کندز کې لسګونه مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

image_demo_30



د افغانستان شمال کې چارواکي وايي چې د افغان هوايي ځواکونو په برید کې ۱۰ وسله وال مخالفین وژل شوي دي درې کسه نور ټپیان دي.
سرچینه وايي چې یاد عملیات د قلعه زال ولسوالۍ د چهارګل په سیمه کې تر سره شوي دي چې د طالبانو یو سرګروپ قاري نعمت الله هم پکې وژل شوی.
دا په داسې حال کې ده چې د قلعه زال ولسوالي د یوې اونۍ په شاوخوا کې د طالبانو په کنترول کې وه چې د دولتي ودانیو له سوزولو وروسته یې په شاتګ کړی دی.
د کندوز محلي چارواکي وايي چې طالبان یې د قلعه زال ولسوالۍ له مرکز څخه تر ۵ کیلومترۍ پورې په شا زغلولي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top