هدف، زده کړه او بری/ ۳مه برخه

image_demo_30


د بیولوژۍ له نظره د انسان ځانګړتیا (Uniqueness)
 
انسان تر نورو ټولو ژوندیو موجوداتو متکامل (زیات پرمختللی) دی. انسان د حجراتو او نسجونو له نظره له نورو حیواناتو سره هم ورته والی لري او هم امتیازات، خو له فکري، دماغي، احساسي، عاطفې او ایجادي اړخه تر ټولو ممتاز او عالي دی. انسان یوازنی ژوندی موجود دی چې تعقل او منطق لري. استدلال کوي او خپل کارونه په ارادې سره کولای شي.
انسان هنر او لیکنه را منځته کوي، نوي شیان له سره تنظیمولای او بیایې ایجادولای شي، د ژبې، کلیمو او مفاهیمو د زده کړې مهارت او د عالي منظمو ټولنو جوړول یې ترټولو عالي کمال دی. انسان د نوع‌دوستۍ، مرستې، لاس‌نیوي، زړه‌خوږۍ او همدردۍ استعداد لري او داسې فکر کیږي، چې همدا یې طبیعي استعدادونه دي خو جګړه او دفاع یې کسبي او د مجبوریت استعدادونه دي.
عالي انسانان بې عوضه مرسته او مهرباني کوي، ټولنیزتوب او ګډ کاریې په فطرت کې نغښتی دی. د نوو څیړنو له مخې انسان فوق العاده مرسته کوونکی دی.
انساني دماغ او حواس د بل شخص د عقایدو او خیالاتو د نسبي پوهیدو وړتیا هم  لري او ژبه یې د مغلقو او پیچلو مفاهیمو د بیان وس لري. انسان تر ټولو ژوندیو موجوداتو د ځان پیژندنې په برخه کې برتري لري.
د خوب لیدلو، د هغه د تعبیر او یاد ته راوړلو توان او همدا راز د راتلونکي د فکر او پلان جوړولو او تیر وخت د تحلیل وس لري. انسان د پوهې، تجربو او معلوماتو د شریکولو، د ښه او  بد د تمیز او د ګټې او تاوان لوی فکرونه او کړنې کولای شي.
انسان د داسې ټکنالوژۍ جوړولو وس لري، چې نړۍ جوړولای هم شي او ورانولای هم. متاسفانه د جګړې او په لویه کچه د وژلو ځواک هم لري، خو له نیکه مرغه د سولې په جریان کې د سازش تدبیر هم کولای شي.
د خپل پیدایښت د راز او پای په باب فکر، تحلیل او وړاندوینه کولای شي. د خپل خلقت او خالق په باب فکر او له خالق سره د نږدې والي فکر هم کولی شي.
که په لنډه یې ووایو انسان تر نورو ژوندیو موجوداتو پوره پوره لوړ دی، چې د نوښت، شخصیت لرلو، تحلیل، استدلال، ایجاد، ښکلا، فکر، هنر، اخلاقو، وجدان او قضاوت لوړ او ځانګړي صفتونه او واکونه لري.
د بیولوژي پوهان وایي، چې انسان هم بدن (Body) لري، هم حواس (Sense)، هم ساه (Soul)، هم روح (Spirit) او هم شعور(conscious) ، او ارواپوهان دې نتیجې ته رسیدلي دي چې دا شعور نورې سطحې هم لري یعنیتحت‌الشعور(Subconscious)  او فوق الشعور (Super-conscious).
انسان یوازنی ژوندی موجود دی، چې د خپل خالق او ورسره د اړیکو جوړولو فکر کولای شي. اوس د بیولوژۍ پوهان په دماغ کې په هغه مرکز پسې ګرځي، چې له خدای پالنې سره اړیکه لري.
  د انسان د مغزو قوت
 
د انسان د دماغ د حجرو شمیر سل زرو میلیونو ته رسیږي. د دغو حجرو هره یوه یې له نورو سره تر شل زره پورې ډول ډول اړیکې لري او د دومره پیچلو او رنګارنګ تصوراتو او فکرونو وړتیا لري، چې شمیر یې په کایناتو کې د ټولو مالیکولونو د شمیر په اندازه دي. دا دومره لوی شمیر دی، چې که د یو (۱) عدد ولیکئ او مخې ته یې صفرونه ورکړئ نو اته مخونه به ترې ډک شي. د انسان د مغز اوسنی ظرفیت د ده د اوسني ژوند په شان د سلو دورو لپاره کافي دی. د انسان حافظه لا اوس هم تر هر کمپیوټر پیاوړې او قوي ده، د بریتانیا د دایرة المعارف ۲۲ ټوکه، چې تر دوه دیرش زره زیات مخونه لري حفظولای شي او په دوو ثانیو کې هغه څه بیرته رایادوي چې ورته سپارل شوي وي. د انسان شعور تر خپلې اندازې دیرش زره چنده پیاوړی تحت الشعور لري، چې د حافظې د یوې بې پایه ذخیرې شکل لري او کیدای شي له فوق الشعور سره وصل شي، چې له الله تعالی څخه د فضل غوښتلو په صورت کې د ټولو کایناتو له پراخو اړیکو او ځواکونو څخه ګټه واخلي. انسان سربېره پر دې د عقل، امیالو، غوښتنو، غریزو، درک، تحلیل، تعبیر، تفسیر، نتیجه ګیرۍ توان او سلګونه او زرګونه نور قوتونه هم لري. متأسفانه انسان د مغز د دغه پیاوړي قوت یوازې یو یا دوه فیصده فعال کړي دي، چې دا داسې معنا لري لکه یو چا ته چې سل زره ډالر په میراث رسیدلي وي او هغه ترې په ټول ژوند کې یوازې زر یا دوه زره مصرف کړي. انسان د دغسې مغزو په زور د لسګونو پوهنتونو دوکتوراوې اخیستلای شي او لسګونه ژبې زده کولای شي.
انسان د زیاتې او چټکې زده کړې حیرانوونکی وس لري. د دماغو پروفیسر او د زده کړې او حافظې په باب د څو کتابونو لیکوال ډاکتر بوزان په یو شمیر زده کوونکو تجربه وکړه. دې زده کوونکو په لومړیو ورځو کې هره ورځ ۲۵، بیا ۵۰، وروسته ۱۰۰ او تر ۵۰۰ د بهرنیو ژبو کلیمې زده کړې، داسې زده کوونکی یې هم وروزه، چې په یوه ورځ کې یې ۱۰۰۰ کلیمې زده کړې او یوه شاګرد یې دا شمیر درې زره ته ورساوه. د چټکې مطالعې میتودونه انسانانو ته د دې وړتیا وربښي، چې په یوه دقیقه کې تر ۵۰۰ او حتی زرو کلیمو پورې ولولي، چې اتیا سلنه یې په مغزو کې پاتې کیږي.
  پیغمبران په انسانانو کې مبعوث شوي دي
د بشریت تر ټولو لوی رهبران الهي پیغمبران د انسانانو له ډلې وو. بابا ادم علیه السلام د ټولو انسانانو پلار او لومړنی پیغمبر او زموږ محبوب پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه و سلم یې وروستنی او خاتم دی. هر پیغمبر د خپل عصر د تیارو په زړه کې د ایمان لمرونه بل کړي، چې د رڼا وړانګې یې تر ننه بلیږي.
که د دوی د ژوند، زغم، مینې، ارادې او پوهې په باب مطالعه وشي، انسان پوهیږي، چې الله تعالی د انسانانو په منځ کې څومره لوړ خلک را پیدا کړي، چې سمه لار یې ورښودلې ده. د رسول الله صلی الله علیه و سلم د سیرت کتابونه ضرور ولولئ او ځان ته یې د بیلګې په توګه غوره کړئ چې د ژوند په هره برخه کې ترې پیروي وکړئ.
  انسان او نوښت، کشف، اختراع او ایجاد
پوهو او تکړه انسانانو د بشریت د ژوند د هوساینې لپاره حیرانوونکي کشفونه کړي دي او د نوښت او ایجاد د هنر او وړتیا په لرلو یې د ځمکې زیاتره موجودات د ځان خدمتګاران ګرځولي دي. الله تعالی انسان ته دومره عزت ورکړی، چې ډیر لوړ کارونه کولای شي. دا عجیب موجود سپوږمۍ ته ختلای شي، د پراخو کایناتو دومره برخه پیژندلای شي، چې څوارلس زره میلیونه نوري کلونه فاصله لري او د کایناتو او مخلوقاتو له پټ مخ څخه د پردې په لرې کولو ډیرو زیاتو حقیقتونو ته رسیدلای شي. د بیلګې په توګه د آډیسون ذکر کوو:
اډیسون:۱۰۸۰ کشفونه کړي دي، چې تر ټولو مهم یې برښنا ده. برښنا د انساني ژوند په ښه والي کې داسې انقلاب راوستی دی، چې د ساینس او علم پرمختګ ته یې د نور سرعت ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې اډیسن په ښوونځي کې یو تنبل شاګرد و او استاد یې هغه له ټولګي شړلی و.
استاد د ده مور ته یو لیک لیکلی و، چې ستا زوی کودن دی او زه نه شم کولای څه ورزده کړم. کله، چې ده لیک خپلې مور ته ورکړی و، چې دا لیک استاد ورکړی څه یې پکې لیکي دي؟ مور یې ورته ویلي و، چې استاد لیکلي، چې اډیسن نابغه دی او د استاد تر سویې دا لوړه ده، چې ده ته درس ورکړي. اډیسن رښتیا نابغه شو او تر ټولو زیات او مهم کشفونه یې وکړل.
اډیسن په دې خبره هغه وخت پوه شو، چې د شهرت لوړو مدارجو ته تر رسېدو وروسته یې له خپل پخواني کوره خپلې نوې ماڼۍ ته د کور توکي لیږدول. په همدغه وخت کې یې د دیوال په یوه درز کې پر یوه کاغذ سترګې ولګیدې او د استاد لیک یې ولید، چې کاملاً د هغه څه خلاف و، چې مور یې ورته ویلي وو. د ده مور د ده په وجود کې د نبوغ نښې لیدلې وې. کیدای شي په تاسو هر یوه کې د نبوغ دغسې استعداد پټ وي.
د انسان د عزم قوت، د انسان د زغم او مبارزې قوت، د انسان د مینې قوت هر یو حیرانوونکي دي او په دې اړه کتابونه لیکل شوي دي، چې زده کوونکو ته یې لوستل ګټه رسوي. د دغو کتابونو په لوستلو به دوی پر ځان باور وکړي او د بریالیو خلکو پر لار به روان شي.
 
  هر انسان ځانګړی دی
 
سره له دې، چې د ځینو انسانانو استعدادونه څو اړخیز وي، خو زیاتره انسانان په ټولو برخو کې نه، بلکې په یوه ځانګړې برخه کې تر نورو زیات استعداد لري. له همدې امله ښه داده، چې هر څوک هغه کار وکړي، چې مینه ورسره لري او پکې تکړه وي، خو معمولاً پرمختګ له زده کړې پرته نه کیږي. د انسان تر ټولو لوی کمال دا دی، چې زده کړه کولای او علم او پوهه حاصلولای شي. هر انسان یوه ځانګړې ځانګړتیا لري. له بابا ادم علیه السلام څخه تر دې دمه، نه د ده په شان څوک نړۍ ته راغلي دي او نه به تر قیامته پورې راشي. هر انسان په نړۍ کې د یو مثبت بدلون د رامنځته کولو پوټنشیل (بالقوه وړتیا) لري. بل هیڅوک د ده رسالت سر ته نه شي رسولای او دی خپله د خپلو کړنو او ژوند واکمن او په نتیجه کې مسئول دی.
لکه، چې وویل شول د پوهې، زده کړي او تعلیم لرونکی یو شخص کولای شي:
  1. له خپل خالق او هغې نړۍ سره، چې دی یې یوه برخه ده، ژور اړیکي ټینګ کړي او تل زده کړې او پیژندنې ته دوام ورکړي.
  2. د مختلفو موضوعاتو په اړه خپل فکر پراخ کړي او نوي معنا لرونکي ترکیبونه رامنځته کړي.
  3. د بې پایه کایناتو له سترو اړیکو او تعلقاتو سره مل شي او په ځان کې د ښکلو هنرونو، ساختمان، نقاشۍ، شعر، غزل، رومان، مقالې، کشف او نوښت د ایجاد قوتونه فعال کړي.
  4. له نورو څخه خپل درک او له هغوی سره همدردي، تفاهم او اړیکي زیات کړي. تفاهم او همدردي دوه لوی انساني ممیزات دي، چې هر څومره په یو انسان کې پیاوړي وي، خوښي او بری یې زیاتیږي.
  5. د فردي ځانګړنو د درک او تصمیم استعداد په ځان کې وروزي.
  6. د فکر کولو مهارت زده کړي او د مسایلو او سرچینو د کورکورانه منلو پر ځای د هر شي په باب د ولې او څنګه تر ویلو وروسته نتیجې ته ورسیږي.
  7. د مسئولیت منلو او احساسولو قدرت په ځان کې وروزي، چې متفکر، ماهر او وتلی شخصیت شي او خپل ژوند په ښه ډول تنظیم کړي.

  خودبري یوه تر ټولو مهمه لار زیارکښي ده
له دې ټولو وړتیاوو سره سره الله تعالی انسان ته د بریالیتوب او پرمختګ یوه مهمه لار پریښې ده او هغه زیارکښي ده.وَأَن لَّيْسَ لِلْإِنسَانِ إِلَّا مَا سَعَىٰ ﴿النجم: ٣٩﴾ او دا چې دانسان لپاره له زیار پرته [هیڅ نصیب او برخه] نشته. دا ځکه چې انسان د داسې وړتیاو لرونکی دی، چې د زیارکښۍ، نظم او تکړه والي په صورت کې فعالیږي او د بري، روغتیا، خوشالۍ، نیکمرغۍ او سوکالۍ لوړو پوړونو ته رسیږي.
که انسان غواړي، چې د پرمختګ لوړو څوکو ته ورسیږي، باید هلته د رسېدو لپاره کلک هوډ او تصمیم ولري، عزم وکړي او زیارکښ وي، ښکاره موخې وټاکي او ورته د رسیدو لپاره کافي څه زده کړي، په خپل کار کې مهارت ولري، هره شیبه خپلو هدفونو ته د رسیدو لپاره فکر، کار، هڅه او کوښښ وکړي او په نتیجه کې یې لاس ته راوړي.
هیڅ پوهنتون او پوهنځی نشي کولای هغه چاته پوهه، مهارت او تصمیم ورکړي، چې نه غواړي پوهه زده کړي، مهارت تر لاسه کړي او د عالي ژوند جوړولو تصمیم ولري. عالم کیدل، بریالی کیدل او مصمم کیدل په شخص پورې اړه لري، په نورو پورې اړه نه لري. کار او د کار نتیجه هم پر الله تعالی پر توکل وروسته تر ډیره حده د شخص په عزم، نظم، تعهد، دسپلین او زیارکښۍ پورې اړه لري نه په نورو پورې. یوازنۍ لار همدا ده، چې شخص تصمیم ونیسي، چې پوهه زده کوي، مهارت لاس ته راوړي او د خپل ژوند ښه والي او انساني ټولنې پرمختګ ته په پوره هوښیارۍ او زیارکښۍ کار کوي. شخص باید پخيله له ځانه بریالی شخص جوړ کړي او له ځان سره ووایي: هغه څه، چې مې له ځانه غوښتل دا دی هماغسې کیږم. که له انساني ظرفیتونو څخه د استفادې یوه لار غواړئ نو هغه زیارکښي، سعی، تلاش او زحمت ایستل دي. نورې لارې ټولې له همدې یوې لارې تیریږي.
د بدن او مغز په اړه یو ډیر مهم قانون موجود دی، چې د کارولو قانون ورته وایي. معنی یې دا ده، چې که یو قوت او یوه وړتیا ونه کارول شي او استفاده ترې ونه شي، نو هغه قوت او ظرفیت کمزوری کیږي او حتی له منځه ځي. عضلې په فزیکي، دماغ په دماغي او روحي قوتونه په روحاني فعالیت پیاوړي کیږي. د دې هر قوت د فعالولو لپاره موږ ضرورت لرو، چې دا وړتیاوې په دوامدار ډول وکاروو. جدیت، عزم او جذبه پکې وساتو اودغه ډول زیارکښۍ ته دوام ورکړو.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top