اقتصاد پېژندنه/ (۲۹ مه برخه)

اقتصاد پېژندنه/ (۲۹ مه برخه)



پانګیزې سرچېنې
Capital Resources
پانګه Capital) ): په عامه اصطلاح پانګه نغدې پيسې يا په بانک کې پيسو (حساب ) ته وايي، خو د يو کاروباري شخص لپاره کاروباري وسايل نغدې پيسې ماشين الات ټول پانګه ګڼل کېږي چې د پانګې مفهوم له دې سره توپير لري پانګه د شتمنۍ هغه برخه ده چې د نورې شتمنۍ د لاسته راوړلو لپاره کارول کېږي هغه شتمنۍ چې يوازې زموږ غوښتنې پوره کوي او عايد پرې نه ترلاسه کېږي پانګه نه بلل کېږي لکه: که يو شخص موټر د خپل ځان لپاره کاروي دا پانګه نه ده خو که دغه موټر په کرايه ورکړي نو بيا پانګه ده دلته يوه خبره د يادونې وړ ده چې يوازې هغه توکي په پانګه کې دخيل دي چې د عايد د ترلاسه کولو لپاره نه وي واخيستل شي که څوک زوړ موټر واخلي هغه په پانګه کې نه راځي او همدارنګه که څوک زوړ کور واخلي بيا هم په پانګه کې نه راځي ځکه زوړ کور نوی شوی نه دی، يوازې د ملکيت حقوق يې له يوه کس څخه بل کس ته ليږدول شوي دي. په هېواد کې نوې شتمنۍ نه ده رامنځته شوی دپانګې په اړه اقتصاد پوهانو نظرونه ورکړي چې په لاندې ډول ترې يادونه کوو:
● ادم سمیت : پانګه د يو شخص د شتمنۍ هغه برخه ده چې عايد پرې لاسته راوړي.
● ايس .ای. تهامس: له ځمکې پرته د وګړو او هېواد د شتمنۍ هغه برخه چې د نورې شتمنۍ په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.
● الفرد مارشال: ټوله هغه جمع شوې شتمني چې د يو توليدي کړنو لپاره کارول کېږي پانګه بلل کېږي.
● ريکاردو: پانګه د يو هېواد شتمنۍ هغه برخه ده چې د شتمنۍ د لاسته راوړلو لپاره په لګښت رسېږي.
● چيپ مين: پانګه هغه شی دی چې د شتمنۍ په پېدا کولو کې مرسته کوي.
د پانګې ځانګړتياوې :
● د پانګې ډېر والی د انسان د وس خبره ده د وخت په تېرېدو سره په پانګې کې زياتوالی راځي او په يو هېواد کې د د پانګې زياتوالی د هېواد اقتصادي پرمختګ بنسټ جوړوي.
● لېږد وړ: پانګه د لېږد وړ ده، پانګه له يو ځای څخه بل ځای ته په اسانۍ سره لېږدول کېږي.
● د پيدايښت نامحدوده ځواک: د کار او ځمکې د پيدايښت ځواک محدود خو د پانګې نامحدود وي.
● د شتمنۍ برخه: پانګه د شتمنۍ هغه برخه ده چې د عوايدو د زياتوالي لپاره د توکو په شکل تر لاسه کېږی.
د پانګې جوړښت مراحل: د پانګې د جوړښت لپاره لاندې درې مرحلې اړینې دي:
  1. سپما(Saving): تر ټولو وړاندې مرحله ده چې خلک خپل ټول عواید په ورځنیو چارو نه مصرفوي بلکې یو شمېر له ځانه سره ساتي او هغه عواید چې په مصرفي توکو لګول کېږي ساتل کېږی.
  2. د پانګې بازار ته د سپما لیږد: د پانګې د جوړښت دویمه مرحله له کورنیو د سپما لېږد دی، کاروباري خلکو ته چې په کار یې ولګوي او ددې لپاره اړینه ده چې په هېواد کې د ونډو بازار شتون ولري. یانې د کاروباري خلکو او هغو خلکو چې سپما یې کړي وي اړیکه ټينګوي.
  3. د پانګیزو توکو تولید: د پانګې د جوړښت دریمه مرحله ده کومې سپماوې چې له پانګوالو سره راټولې شي نو هغوی پرې نوي پانګیز توکي اخلي نوی کمپنۍ جوړوي او په دې توګه صنعتي پرمختګ رامنځته کېږي.

د پانګې د جوړښت سرچینې هم په دوه ډوله دي:
۱- کورنۍ سرچينې: هغه سرچینې دي چې د هېواد په داخل کې ترلاسه کېږي او په دوه ډوله دي چې عبارت دي له: انفرادي سپماوې او دولتي سپماوې. چې انفرادي سپماوې بیا په دوو ټکو راڅرخي، یو دا چې څوک د سپما ځواک ولري او دویم دا چې د سپما اراده ولري، چې دهمدې لهمخې انفرادي اشخاص سپما ترسره کوي . د سپما لپاره دا دواړه اړین دي، ځکه ځینې خلک دي چې د سپما ځواک لري او اراده نه لري او ځینې خلک دي چې اراده لري خو ځواک نه لري. خو کله چې د دولتي سپما خبره کېږي نو د هغوی د طبیعي وسایلو په ډېرښت، د پانګونې کړنې،اقتصادي پرمختګ، د لیږد رالیږد ښه وسایل، د بانکوالۍ اسانتیاوې د تادیاتو د بیلانس مثبت والی پورې اړه لري. که چیرته د عوایدو مقدار له لګښتونو ډېر وي نو د خلکو د سپما ځواک لوړ وي او د خلکو د سپما مقدار د حکومت له مالیې څخه هم اغېزمن کېږي که مالیه ډېره لوړه وي نو د سپما اندازه ورسره کميږي.
۲- بهرنۍ سرچينې: بهرنۍ پانګه: لکه څرنګه مو چې وړاندې ذکر کړه د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره پانګې ته ډېره اړتیا ده نو ځکه د پانګې ډېرول اړین دي خو ډېر داسې هېوادونه دي چېسپما خو یو خوا ته پریږده چې د ژوند هغه اړتیاوې نشي پوره کولی نو ډول هېوادونه د پرمختيايي پلانونو لپاره له بهرنیو هيواونو څخه پانګه ترلاسه کوي. چې لاندې درې بنې لري:
۱- مخامخ پانګونه(Direct investment): له مخامخ پانګونې څخه موخه دا ده چې د بهرنیو هېوادونو کاروباریان راشي او په یو ځانګړي هېواد کې پانګونه وکړي، د ساري په توګه: د يو بهرني هېواد کاروباریان راشي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.
۲- بهرني پورونه(Foreign debt): نړیوالو ادارو څخه لکه : پیسو نړیوال صندوق، نړیوال بانک، د اسیا پراختیايی بانک څخه او یا له نړیوالو مالي موسیسو څخه د پور اخیستلو ته بهرني پورونه ویل کیږي .د دې ډول پورونو ښه والی په دې کې دی چې پور اخیستونکی هېواد کولی شي د خپلې خوښې سره سم پيسې ولګوي. چې د بهرنیو کاروباریانو په کې هیڅ ډول غوښته نه وي.
۳- بهرنۍ مرستې او ډالۍ(Foreing Aids/gifts): ځینې وخت هېوادونه چې په ښه اقتصادي حالت کې نه وي نو مرستې ورسره کوي د ساري په توګه: د سیلابونو په وخت، ځمک لړزې په وخت کې او یا نورې افتونو په وخت کې د مرستو ترلاسه کول.
پانګه او نور عناصر:
پانګه په عمومي ډول له نورو عناصرو لکه شتمنۍ، پيسې، ځمکه او عوايد سره ګډه په يو مفهوم کارول کېږي. دا په داسې حال کې ده چې يو له بل ستر توپير لري ددې لپاره چې د پانګې په مفهوم ښه پوه شو، نو لازمه ده چې له لاندې عناصر تشريح کړو:
۱- پانګه او شتمنۍ: له شتمنۍ څخه موخه ټول هغه شيان دي چې زموږ اړتياوې پرې پوره کېږي او لاندې ځانګړتياوې لري:
  • افاديت ولري
  • کم پيدا وي
  • د ليږد وړ وي

 پانګه د شتمنۍ هغه برخه ده چې د عايد د لاسته راوړلو لپاره کارول کېږي، که شتمنۍ د غوښتنو د پوره کېدو لپاره وکارول شي، پانګه نه بلل کېږي د ساري په ډول: خوراک،لباس او نور. او یا هم پانګه د شتمنۍ هغه برخه ده چې عايد پرې لاسته راځي.
۲- پانګه او پيسې: له پيسو څخه موخه  ټول هغه وسايل دي چې  د تبادلې د وسيلې په توګه کارول کېږي، پيسې پانګه نه ده، خو هغه پيسې پانګه ده چې د شتمنۍ د لاسته راوړلو لپاره کارول کېږي، د ساري په ډول: په کاروبار کې پرتې پيسې پانګه بلل کېږي.
۳- پانګه او عوايد: پانګه د شتمنۍ هغه برخه ده چې عايد پرې لاسته راځي، برعکس عايد هغه شتمني ده چې د پانګې د کارونې څخه لاسته راغلې وي، د ساري په ډول: کله مو چې کور په کرايه ورکړی وي، کور پانګه او کرايه يې عايد دی.
۴- پانګه او ځمکه: د پانګې او ځمکې ترمنځ يو شی ګډ دی چې دواړه په توليد کې لاس لري او دواړه د توليد عاملين دي، خو لاندې توپير لري:
  • ځمکه د انسان په وسيله نه ده پيدا شوې، خو پانګه بيا د انسان د هڅې په پايله کې رامنځته شوې.
  • په ځمکه کې ډېروالی او کموالی نه راځي، خو په پانګه کې ډېروالی او کموالی راځي او ځمکه څوک لمنځه نه شي وړلی، خو پانګه ډېر ژر له منځه ځي .
  • ځمکه له يو ځای څخه بل ځای ته نه ليږدول کېږي، خو پانګه په زرګونه کيلومټره لرې لېږدول کېږي.

په اقتصادي پرمختګ کې د پانګې ونډه: د يو هېواد په اقتصادي پرمختګ ډېره مهمه ونډه لری، لکه څرنګه چې د انسان وجود لپاره د وينې اړتيا ده، همداسې د اقتصاد پرمختګ لپاره پانګه اړينه ده چې په لاندې ډول ترې يادونه کوو:
۱- له طبيعي وسايلو څخه ګټه پورته کول: انسان تر هغه وخته له طبيعي وسايلو څخه ګټه نه شي پورته کولای شي ترڅو چې پانګه تهيه نه کړي، د کرنيزو توکو په توليد کې د کانونو په راويستلو کې او د نورو وسايلو د کارولو لپاره پانګې ته اړتيا ده.
۲- پراخه توليد: د پانګې په وسيله توليدات ډېرېږي، ځکه که څوک ډېره پانګه ولري کولای شي ډېر اومه مواد او نوي ماشين الات واخلي چې ورسره توليد ډېرېږي.
۳- د توليد د لګښت کموالی: د پانګې په وسيله نه يوازې دا چې توليد ډېرېږي بلکې د توليد لګښت ورسره هم راټيټېږي، د پانګې په مرسته د توليد عمليه تېزېږي، ښه او باکيفيته توکي ژر تيارېږي او ورسره في واحد لګښت راټيټېږي.
۴- اقتصادي پرمختګ: په اوسني وخت کې د پانګې ارزښت دومره ډېر دی چې بې له پانګې يو کوچنی کاروبار هم نه پيلېږي، دا يوازې د پانګې زور دی چې انسان په خپل ژوند کې په هره برخه کې پرمختګ کړی دی، پانګه د هر هېواد اقتصاد حالت ټاکي په کوم هېواد کې چې ډېره پانګه وي، له اقتصادي اړخه پرمختللی وي او په کومو هیوادونو کې چې د پانګې کمښت شتون ولري هغه هېواد اقتصادي پرمختګ نه شي کولای، د پانګې په وسيله د وګړو د ژوند کچه لوړېږي.
۵- د توليد عامل(Factor of production) : د توکو په توليد کې ځمکه، کار، پانګه او اداره ټول برخه لري چې دريو کار، ځمکې او ادراي انحصار په پانګې دی د ساري په ډول: زموږ په هېواد کې کرنه دومره حاصل نه کوي لکه څومره چې پرمختللي هېوادونه کوی دا ځکه چې له هغوی سره نوی ماشين الات او ښې کيمياوي سرې شتون لري.
tags

  

  

د محمد داود نیازی ژوند لیک
محمد داود نیازی زیار کښ او ژمن انسان
زما د ژوند د یو ستونزور او خواږه پړاو ،پیاوړی او هوښیار ملګری ،د چا په خټه کې چې ژمنتوب ،رښتینولي او ملګر پالنه له پیله نغښتې ،د یوه ښه انسان ځانګړنې یې د وجود په هر رګ کې غزونې ......

      

...

  

ستاسې تبصرې

*

Top