هدف، زده کړه او بری/ ۶ مه برخه

هدف، زده کړه او بری/ ۶ مه برخه


د ځینو مشهورو شتمنو کسانو د بریالیتوب د ستراتیژيو لس مهم قوانین یا ټکي
په دې برخه کې د څو اقتصادي بریالیو اشخاصو د بریالیتوب د ستراتیژۍ لس لس ټکي لیکو، چې له هغو ځوانانو سره مرسته وکړي، چې غواړي په دې برخه کې لوړو مقامونو ته ورسیږي.
  بیل ګیټس
بیل ګیټس د نړۍ تر ټولو ستر پانګوال دی. له ډیرې کمې پانګې یې سوداګري پیل او سل بیلیونه ته یې ورسوله. تر اوسه یې ۲۸ بیلیونه ډالر خیریه کارونو ته وقف کړي دي. د بیوزلو ملکونو د خلکو ژوند یې عملاً لیدلی او د هغوی د ستونزو تر لیدلو وروسته یې د روغتیا، پوهنې او فقر د له منځه وړلو پروګرامونو ته مرستې ورکړې دي. اوس هم د نړۍ د تر ټولو بریالیو خلکو په ډله کې دی. د ده د بریالیتوب لس مهمې ستراتیژي ګانې دا دي:
1)      انرژي لرل
2)      د اغیز ځواک ساتل او کارول
3)      سخت کار کول
4)      راتلونکي ته پلان جوړول
5)      د بري لپاره له پله کار اخیستل یا په تدریجې او څو مرحله اي ډول مخ ته تلل تر څو پرې بریالیتوب ته ورشي
6)      له خپله کاره خوند اخیستل
7)      مشوره اخیستل
8)      تکړه خلک استخدامول
9)      په کارونو کې د ځند مخنیوی او د نن کار سبا ته نه پریښودل
10)  خوش طبیعتي
  وارن بوفت
د نړۍ له هغو بریالیو اشخاصو څخه دی، چې ټایم مجلې د شلمې پیړۍ تر ټولو اغیزناک شخصیت ګڼلی دی. د بوفت پانګه تر اویا بیلیونه حساب شوې ده. د خپلې نغدې ۴۸ بیلیوني پانګې څخه یې ۴۰ بیلیونه بیل ګیټس ته بښلې ده او دلیل یې دا ګڼي چې بیل ګیټس د مرستې او صدقې پيسې په بهترین ډول لګوي. د وارن بوفټ د بریالیتوب د ستراتیژۍ لس مهم ټکي دا دي:
  1. ژوره مینه
  2. د نورو په فکر کار نه کول، بلکې پخپل فکر کار کول
  3. ښه، باکفایته او وړ خلک استخدامول
  4. مطالعه، مطالعه، مطالعه
  5. په سوداګرۍ کې د مصئونیت څنډه(safety margin) په پام کې ساتل
  6. په تولیداتو او خدماتو کې تر نورو خپله مقایسوي برتري ساتل
  7. د تولیداتو د کیفیت لوړ ساتل
  8. په کار او مارکیټ کې مسابقې او رقابت ته تیاری
  9. د بریالیتوب بېلګه کیدل
  10. له هر چا سره بې شرطه مینه کول
رټن ټاټا
د هند په ممبيي کې د ټاټا کمپینو د ګروپ مشر و. دغه کمپنۍ او هر کال سل بیلیونه ډالر عاید لري. د ده د بریالیتوب لس قوانین دادي:
1)     کارکوونکو سره پوهاوی
2)     له فرصتونو څخه کار اخیستل
3)     سخت کوشي او دروند کار
4)     باور جوړول
5)     موءدب اوسیدل
6)     خپل اتل لرل او د نورو له تقلیده ځان ساتل
7)     د کار او تولید په برخو کې بدلون راوستل
8)     خپل ځان اوسیدل (تقلید نه کول)
9)     په تولید او مارکیټ کې مسابقې او رقابت ته تیاری
10)ناشونی کارونه کول او د نوښت لپاره خطر اخیستل
  ریچارډ پرنستون
د څلورسوه کمپینو مشر و. د کال یې ۵ بیلیونه ډالر ګټل. د نورو په شان په معمولو لارو نه تلو بلکې نوې او نوښتیزې لارې یې میندلي. د ده د بریالیتوب لس قوانین دادي:
  1. په ژوند او کار کې ساده ګي
  2. هڅه او کوښښ
  3. دوامداره زده کړه
  4. لیډر او لارښود کیدل
  5. نورو ته واک ورکول
  6. له خلکو سره ښه چلند
  7. کارونه مخ پورته وړل او ورته وده ورکول
  8. پر خپل کار د ډاډ په صورت کې د خلکو د شک پروا نه ساتل
  9. د وخت له مثبت والي ګټه اخیستل
  10. په نوي ډول کارونه کول یا نوښت او ابتکار

  جک ما
د چین تر ټولو ستر او د نړۍ ۱۸ شتمن شخص دی. له شلو زرو ډالرو یې سوداګري پیل کړه. د علي بابا شرکت بنسټ یې کیښود او په لږه موده کې د دیرش بیلیونه پانګې خاوند شو. د ده د بریالیتوب لس قوانین دادي:
  1. خپل خوبونه او ایډیالونه ژوندي ساتل
  2. پر کار تمرکز
  3. واړه خلک (حسد کوونکي) له نظره غورځول
  4. د هڅونې ژوندي ساتل
  5. تمرکز
  6. ښه نوم او شهرت ساتل
  7. مراجعین مهم ګڼل
  8. شکایت نه، بلکې له فرصت څخه استفاده کول
  9. ژوره مینه
  10. له ردیدو ویره نه کول

  ستیف جاب
د ډیجیټليي انقلاب پلار، د نوښت ماسټر او د ډیزاین نابغه ورته وایي. په ۲۰۱۰ کال کې یې لس بیلیونه ډالر ګټلي وو. د اپل کمپنۍ د ټولو بریاوو تر شا د ده لاس دی. د ده د بریالیتوب لس قوانین دادي:
1)     محدود ژوند نه کول
2)     ژوره مینه
3)     د ځان لپاره ډیزاین، بهترین ډیزاین ګڼل
4)     پیاوړی ټیم جوړول او ساتل
5)     د پيسو لپاره کار نه کول، بلکې د مینې او تعهد له مخې کار کول
6)     بدل او ناکاره شیان نه پلورل
7)     ځاني مهال ویش په نظر کې نیول او عملي کول
8)     مراجعین او اخیستونکي مهم ګڼل
9)     ارزښتونه په پام کې نیول
10)کله کله (د ابتکار او نوښت په برخه کې) د حرص، حماقت یا لیونتوب تر بریده هڅه کول.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top