ولسمشر بامیانو کې د یکاولنګ او دره صوف تر مینځ سرک پروژه پرانیسته

image_demo_30



ولسمشر محمد اشرف غني د بامیانو یکاولنګ او دره صوف ولسوالیو تر مینځ د سرک پروژې ساختماني چارې پرانستې.
یاده لاره بامیان له سمنګانو ولایت سره وصل کوي چې ۱۷۸ کلیومتره اودوالی لري.
د نوموړي لارې ساختماني چارې د ۲۰۴ میلیونه ډالره لګښت لري چې د اسیا پراختیایي بانک له خوا ورکول کیږي چې د یوه چینایي شرکت له خوا تر سره کیږي.
ولسمشر یاده لاره یو مهمه پروژه وبلله او ویې ویل چې یاده لاره د بامیانو لپاره د یوه شریان حیثیت لري چې د بامیان به د افغانستان په متحرک زړه بدل کړي.
د پروژې تطبیق به درې کاله وخت ونیسي.
د یادونې وړ ده هغه بېنر چې د یادې غونډې د پرانیستې پرمهال چاپ شوی و په دري او انګلیسي ژبو لیکل شوی و او د افغانستان دوهمه رسمي ژبه په کې نه لیدل کیده.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top