جنرال دوستم د تبعيد په بڼه  ترکيې ته لاړ

image_demo_30



 
د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستيال جنرال دوستم مطبوعاتي سلاکار ياسين خاموش پرون ناوخته آزادي راډيو ته وويل، چې جنرال دوستم د درمنلې لپاره ترکيې ته لاړ.
تر هغه وروسته چې پخواني والي احمد  اېشچي پر جنرال دوستم ادعا وکړه، چې پر ده يې د جنسي تېري هڅه کړې، پر نوموړي ډېر فشار و چې ترکيې ته لاړ شي او تر نامالومه نېټې هلته پاتې شي، خو دوستم تر اوسه د دغو غوښتنو پر وړاندې  مقاومت کړی و. د جنسي تېري په قضيه کې د دوستم يو شمېر ساتونکي محکمې ته حاضر شول، خو په خپله دوستم حاضر نه شو. دوستم  خپل دفتر ته له ورتګه منع شوی و او يو ځل چې نوموړي دفتر ته د تګ هڅه وکړه، کور يې کلابندشو. داسې ښکاري چې دوستم بالاخره اړ شوی، چې تبعيد ته غاړه کېږدي. 
tags

ستاسې تبصرې

*

Top