ترهګره!

ترهګره!



ښاغلی ترهګره!
زه بخښنه غواړم که تا هیر کړي وي چې د مور غیږ کې اوسیدل، خپلې خور ته په موسک نظر کتل څه احساس لري. زه بښنه غواړم چې تا هیر کړي چې الله ج تاسره مینه لري او له خپلې مبارکې ساه څخه یې تاکې پوکړی. زه بښنه غواړم، بښنه غواړم چې تا خپله پښه په توره کنده کې دننه کړه او زړه دې تر ډبرې ټینګ کړ او هغه لاسونه چې خدای درکړی وو، د هغه د بندګانو په ژوند اخیستلو کې دې وکارول او د هغو کسانو ژوند دې واخیست کوم چې تا یې حق نه درلود.
هیڅ نه پوهیږمه ستا سوله او ستا فکر څه شول چې یوازي د وینو بهولو په اړه فکر کوې. نه پوهیږم چې دا به څه وي چی ستا مخ یی له لمر او رڼا واړاوه؟ هیڅ نه پوهیږمه چې هغه معصوم ماشوم چې سترګې یې د معصومیت ښکارندوی وې اوس څرنګه د نورو د وژلو په فکر کې ده چا هغه بدل کړ؟
ستا نفرت د لمر د راڅرګندیدو پر وړاندي ډیر ضعیف دی، زه پوهیږمه چې ستا ناپوهۍ ورځ او رڼا له منځه نه شي وړلی. ستا دا تیروتني به زموږ د مینی نړۍ ړنګه نه کړی. موږ به د یوبل په غم وژاړو او پرښادیو به خوښ شو. انسانيت کې لا مینه ژوندی ده. هیڅوک دا مینه نه شی ړنګولی... که ته هم د مینې نړۍ ته راستنیده غواړې نو وسله دې کیږده او موسکا خپره کړه.


tags

ستاسې تبصرې

*

Top