ملګري ملتونه: په افغانستان کې د کوکنار تر کښت لاندې ځمکه  ۱۰٪ پراخه شوې

image_demo_30



 
د ملګرو ملتو د نوې سروې له مخې په افغانستان کې د کوکنارو تر کښت لاندې ځمکه ۱۰٪ پراخه شوې او تر کښت لاندې ځمکه له ۱۸۳ زره هکتارو څخه ۲۰۱ زره هکتارو ته رسېدلې ده. په ۲۰۱۶ کال کې د اپينو د توليد کچه ۴۸۰۰ ټنو  ته ورسېده، د توليد کچه د هېواد  د ټولو زراعتي توليداتو له دوه ثلثو څخه زياته وه او لاسته راغلي عوايد يې د هېواد  ناخالص کورني توليداتو ۱۶٪ و. په ۲۰۱۶ کال کې  ۲۳۵۱۰۰ تنه په  بشپړه توګه د  کوکنارو د کښت او د اپينو د توليد  په کاروبار کې اخته وو. د راپور له مخې افغانستان  اوس هم د اپينو تر ټولو لوی توليدونکی هېواد دی او د نړۍ ۸۰٪ هېرويين همدلته توليدېږي. 
tags

ستاسې تبصرې

*

Top