ولسمشر وايي د اعتراض کوونکو له لوري خلکو ته د مزاحمت ایجادول د منلو نه دي

ولسمشر وايي د اعتراض کوونکو له لوري خلکو ته د مزاحمت ایجادول د منلو نه دي



افغان ولسمشر محمد اشرف غني څرګنده کړې ده چې د اعتراض کوونکو له لوري د لارو بندول او خلکو ته د مزاحمت پېښول د منلو نه دي.
نوموړي یادې خبرې د ولسي جرګې له یو شمېر استازو سره کړي دي او ویلي یې دي چې له قانون سره سمې مظاهرې د هر چا حق دی خو په لارو کې د خیمو درولو خلکو ته زیات شمېر مشکلات پېښ کړي دي چې دې کار ته باید ژر د پای ټکی کیښودل شي.
د ولسي جرګې وکیلانو ویلي دي چې د قانون د پلې کولو لپاره له ولسمشر سره څنګ پر څنګ ولاړ دي او دوی به د حل لارې د پیدا کولو په موخه له اعتراض کوونکو سره لیدنه تر سره کړي. خو معترضانو ویلي دي چې تر څو یې غوښتنې ونه منل شي له احتجاج څخه به لاس په سر نه شي.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top