هلمند کې له سلو زیاتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

image_demo_30



د هلمند ځايي چارواکو خبر ورکړی دی چې د دغه ولایت په مارجه ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې ۱۷۵ تنه وسله وال وژل شوي او شپږدېرش نور ټپیان دي.
یاد عملیات چې شپږ ورځې یې دوام وکړ له امله یې د نوموړي ولسوالۍ زیاتې سیمې له طالبانو څخه نیول شوي دي.
د افغانستان ملي پوځ ویلي دي چې د امنیتي ځواکونو یو افسر هم په یادو عملیاتو کې په شهادت رسیدلی دی.
خو له بلې خوا طالبانو د لسګونه افغان سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده.
د ۲۱۵ قول اردو قوماندان ویلي دي چې په مارجه ولسوالۍ کې تازه دمه افغان سرتېري هم ځای پر ځای شوي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top