ترږمۍ زما ملګرې

image_demo_30



ډېوه رپېدله، تتې رڼا یې په دېوال وېرونکي انځورونه جوړل، سترګې مې پټې کړې، د ونو د څانګو خرپا د ظالم باد د بېرحمۍ کیسه را اوروله. ښکالو مې تر غوږو شوه، سترګې مې پرانیستې، ته مې تر مخ ناسته وې، ښه درته ځیر شوم، ځواني مې رایاده شوه، هر وخت به په تندر او توپان کې ستا لیدو ته راتلم. فاصلې له منځه وتلې وې.نن ته له تصویره را وتلې وې خبرې دې کولې. خو ما ځان د څلورو دېوالونو تر منځ لیده.
باد تېز شو. ستا انځور له دېواله را پرېوت، دانه دانه شو. ډېوه يې ووژله. زه ترږمۍ او وېره له هماغه راهیسې ملګري یو.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top