
کارخانه (Factory) : له یوې کاروباري ادارې یا کارخانې(کرنیزه،صنعتي،سوداګري) څخه موخه دا ده چې د یو نظم پر بنسټ خپل کارونه مخ ته وړي، د ساري په توګه: لکه شخصي د کبانو فارم، هټۍ او داسې نور... چې دا ټولې کاروباري ادارې په خپله خوښه خپلې کړنې ترسره کوي. کاروباري اداري په لاندې ډول دي...
o       انفرادي کاروبار (Sole Proprietorship):دا ډول کاروبار له ډېر لرغوني وخت څخه په ټولنه کې دود دی چې دا ډول کاروبار يو شخص پورې اړه لري،کاروبار په خپله چلوي، د کاروبار لپاره په خپله پلان جوړوي او په خپله يې عملي کوي، د کاروبار لپاره په خپله ځای ټاکي، خپله پانګه کاروي د اړتيا په وخت کې له خپلو ملګرو او دوستانو پور اخلي او د خرڅلاو لپاره يې تل ښه قيمت لټوي. د انفرادي  کاروبار د تعريف په اړه تامس جې اډيمز(Thomas.J.Adams) داسې وايي:
”انفرادي کاروبار د کاروبار يو داسې ډول دی چې د هغه ملکيت او پر مخ وړل د يوه کس په ولکه کې وي”.
د کاروبار د ګټې او زيان،د کاروبار د برياليتوب او ناکامېدو مسوول وي. د هېوادونو په داخل کې دا ډول کاروبار ډېر ترسره کېږي چې ټوک پلوري يې ښه بېلګه ده.
 
د انفرادي کاروبار ځانګړتياوې:
 
  • اسانه جوړښت: د دې ډول کاروبار جوړښت ډېر ساده وي هر څوک چې يې هر وخت وغواړي جوړولاي يې شي. قانوني پروسې ته اړتيا نه لري بدون له اجازې هم کولای شو چې دغه کاروبار پيل کړو دا ډول کاروبار معمولاً راجسټر ته اړتيا نه لري.
  • پانګه: په دې ډول کاروبار کې پانګه په خپله د کاروبار څښتن تهيه کوي په ځینو وختونو کې د کاروبار د پرمخ وړلو لپاره له ملګرو، دوستانو او بانکونو څخه پورونه هم اخلي.
  • د کاروبار انتظام: په دې ډول کاروبار کې د کاروبار د چلونې ټول بوج د کاروبار پر څښتن وي، په يوازې ځان د کاروبار لپاره پروګرامونه، پاليسۍ جوړوي او عملي کوي په کاروبار کې هم مزدور او هم مشر وي، د کاروبار څارن او واکوال وي.
  • د ګټې وېش: په دې ډول کاروبار کې يوازې يو کس د کاروبار مسوول وي. ټول کاروبار په يوه کس پورې اړه لري چې د ګټې وېش ته اړتيا نه لري.
  • قانوني شخصيت: په دې ډول کاروبار کې د کاروبار بيل شخصيت نه وي دکاروبار شخصيت د کاروبار په څښتن پورې اړه لري.
  • نامحدود مسووليت: په شخصي کاروبارکې د کاروبار د څښتن مسووليت نامحدود وي. د زيان په صورت کې کيداى شي چې د کاروبار د څښتن شخصي شتمنۍ هم پکې ورکړل شي.
  • کوچني کاروبار: شخصي کاروبار په ټوليز ډول کوچنی وي مګر کله کله په لويه پيمانه هم پيليږي چې ډېر بريالی وي، د دې ډول کاروبار ښه والى په دې کې دی چې په هر ځای کې شتون لري او په هر ځای کې مصرفوونکو ته توکي رسوي.
  •  شراکت(Partnership): دشخصي کاروبار د ځينو ستونزو له کبله (د پانګې کموالی، نامحدود مسووليت)د کاروبار يو بل ډول رامنځته شو چې شراکت ورته وايي. شراکت هم د کاروبار ډېره لرغونې بڼه ده چې په دې ډول کاروبار کې د پانګې مقدار ډېر وي او شريکان د کاروبار، کار په خپل منځ کې وېشي او هر چاته مسووليت ورکوي.

شراکت کې دوه يا له دوو څخه ډېر وګړي د يو تړون له مخې راغونډېږي، قانوني کاروبار پيلوي او د تړون له مخې خپلې دندې او حقوق خوندي کوي.
پروفيسور״ کينټ״ شراکت داسې راپېژني: د يو تړون له مخې يو څو وګړي سره پانګه، کار او وړتيا شريکوي، تر څو له لاس لاندې کاروبار څخه ګټه تر لاسه کړي.
همدا رنګه ״اسټوري״ شراکت داسې تعريفوي: شراکت يو داسې خوښمن تړون دی چې دوه يا له دوو څخه زيات وګړي يې په قانوني ډول پانګه او کار يو ځای کوي تر څو له کاروبار يا سوداګرۍ څخه لاسته راغلې ګټه په خپل منځ کې ووېشي.
په يو شراکت کې لاندې ټکي ډېرې اړينې دي:
  • شراکت د دوو يا له دوو څخه د زياتو وګړو تر منځ د اړيکې نوم دی.
  • د شريکانو تر منځ دغه اړيکه يو تړون وي.
  • د بېلابېلو وګړو ترمنځ دغه تړون د ګډ کاروبار په ګټه کې شراکت دی.
  • يو داسې تړون چې په هغه کې د ګټې شراکت شتون ونه لري نو دا ډول تړون د شراکت تړون نشي ویل کيدای.
  • په کاروبار کې ټول شريکان برخه اخلي او کيدای شي چې يو کس د کاروبار ټولې چارې پرمخ يوسي.

له پورتنيو نقطو څخه داسې رامعلوميږي چې شراکت د بېلابېلو وګړو ترمنځ يو داسې تړون دی چې په کاروبار کې د ګټې د ترلاسه کولو لپاره رامنځته کېږي.تر کومې چې د ګټې خبره ده نو دا اړينه نده چې ټول ګډونکوونکي بايد يو ډول ګټه ترلاسه کړي بلکې د تړون له مخې چې په تړون کې څه ډول ذکر وي خو طبيعي خبره ده کوم شريک چې ډېره پانګه ولري يا د کاروبار پرمخ بيولو کې ډېر برخه اخلي ډېره ګټه هم تر لاسه کوي.
په شراکت کې د ټولو ګډون کوونکو مسووليت نامحدود وي دا په دې مانا، که شراکت له زيان سره مخامخېږي، نو د هغوی مسووليت يوازې تر خپلې برخې نه وي، بلکې خپله شخصي شتمني هم په زيان کې ورکول کېږي.
د شراکت ځانګړتياوې: په ټوله یيز ډول يو شراکت لاندې ځانګړتياوې لري:
  • تړون(Contract) : د شراکت د پيل لپاره تړون اړين دی له تړون پرته د شراکت پيلول ناشوني دي. په تړون کې د کاروبار په هکله بشپړ مالومات وي چې دغه تړون په ژبه يا ليکلي ډول وي خو ډېرى وخت تړون په ليکلي ډول وي ځکه په راتلونکي کې د ګډون کوونکو تر منځ د ستونزو د راولاړېدو او د هغو په له منځه وړلو کې مرسته کوي.
  • د شريکانو شمېر(Number of partners): د شراکت په کاروبار کې بايد کم تر کمه دوه وګړي که له دوو وګړو څخه کم وي شراکت ورته نه شو ويلای. بلکې دا شخصي کاروبار دی په ټوليز ډول په شراکت کې له دوو څخه تر پنځوسو يا شلو پورې شريکان شراکت کوي او د بانک په کاروبار کې د شريکانو شمېر تر لسو ډېر نه وي.
  • کاروبار(Business):د کاروباري تړون موخه د کاروبار چلول دي چې د کاروبار د توکو د توليد او يا د توکو وېش پورې اړه لري د کوم تړون چې موخه د کاروبار چلول نه وي، هغه تړون ته د شراکت تړون نه شو ويلای.
  • ګټه او زيان(profit and loss): د شراکت اصلي موخه د ګټې لاسته راوړل دي چې دغه ګټه شريکان په خپل منځ کې وېشي او که کاروبار له زيان سره مخ شي نو د کاروبار ټول شريکان د زيان د ورکړې مسووليت لري.
  • مسووليت(Responsibility): د کاروبار د زيان په صورت کې د زيان د ورکړې ټول شريکان مسووليت لري چې د ډېر زيان په صورت کې کيداى شي چې د شريکانو شخصي شتمني هم په زيان کې ورکړل شي.
  • د لېږد حقوق: د کاروبار  هېڅ يو شريک خپله برخه د نورو شريکانو له خوښې پرته بل چاته نه شي ليږدولای.
  • ماليه(Tax): هر شريک د خپلې ګټې په اندازه ماليه ورکوي.
  • څارنه(Supervision): په قانوني ډول د دې ډول کاروبار څارنه اړينه نده.
  • د شراکت قانون(partnership law): د دې ډول کاروبار لپاره په هېوادونو کې يو قانون شتون لري.
  • د کاروبار انتظام: د کاروبار د پرمخ وړلو لپاره ټول شريکان شريک وي، ليکن د شريکانو په خوښه له ټولو شريکانو څخه يو شخص د کاروبار د پرمخ وړلو لپاره ټاکي چې د نورو شريکانو د استازي په توګه د کاروبار کار پرمخ يوسي.
  • نابالغ شريک(Minor partner): په شراکت کې نا بالغ شريک هم ګډون کولای شي چې په ګټه کې مکمله برخه لري او د زيان په صورت کې پرې د زيان بوج نه اچول کېږي.
  • پانګه(Capital): په ټوله یيز ډول ټول شريکان د کاروبار د پيلولو لپاره پانګه شريکوي خو اړينه نده چې ټول شريکان برابره پانګه شريکه کړي، بلکې کيداى شي چې له پانګې پرته خپل لياقت او د تجربې پر اساس هم په کاروبار کې ګډون وکړي.
  •  ګډې پانګې کمپنۍ(Joint stock Company): د انفرادي کاروبار ډول په نړۍ کې ډېر لرغونى دي چې داډول کاروبار يو لړ ستونزې(پانګې کمښت، ټول زيان يو نفر) لري او د دغو ستونزو د حل لپاره ځينې خلک سره راټول يو ځای يې کاروبار پيل کړ چې ورسره د کاروبار دويم ډول(شراکت)يې رامنځته کړ. خو شراکت هم د پورتينو ستونزو په حل کې پاتې راغى په ځانګړې توګه کله چې د اوولسمې ميلادي پيړۍ په اخرو کې په نړۍ کې صنعتي اوښتون رامنځته شو، له دې اوښتون سره د توکو په توليد او وېش کې زياتوالی راغی نو له همدې کبله د کاروبار دوه پورتني ډولونه ګټور ثابت نه شول او د کاروبار درېيم ډول(ګډې پانګې کمپنۍ) رامنځته شو. د ګډې پانګې کمپنۍ د کاروبار يو داسې ډول دی چې ډېر وګړي د ګټې د لاسته راوړلو لپاره سره يو ځای خپله پانګه د ونډې په شکل سره راټولوي چې په راټولې شوې پانګې پراخ کاروبار پيلوي له کاروبار څخه لاسته راغلې ګټه په خپل منځ کې وېشي.د ګډې پانګې کمپنۍ د ليږد رالېږد، بانکوالۍ، بيمه ،فولادو کمپنۍ او نور کمپنيو لپاره ډېره پانګه تهيه کوي.د ګډې پانګې کمپنۍ د بېلابېلو پوهانو لخوا داسې تعريف شوې:

لارډ لنډلي: ”د ګډې پانګې کمپنۍ د وګړو يوه داسې ټولنه ده چې پيسې او پيسو ته ورته توکي د ګډې موخې د لاسته راوړلو لپاره په ګډه پانګه کې لګوي”.
جيمز سټيفن:״د ګډې پانګې کمپنۍ د ډېرو وګړو يو ټولنه ده چې د کاروبار يا سوداګرۍ په موخه پيسې يا پيسو ته ورته ارزښتناک توکي سره شريکوي له کاروبار څخه لاسته راغلې ګټه په خپل منځ کې وېشي״.
همدارنګه کولای شو چې د ګډې پانګې کمپنۍ داسې هم تعريف کړو: د ګډې پانګې کمپنۍ په هغو وګړو مشتمله وي چې په دې موخه په کاروبار کې پانګونه کوي چې د خپلې ونډې په اندازه د کاروبار په ګټه او زيان کې شريک شي.
هغه خلک چې د کاروبار لپاره پانګه تهيه کوي ونډه لرونکي(Share Holder) بلل کېږي. د خلکو را ټوله شوې پانګه د کمپنۍ پانګه جوړوي چې دغه پانګه په کوچنيو کوچنيو برخو وېشلې چې هرې برخې ته يې ونډه وايې. هره ونډه يو ځانګړی قيمت لري چې بېلابېلو وګړو ته بې له کومې ستونزې ليږدول کېږي. د ګډې پانګې کمپنۍ ځان ته قانوني شخصيت(حقوقي شخصيت)لري. د کمپنۍ چارې د وګړو يوه ډله چې(Board of Directors) يامشرتابه پلاوى (مديره هئيت) ورته وايې پرمخ وړي چې دغه مشرتابه پلاوى د ونډه والو استازي وي او له کاروبارسره مخامخ اړيکه لري.د کمپنۍ د ونډه والو په ليونتوب يا مړه کيداسره په کمپنۍ  هېڅ ډول اغېزه نه غورځي.د ګډې پانګې کمپنۍ ځينې اړينې ځانګړتياوې په لاندې ډول دي...
  • حقوقي شخصيت: په شخصي او شريک کاروبار کې د کاروبار او خاوندانو تر منځ شخصيت جلا نه وي که کوم شخص له کاروبار څخه پيسې اخلي نو د کاروبار له څښتن سره معامله ترسره کوي خو د ګډې پانګې کمپنۍ کاروبار له ونډه والو څخه جلا شخصيت لري چې شخصيت يې د مصنوعي انسان په څېر وي او کولای شي په خپل نوم معاملات ترسره کړي، تړونونو کې ګډون وکړي د دعوي په صورت کې شخص په کمپنۍ دعوه کولای شي نه په ونډه وال.
  • محدود المسؤليت(Limited liability): د ګډې پانګې کمپنۍ ونډه وال محدود مسووليت لري د کمپنۍ هر ونډه وال د خپلې ونډې په اندازه مسووليت لري.
  • د ونډې ليږد: په عامه لميټيد کمپنيوکې ونډه وال کولای شي په اسانۍ سره خپله ونډه بل چاته ته وليږدوي چې د عامه کمپنۍ ونډه وال هروخت وغواړي خپله پانګه تر لاسه کولای شي ليکن په شخصي لميټيډ کمپنۍ کې ونډه وال په خپلواک ډول نشي کولای خپله ونډه بل چا ته وليږدوي.
  • د ونډه والو شمېر: په عامه لميټيد کمپنيو کې د ونډه والو شمېر لږ تر لږه اووه(7) او د ډېر و شمېر د کمپنيو په ونډو پورې تړلی وي، همدارنګه په شخصي لميټيد کمپنيو کې د شريکانو شمېر لږ تر لږه دوه(2) او زيات تر زياته پنځوس(50) دی.
  • د سازمان چارې: د کمپنۍ د چارو د مخته وړلو لپاره يو پلاوى (هئيت) ټاکل کېږي چې د مشرتابه پلاوى په نامه ياديږي، د کمپنۍ لپاره پلانونه ،پروګرامونه جوړوي او هغه پرمخ وړي مشرتابه پلاوى يو مشر لري چې د درو کالو لپاره ټاکل کېږي او د مشرۍ دنده بايد په ډېره امانت والۍ سره تر سره کړي.
  • اوږد عمر: د ګډې پانګې کمپنۍ له ونډه والو څخه جلا حقوقي شخصيت لري که کوم ونډه وال مري يا ليوني کېږي د کمپنۍ په عمر اغېزه نه لري نو له دې کبله د دې ډول سازمانو عمر اوږد وي.
  • د ګټې وېش: د دې ډول کمپنيو د جوړولو موخه د ګټې لاسته راوړل وي نو د کمپنۍ د ګټې په صورت کې ټول ونډه وال د کمپنۍ ټوله ګټه په خپلوکې نه وېشي بلکې يو مقدار ګټه د زيرمې په بڼه ساتي تر څو د غيرې متراقبه ستونزو د راپيښيدو په وخت کې د ستونزو مخنيوي وکړي.
  • د کار تبديلېدل: د ګډې پانګې کمپنۍ کاروبار ته په اسانۍ تغير نه ورکول کېږي، تل هغه کارونه مخته وړي چې په قانون کې يې ذکر کړي وي.
  • د ونډو پيرودل:د عامه کمپنيو ونډې هر وخت خلک کولای شي واخلي مګر شخصي کمپنيو ونډې هر څوک نشي کولای چې وپيري.
  • د ځمکو پېر او پلور: د ګډې پانګې کمپنۍ ځانته يو قانوني بڼه لري کولای شي په خپل نامه ځمکې وپيري يا وپلوري او کيداى شي چې په خپل نامه له نورو کاروباري ادارو سره تړونونه هم وکړي.
  • پراخه کاروبار: په ګډې پانګې کمپنۍ کې کاروبار په پراخه توګه پيل کېږي ځکه دلته د پانګې د نه شتون ستونزه نه وي.
  • د پرايويټ لفظ: شخصي پراويټ لميټيد کمپنيو سره د پراويټ لفظ کارول اړين دي خو عامه کمپنۍ له دغه حالت څحه مستثنا دي.
  • د کاروبار په چارو کې لاس وهنه: د سازمان په نظم کې هېڅ يو ونډه وال لاس وهنه نشي کولای البته په کلنۍ غونډه کې ونډه وال کولای شي چې د کاروبار د چارو په هکله نظر ورکړي.
  • د ملکيت حقوق: د کمپنۍ ونډه وال يوازې تر خپلو ونډو په کمپنۍ کې ونډه لري د ټولې کمپنۍ دعوه نشي کولای ځکه کمپنۍ ځانته قانوني بڼه لري ټولې شتمنۍ د کمپنۍ ملکيت وي  هېڅ يو ونډه وال ته د شتمنۍ د ملکيت حقوق نه ور کېږي .

tags

  

  

د محمد داود نیازی ژوند لیک
محمد داود نیازی زیار کښ او ژمن انسان
زما د ژوند د یو ستونزور او خواږه پړاو ،پیاوړی او هوښیار ملګری ،د چا په خټه کې چې ژمنتوب ،رښتینولي او ملګر پالنه له پیله نغښتې ،د یوه ښه انسان ځانګړنې یې د وجود په هر رګ کې غزونې ......

      

...

  

ستاسې تبصرې

*


Top