د بې لومړیتوبه ولس خواږه

د بې لومړیتوبه ولس خواږه


د ځینو نثر لکه د ښې شاعرۍ خوږ وي. شاید دا دې جملې په لوستو د ځینو ذهن ته وار د واره د حافظ همیم نوم ورغلی وي.
د همیم نثر لکه د همیم د شاعرۍ خوږ دی او د همیم شاعري بیا دومره خوږه ده، څومره چې تاسو د ډېرو خوږو لپاره معیار ټاکلی.
همیم ما یو ځل له نېږدې لیدلی، نه پوهیږم چې دی هم لکه د خپلې شاعرۍ په څېر خوږ و، که ما ته زما ذهن وار له مخه خوږ ترسیم کړی و؟!
دی که تاسو ته خوږ دی یا نه دی، خو زه فکر کوم چې نثر یې هر چا ته لکه د ده د شاعرۍ په څېر خوږ دی.
د و.ا.ګ پکتیا عامه کتابتون نه مې د بې لومړیتوبه ولس ( لونګ؛ کالمونه)  کتاب را واخیست. ما وې موکې کې به یې ولولم.
پر کتاب سریزه کې ایمل پسرلی یو ځای د کتاب د نثر په اړه وایي: ".....خو په لونګ کې ریښتینی، خوږ، ازاد او داسي راوایسید، ته وا د لاندې ښوروا مو باندې کړي، د باندې واوره کوټه ده او په تاوخانه کې خواله سره کوو.
دا کتاب په ۱۵۱ مخونو کې دانش خپرندویه ټولنې په ۱۳۹۲ کال کې زر ټوکه چاپ کړی.
ما مخکې لوستی و، نن ماسپهین د کشر ورور یونس ژوند د مطالعې خونې ته ورننوتم. د Brain Tracy (Change your Thinking Change Your Life) کتاب یې لوستو. څنګ کې یې، حد اکثر موفقیت او بې لومړیتوبه ولس کتابونه ایښي و.
بې لومړیتوبه ولس کتاب مې راواخیست، (نشه یي توکي، زموږ د نسل بله غمیزه) لیکنه مې را واړوله، ده په پیل کې د خپل کلي د چرسیانو په اړه خبره کړي، خو که تاسو لوستو، زما په څېر به و نه انګیری چې زموږ د کلي د مامد، چرس الله او د دوی د دوو نورو ملګرو په اړه نه دی غږیدلی.
همیم په کالمونو کې زیات د کلي په اړه غږیدلی، خو داسي نه لکه د خپل کلي په اړه چې غږیدلی وي؛ بلکې داسي لکه زما، ستا او د ټولو کلیو له حاله چې خبر وي او هلته یې شپې شپې تېرې کړي وي.
همیم د خپل ولس ځینو ستونزو ته اشاره کړي او د هواري پر لارو چارو یې داسي غږیدلی، لکه کوم مجرب ناصح چې چا ته په کنایه کې نصیحت کوي.
د ولس ناغیړیو ته یې هم د انسان ور فکر کوي، خو داسي نه چې پر خپلو خلکو دې غوسه کړي، داسي چې هم خپل ولس خوږ در ولګیږي او هم دې زړه په خوږ شي، چې نور دې له دې بدې ورځي ووځي.
د لونګ دغه کالمونه نه یوازې د خپل کلي کور په ستونزو او کلتوري مسایلو خبرې کوي؛ بلکې په سیاسي، ادبي او علمي مسایلو هم بحثونه پکې شوي.
کتاب کې نوي خبرې ډېرې دي، هغه خبرې چې شاوخوا یې ډېرې وینو خو لا پرې چا د خبرو کولو له پاره فکر شوی نه دی.
پر کتاب سریزه کې ایمل پسرلي هم ویلي، په لونګ کې یوازې نثر نه فکر هم د پام وړ دی.
ما یې لا پورته یاده لېکنه بشپړه نه وه لوستي چې یونس ته مې هغه د بریال صیب خبره وکړه، چې دا کتاب دومره خوږ را لګي چې و یې خورم.
یونس ته مې ویل چې که دغه کتاب لولي، په داسي مینه او پام یې ولوله، لکه کوم ښه فلم چې را روان وي، هر ځای او هرې رسنۍ کې پرې بحثونه کېږي، موږ ورته لیوال و، چې کله به یې ګورو، ډېرې ورځې وروسته یې په ایچ ډي کیفیت تر لاسه کړو او بیا یې ګورو.
او یا هم لکه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چې د پاکستان د کرکټ له ملي ټیم سره لوبه وي، په ورځو ورځو پرې هر ځای بحث روان وي او د افغانستان د کرکټ لوبډلې لوبډلمشر ورته چیلنج ورکړي وي. 
داسي لوبه نو سړی بیا بال بال په دقت ګوري.
د یونس ژوند ژوند دې اوږد او نیکمرغه وي، دا ده له برکته دا دی، تاسو ته هم دا خبره ورسول شوه، کتاب پیدا کړئ، و یې پیرئ او په مینه او پام یې ولولئ، چې هم خواږه درکړي، هم مالومات او هم یو فکر ترې واخلئ.

tags

ستاسې تبصرې

*


Top