با صلاحیته شوراء!

image_demo_30



زما باور، پوھه، زده کړه، د دولت او حاکمیتونو مختلف ‌‌‌‌‌‌ډولونو تحقیق او د افغانستان تېره او نن راته داحکم او دا پایلې ته رسوي چې: افغانستان کې حاکمیت خلکو او ولس ته چې د پارلمان ( شوراء) له لارې تأمین شي ضرورت دی. نوي غو غير قانوني ساختارو نه هدف نه بلكې قانوني ساختارونه چې ملي او کاري وي، تنظيمول په کار دي. 
زه وايم هره ورځ ټاکنې او مختلفو مراجعو ته ټاکنې، پارلماني ټاکنې او محلي ټاکنې او .... نو زه لن‌‌‌‌‌‌ډ تأکید کوم:
_ پارلمان ( ملي شورا) محدود او دومنزله ( مشرانو او دخلکو استازي_ وکیلان ) د پېنځو کلو لپاره انتخاب شي.
پارلمان د نورو وظایف سره یواځې کلیدي سراسري کارونه کوي او د ښو قوانینو د تصویب او مراقبت وظيفه د علمي او اكادميك داخلي او بهرني اسلامي هېوادو په مرسته لري.
پارلمان د سخت پروسیجر یعنې د ټول پارلمان د نیم نه د ‌‌‌‌‌‌ډېرو په تصویب د افغانستان جمهور رئيس انتخاب او د ټول پارلمان په درې له څلورو برخو په تصمیم د اړتیا په موخه د هېواد جمهور رئيس عزلولای شي.
رئيس جمهور د پارلمان د اکثریت حزب او ګروپ رئيس د صدراعظم په توګه د کابینې سره پارلمان ته وړاندې کوي او پارلمان په کل کې یا کابینه تصویبوي چون د پارلمان اکثریت حزب دی او یا ردوي. که رد کړه تر میاشتو پورې منتصب صدراعظم نوې کابینې لست پارلمان ته وړاندې کوي او چون صدراعظم د پارلمان د اکثریت د حزب رئيس دی کابینه پارلمان ته وړاندې کوي او رای اخلي.....
که داځل هم ونشوه نو جمهور رئيس نوی صدراعظم د پارلمان د اکثریت حزب نه د کابینې پرجوړولوګماري او یو میاشت کې پارلمان ته وړاندې کوي او په کل کې رای اخیستو ته معرفي کوي.
ولایتي، ولسوالۍ او علاقدارۍ شورا بودیجوي او کلیدي تصامیم نیسي او دا تصامیم واجب الاجرا دی.دا شوراګانې کادري او غیر کلیدي کارو کی مداخله نه شي کولای او تصامیم دنافذو قوانینو په چوکات
کې نیسي.
زه باور لرم چې دا خامه او طرحې پخلي او نور بحث ته اړتیا لري خو دا ټول نظام ارزانه کوي او ملت ته نږدې کوي او د انورو مس‌ؤولین د ملت د قوانینو مجریان کرځوي او نه مطلق العنانه حاکمان چې خپل كار د رئيس اوچلي ته په کتو په ‌‌‌‌‌‌ډاره او ترس کې کوي.
ادامه لري
١٨/٥/٢٠١٧
tags

ستاسې تبصرې

*

Top