خپل ځانته د درنښت لپاره شل زرین قوانین

خپل ځانته د درنښت لپاره شل زرین قوانین



لومړی قانون :
که فکر کوې، چې ناسم کار دی، نو مه یې ترسره کوه.
دویم قانون :
په خبرو کې په بشپړه توګه هغه څه ووایه، کوم چې د ویلو هوډ یې لرې.
درېیم قانون :
هېڅ وخت داسې ژوند مه کوه، چې هڅه وکړې، ټول له ځانه خوښ او راضي وساتې. هېڅکله نه.
څلورم قانون :
هڅه وکړه، چې هره ورځ زده کړه وکړې او له زده کولو څخه لاس وانخلې.
پنځم قانون :
له نورو سره په خبرو اترو کې، هېڅکله د ځان په اړه بدې خبرې مه کوه.
شپږم قانون :
هېڅکله خپلو خوبونو ته د رسېدلو له پاره، له هڅې او کوښښ څخه لاس مه اخله.
اووم قانون :
هڅه وکړه، چې په ډېرې آرامۍ سره نه ووایې، له نه ویلو څخه وېره مه لره. 
اتم قانون :
له هو ویلو څخه هم مه وېرېږه.
نهم قانون :
په ځان باندې مهربان واوسه.
لسم قانون :
که چېرې کوم څه نه شې کنټرولولای، نو په خپل حال یې پرېږده.
یوولسم قانون :
هڅه وکړه، چې له منفي پېښو او حالاتو څخه لرې شې.
دوولسم قانون :
د نورو د خوښۍ او خوشالۍ له پاره هغه کار مه ترسره کوه، چې نه دې خوښېږي.
دیارلسم قانون :
هڅه وکړه، چې بښنه وکړې، خو هېروه یې مه.
څوارلسم قانون :
په هېڅ حالت کې مقابل لوري ته دې خپله سطحه مه را ټیټوه.
پنځلسم قانون :
کومه خبره دې چې نه خوښېږي، مه یې تائیدوه.
 
شپاړسم قانون :
په هغو کسانو مهرباني وکړه، چې وړتیا یې ولري، ستا مهرباني ستا دنده ونه ګڼي او منندوی واوسي.
اوولسم قانون :
له هغه چاسره مه کېنه، کوم چې ترې کرکه لرې.
اتلسم قانون :
په زده کړه ورکولو کې بښونکی واوسه.
نولسم قانون :
له چا څخه چې خپه یې، نو د خپل خپګان دلیل ورته ووایه او د بښنې غوښتلو تمه ولره.
شلم قانون :
مینه وکړه، مینه ژوند ته د هیله من کېدو سبب ګرځي.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top