روژه کې د بېوزلو لاسنیوی

image_demo_30



په روژې کې  دبیوزلو لاسنیوی، خلکوته خیر رسول او  د درستې حوصلې نه کاراخیستل  د روژتي مهمه خاصه ده
روژه په کال کې یومیاشت پرمسلمانانوفرض ده، چې داسلام پنځوبناووڅخه دریمه بنا ده، په دغه مبارکه میاشت کې پرحضرت محمد (ص) قران عظیم الشان نازل شوی او قرآنکریم د ټول بشریت له پاره آسماني لارښود کتاب دی، چې په کې د امر او نهی احکام، پندونه عبرتونه، موعظې، حکمتونه او قصص ټول شامل دي. الله تعالی په  سوره بقره کې فرمايلي دي:   اې دايمان خاوندانوپه تاسو روژه فرض کړئ شوې ده لکه څنګه چه له تاسومخکې قومونو(يهودو اونصاراو) باندی فرض کړئ شوې وه او دا د دې لپاره چې تاسې پرهيزګار اوسئ اودالله نه ووېرېږئ.  څنګه چې روژه بختوره میاشت ده، نو هرمسلمانانوته لازم ګڼو، چې  دروژې په میاشت کې دبیوزلو سره  مرستې وکړي،ځکه  روژه خلکوته  دخیر رسولو او مرستوکولومیاشت ده، چې باید هر شتمن  بې وسو سره خوراکي اوغیرخوراکي توکومرستې وکړي.  
په دې میاشت کي دیني عالمان وايې یوه نیکي دنورو وختونوپه پرتله لسګونه برابر ډيرثوابونه لري او دغه میاشت خلکوته دخیر رسولو او دځان لپاره دثواب ګټلو سترچانس دی.
په روژه کې نه یوازې  خلک په مرستوکولو بسنه وکړي، بلکې هغه څه چې په دې مبارکه میاشت کې  ډیرثوابونه لري او یا هغه څه چې مسلمانانوته  داسلام له پلوه لازم شمیرل شوي ترسره کړي،  نو اسلام مونږ ته وايي؛ روژه د صبر او زغم مياشت ده. ځکه مونږ مسلمانان  باید دغه مبارکه میاشته کې دحوصلې نه کار واخلو. چاته ناوړه اوبدې خبرې ونه کړو، دکنځلواو نورو ناروا خبرو څخه په کلکه توګه ځانونه  وژغورو.
درسول الله صلی الله عليه وسلم حديث دی: که چيری څوک تاسوته سختی اوسپوری خبری کوي نوتاسو ورته ووائي چه زما روژه ده.
په روژه کي عبادت د نورو مياشتو په پرتله زيات ثوابونه  لري، نو ناوړه چلند هم د نورو مياشتو پر تله زياته ګناوې  لري.  یعنی  ښه کارونه  دنورو میاشتو په اندازه  ثوابونه يې  زیات وي او دبدو کارونو ترسره کول   سړی  دزیاتوګناهنو  په سندکې لاهو کوي.
اوس هرمسلمان ته لازم ده، چې د روژ ې په مبارکه میاشت کې دخدای تعالی (ج) عبادتونه  دزړه له تل اداء کړي،  له  پوره ایماندارۍ او رښتونولۍ  خلکو سره ښه چلندوکړي اوله ناوړو اوبدوخبرو څخه ځانونه  وساتي، دحوصلي نه ډک ووسي اوله بیوزلو سره دخپل وس اوتوان  په اندازه مرستي وکړي.  نوکه چیرته مونږ  له پورتنیو ټکوڅخه ګټه    پورته کړو، نوانشاالله دپوره ایمان درلودونکو او دبشپړه روژتیانو په قطار کې به وشمیرل شو، ځکه  بیوزلوته خیر رسول، له نورو خلکو سره ښه اونیک چلند ترسره کول، په  دې میاشت کې له  زغم اوحوصلې څخه کار اخیستل او دالله تعالی عبادات  دزړه له خلوصه اداء کول  دیو ښه اوبا تقوا روژتي  ځانګیړني دي، چې  خاص دالله تعالی رضا په کې نغښتي وي  .     
شیرمحمدامیني ستانکزی 
tags

ستاسې تبصرې

*

Top