Rohi.af
ليكوال: . / نېټه: 21.02.2010 / خپرونكئ: زيږ اڅړ /      
د نبوي سيرت شپږ ورځنۍ دوره پای ته ورسيده

دنبوی سیرت هغه شپږ ورځنۍ دوره چی په پیښورکی د افغانستان داسلامي فرهنګی مرکز په انګړ کی دروان کال دسلواغی دمیاشتی په ۲۶ نیټه پیل شوی وه د شنبی په ورځ دکب دمیاشتی په لومړۍ نیټه پای ته ورسیده .
دوره کی دسیمی دلیسو،مدرسو،پوهنتونونو د شاوخوا ۷۰ تنو شاګردانو برسیره عامو خلکو هم برخه اخیستی وه .
محترم استاذ عبدالواسع صابر شپږ ورځی پرله پسی هره ورځ دوه ساعته درس وړاندی کړچی درسول الله صلی الله علیه وسلم د پیدایښت نه تر وفاته پوری بشپړ سیرت يي په ډیر ښه ،جذاب او مستند ډول ګډونوالوته تقدیم کړ، ددوری ګډونوال به په ډیره مینه هره ورځ په خپل ټاکلی وخت مرکز ته حاضریدل دنبوی سیرت په اوریدلو به یی دخپل معنویت پالنه کوله .
ددوری په وروستۍ ورځ د محترم استاذ صابر د اختتامی درس نه وروسته د افغانستان اسلامی فرهنګی مرکز مسؤول قاضی محمد حسن اسلامی خبری وکړی او ددا ډول دورو په اهمیت او ارزښت یی رڼا واچوله اوىدخبروپه ترڅ کی یی وویل: " د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت د یو عادی شخص ، پاچا ، دیکتاتور او یا هم خیالی قصی نه دی چی مونږ واوریدی خوند مو تری واخیست او ساعت مو پری تیرکړ. داد انسانیت د ستر لارښود د ژوند،دعوت، جهاد او مبارزی هغه رښتینی قصه ده چی زمونږ ددین برخه او هره خاطره یی زمونږ لپاره درس او دژوند هر پړاو یی زمونږ لپاره نمونه ده چی مونږ باید خپل ژوند ددي په رڼا کی تیر کړو". دوره د مازیګر په ۴:۳۰ بجو د قاضی صاحب محمد حسن اسلامی په دعاء سره پای ته ورسیده .
په پای کی ددا ډول دینی اودعوتی پروګرامونو دمصارفو لپاره ګډونوالو ته د انفاق فی سبیل الله بلنه ورکړل شوه چی ګډونوالو په ډیره مینه ورته لبیک ووایه او مالی مرسته یی وکړه الله دی ورته اجرعظیم ورکړي.
یاده دی وی چی ددوری کډون کوونکو ته به د به د پنجشنبی په ورځ د کب دمیاشتی په ۶ نیټه دسیرت کنفرانس په ترڅ کی اسناد هم ورکول کیږی.

د سيرت النبی صلی الله علیه وسلم مسابقه ترسره شوه :


په پیښورکی د افغانستان اسلامی فرهنګی مرکزلخوا ۱۵ ورځی وړاندی اعلان شوی مسابقه نن د یکشنبی په ورځ دکب دمیاشتی په دویمه نیټه دسهار ۹:۰۰ بجو څخه تر ۱۲:۰۰ بجو پوری ترسره شوه .
سیالۍ کی د سیمی د۲۴ بیلابیلو لیسو، ښونځیو اودینی مدارسوڅخه ۱۲۸ تنو زده کوونکو ثبت نام کړی و .
د سیالۍ لپاره دسیرت ۵۰ څلورځوابه سوالونه ترتیب شوی وو او ټول دامتحان ګډون کوونکی په ۸ پنځلس کسیزو ګروپونو ویشل شوي ؤ چی هر ګروپ یی د یو استاذ لخوا کنترولیده .
سیالی تحریری بڼه درلوده چی د ورورۍ په فضا کی د بشپړ نظم په رعایت سره ترسره شوه او پایلی به یی د پنجشنبی په ورځ د کب دمیاشتی په ۶ نیټه دسیرت د یو شاندار کنفرانس په ترڅ کی اعلان شی او په لوړو نمرو بریالیو کډون کوونکو ته به جواېز ورکول شی ان شاءالله .
د مسابقی په نظم او کنترول کی لاندی محترمو استاذانو برخه درلوده :
استاذ محمد نسیم نیازی ، الحاج استاذ جمعه ګل ، قاضی محمد حسن اسلامی ، استاذ عبدالظاهر الاثری ، استاذ محب الربی ګران،ډاکتر محمدعلی ، ډاکتر سیف الله ،ګل محمد هاتف ، نوراحمد حمیدی او شکرالله مخلص.




ستاسې تبصرې
زموږ خبــــره
لړليک
كــــــــــــــــــــور پاڼه
زموږ هــــــــــــــــدف
له موږ سره مو اړيكې
خبرونه او تازه پيښې
سياسي او ټولكيزې ليكنې
زموږ خــــــــــــــــــــبره
د اونۍ څـــــــــــــــــــېره
اســـــــــــــلامي تمدن
ادب او کــــــــــــــلتور
شــــــــــــــــــــعرونه
علـــــــمي او معلوماتي
ذوقي او تفــــــــــريحي
درييــــــــــــمه لار
ورځې وجــــــــــــــــيزه
په نورو ژبوليـــــکنې
ســـــــــتاسې ليكنه
انځـــــــــــــــــــــــــورونه
د ټولو ليكــــــنو ارشيف
 
 
©www.rohi.af All rights reserved 2006-2014 Designed by Dr. Weyal كور پاڼه |  زموږ هدف |  انځورونه |  د ليكنو ارشيف |  اړيكي |