نړیوال پخواني متلونه

نړیوال پخواني متلونه



لومړۍ برخه
-خندا هغه ژبه ده چې د ټولو ملتونو خلک پرې پوهېږي. د چاد متل
- د خوښيو شریکول خوښي دوه چنده کوي.
د غمونو شریکول غمونه نيم کموي. سوډاني متل
- څوک چې د سندرو ویلو هیله او امید لري هميشه ځانله د ویلو لپاره يو څه پیدا کوي.
سوډاني متل
- هوښیاران خپلې پریکړې په خپله کوي او جاهلان د خلکو په خبرو پسې ګرځي. چینايي متل
- هرې مور ته خپل ماشوم د نړۍ تر ټولو خوږ او ښایسته ماشوم وي.چينايي متل
- د مینه لرونکي زړه څښتن همیشه ځوان وي.
يوناني متل
- د کتابونو لوستل له زړه غمونه کموي. د مراکش یا المغرب متل
  • دردونه درنه هوښيار شخص جوړوي. سويډني متل

- د ښه دوست د کور لاره هیڅ وخت هم اوږده نه وي.ډنمارکي متل
- نايي خپل ويښته په خپله نه جوړوي. افریقایي متل
- هغه طرف غشی له کمانه مه خوشی کوئ چې بیرته ستاسو په طرف راګرځي. کوردستانی متل
- غمونه له وخته وړاندې د انسان ويښته سپينوي. ايټالوي متل
- د حال وخت په څېر وخت بیا نه پیدا کېږي. انګليسي متل
- وخت وزرونه لري.انګليسي متل
- هغه خبرې چې له زړه راوځي؛ زړه ته ننوځي
هیبرا متل (د اسرايلو ژبه)
- مخکې له دې چې تږي شئ، ځان ته کوهي وکیندئ.
چينايي متل
- ړوند هم کله ناکله کارغه ولي.
فلېمیش متل (د بیلجیم یوه ژبه)
- نارینه که د کور سر او تنه بلل کېږي خو ميرمنې یې زړه بلل کېږي. دکینیا هیواد متل
- لمر د ټولو لپاره یو شان راخیږي.د کیوبا متل
- د ښه دوست په څیر بله غوره هنداره نشته. د کېپ وریډ متل (افریقایي هيواد)
tags

ستاسې تبصرې

*


Top