له پیړیو راهیسې محرومیت

image_demo_30



په تاریخي توګه یو ملت د وخت د غوښتنو په اساس تدریجي سولییز انکشاف کوي. د دې ملت وګړي باید له بیلابیلو فرهنګونو، ژبو، کړنو او علومو سره مخ شي. دوی د سیاحت له لارې باید بیلابیل ځایونه او کلتورونه، خوړا او خویونه وویني او زده یې کړي. دوی له بیلابیلو کلتورونو بیلابیل هنرونه او علوم زده کوي. بیلابیل علوم او کلتورونه د دې باعث کیږي چې د بیلابیلو نظریاتو ترمنځ بیلابیل بحثونو رامنځته کړي. دا بحثونه د انکشاف، او اختراع باعث کیږي او زغم رامنځته کوي. هغه څوک چې د ملت د عصریتوب، هنر او طبي ښکلا او د ټولنې د قومونو، ژبو او سمتونو سره د خپل ملت یا قوم د یو ځای کیدوسره اختلاف لري، غواړي چې خپل ملت یا قوم د خپل ځان یا د خپلې علمي کچې تر درجې پورې محدود وساتئ یا دا چې داسې مشران نه غواړي چې د دوی ملتونه او قومونه له دوی څخه معاصر نظریات ولري څو د دوی پر وروسته پاتې نظریاتو ونه غولیږي. د دې ډول مسلو په پایله کې هغه څه کیږي چې په پایله کې ملت لا پسې غني او معاصر کیږي.
بل لور دا پوښتنه را پیدا کیږي چې نور هغه کوم عوامل دي چې ملتپال، قومپال او مذهبپال مشران یې ترسره کوي. یوه خبره ډېره مالومداره او واضح ده، هغه دا چې په آسیايي هیوادونو کې د ملتپالنې، قومپالنې او مذهپالنې سکه تر بل هر سیاسي تکتیک ډېره کامیابه ده. ځکه چې دلته فلاحيي دولتونه او حکومتونه نه دي رامنځته شوي. د فلاحي یا خیر ښیګڼې حکومتونو او دولتونو د رامنځته کیدو سلسله له ۱۹۴۵ څخه تر ۱۹۸۰ پورې را غځیږي. په دې وخت کې د افغانستان په شمول آسیایي هیوادونو ځان له غربي یا معاصرې نړۍ سره یو ځای نکړای شو بلکې پرلپسې د داخلي شخړو او سیاسي بحرانونو ښکار وګرځید. د دې په جریان او له دې وروسته ملتپالو، قومپالو او مذهبي ډلو په خپل منځ کې سره ډېره وینه تویه کړه. خو باید وویل شي چې په دې جنګ کې دواړو ډلو د خپل نظریاتو د عملي کولو یا د خلکو د ژغورلو او یا د خپل واک د ژوندي ساتلو په موخه یو بل سره خونړۍ جنګونه وکړه.
همدا علت دی چې زموږ او د غرب ترمنځ دومره واټن رامنځته شو چې جبران یې ډېرو کلونو ته اړتیا لري. زموږ او د دوی ترمنځ اساسي مشکل د وخت د تقاضو نه پیژندنه ده. دوی د معاصرو تقاضو سره سمه وده کوي خو موږ لا تراوسه قبایلي، دودي او مذهبي فکر کوو. د دوی قبایلي او دودي فکرونو پر انتقادي او نوښتي فکرونو بدل شوي دي او مذهبي فکرونه یې د ټولنیزو نورمونو له فلټرونو راتیر شوي دي او حتی تر دې ځایه را رسیدلي دي چې د دوی مذهبي ډلې هم زموږ سیاسي، فکري، تعلیمي او مذهبي ډلې وحشي فکر کوی او زموږ پر اخلاقیاتو را خاندي!
د ارتجايي خصلتونو او شخصیتونو ترمنځ په نني عصر کې عمده بیلګه د شاه نواز ټني او ګلبدین حکمتیار کیدای شي، لومړی ګلبدین حکمتیار چې د برهان الدین رباني په مرسته او د شاګردي تر چتر لاندې یې په کال ۱۹۷۳ میلادي کال کې په لاهور کې د افغانستان فکري کنګلتیا او محرومیت ډبره کیښوده او د افغانستان له تعلیمي نظام او اساسي قانون څخه یې له بغاوت وروسته پاکستان ته تیښته وکړه همدا ډول شاه نواز تڼي چې د ډاکټر نجیب الله په وخت کې د وخت پیاوړی او قانوني حکومت او دولت تر خپل خیاینانه او جنایتکاره کړنو وروسته له تباهي سره مخ، نن په کابل کې یو بل ته پداسې حال کې د مینې غاړې ورکوي چې یو یې پرون مسلمان قاتل او بل یې کافر قاتل ګڼل کیده. دوی هغه جنایتونه چې د افغانستان شریف ولس پر ضد ترسره کړې وو، هیڅکله به جبران نکړای شي. خو بل لور ملت له فکري لوږې ترڅنګ له مالي، ټولنیز او شعوري تشې سره هم مخ دی. په دې کې هیڅ شک نشته چې د ولس دوامداره محرومیت او تنګدستي د دې باعث کیږي چې بدلون رامنځته کړي خو د دې بدلون لپاره باید په ځوان او تعلیمي او عام ولس کې د راهبریت د قدر او پیروي فکر وشیندل شي کنې هر ډول مواقعتي بدلون مشکلات او بحرانونه رامنځته کوي.
د افغان ولس د محرومیت علتونه ډېر دي خو یو څوکلیدي یې لاندې ذکر کیږي:
زموږ دولتي نظام:
کله چې موږ د دولت خبره کوو نو موږ د اقتصاد، بهرني سیاست او نظامي ادارو خبره کوو. له دې هر څوک خبر دي چې څومره ګلوبلایزیشن د دودي کلتور، خویونو، کړنو او اخلاق دوښمن دی همدومره د نړۍ د معاصرو علومو، قومونو، اخلاقو، خویونو او معاصرو علمي روشونو د انتقال، تقلید او معاصریت یوه ستره وسیله ده. موږ او زموږه ملي دولتي ادارې پتیلې ده چې د موجوده دور له معاصرو ادارو غوښتنو سره هیڅ تګ نه دی پکار . کیدای شي زموږ د ملي ادارو تکل داسې نه وي څنګه چې ښکاري خو په ملي دولتي ادارو کې شته عناصر د دې استعداد نلري چې د موجوده شرایطو او غوښتنو سره سم مزل وکړي نو بیا ولې به د پوهنتون پوهنوال او پوهاند د نوي معاصر نصاب د منلو څخه انکار نه کوي، عمده علت یې دا دی چې دوی د معاصرو علوم چې په دې کې د کمپیوټر ځای انفارمیشن ټیکنالوژي او نینو ټیکنالوژي نیولی دی، زموږ پوهاند او پوهنوال په دې نه پوهیږي. په دې لحاظ دوی د هر معاصر ګام او پام مخنیوی په ډېر پام سره کوي.
په معاصرو هیوادونو کې د ادارو د چلوونکو لپاره د رزونې، تعلیم و تربیې او عصري کولو روشونو ډېر زیات بدلون موندلی دی، بلکې ویل شوو چې خبره له تقلید یا علم الکلام څخه را وتلې ده بلکې نوښت او د فرانسیس بیکن له تجربیت وراخوا کونټم فزیکس ته رسیدلې ده.
د نورو هیوادونو نظامي ادارې جنګ د الجبر او فیثا غورث په فرمولونو له مخې یا د خیالي اټکلونو په مرسته نه کوي بلکې نینو فزیکس او معاصره ریاضکي فورمولو ته په کتو کوي. نن د کمپیوټر نه بلکې د سوپر کمپیوټر دور دی. له دې ټولو شرایطو سره د سیالي په موخه په کارده چې موجوده تعلیمي نصاب ته بدلون ورکړل شي څو په ټولنه کې د کادرونو د روزنې په موخه یو معاصر افغانستان ته لاره پرانستل شي.
فزیکي محرومیت:
زه څه چې هر څوک باور لري چې په غرب او افغانستان کې ژوند توپیر کوي. زموږ او د دوی اخلاق، کړنې، صداقت او فکر توپیر لري. زموږ او د دوی ترمنځ دومره ستر واټن دی چې موږ هر څه د استقرايي فکر له لارې غلط یا سم ګڼو خو ولې بیا یې هم کوو او وروسته وایو چې په کار نه و، خو دوی د ښه او بد توپیر کولای شي او موږ د دوی اخلاقي خویونو هر چیرته د بیلګې په ډول ورکوو ان تر دې چې وایو، غربیان ډېر ښه خلک دي کاش چې یوازې کلمه یې تیره کړې وای.
د دې مسلې د نه درک مسله په مذهبي یا اخلاقي مسایلو کې نه ده، بلکې د چاپیریال اغیزمنتیا او نقش تر ټولو ستر نقش لري. شرایط فرق کوي، چاپیریال دې شرایطو ته زیږون ورکوي، زموږ پر تلویزیونونو بیلابیل خوراکونه او ودانۍ ښودل کیږي خو دوی دا فکر نه کوي چې له پنځوس فیصد زیات ولس مو د ورځې ۷۰ افغانۍ هم نشي پیدا کولای. دوی دا فکر هم نه کوي چې د دې سرګردانه او اوزګار ملت ساتلو لپاره د ګوتو په شمیر فابریکې هم نلرو. که چېرې یې ولرو نو د دې د چلولو لپاره زموږ پوهنتونونه هغه پوه مسلکي کارکونکي نه ورکوي چې اړین دي بلکې رښتیا خو دا ده چې تر اوسه زموږ د پوهنتونونو زده کړیالان د یوې عادي اوسپنیزې ستنې د جوړول توان هم نه لري.
موږ د نیم کیلومټر په واټن کې د تشناب، خوراک څښاک یا استرحت او طبابت سهولت نه لرو. موږ تر کور پورې په خوندیتوب سره د رسیدو باور نلرو. موږ موټر نه لرو خو د ټکسي یا ملي بس د تم ځای لپاره هم یو مناسب ځای نه لرو بلکې هر هغه څوک چې مخې ته راشي باید ټیله یې کړو او بس یا ټکسي ته ځان ور ننه کړو. که چېرې لږ ډېره شتمنۍ لرو نو له ټکسي والا سره په پیسو نه جوړیږو ځکه چې دی د حکومت لخوا لایحه نه لري او نه څوک ترې پوښتنه کوي او نه دی د غرب یا عربو په څیر په موټر کې ایرکنډیشن یا بیل میټر لري چې بیه یې را وښايي بلکې دی ورته زړه هم نه ښه کوي ځکه چې دی هر ځای او هر وخت د دې خطر سره مخ وي چې اوس به ترافیک راشي او موټر به ورته پنچر کړي یا به یې ور خوږ کړي او که چېرې دا اخلاق نه وي نو دی د دې لپاره هم زړه نه ښه کوي چې ښکلی او صفا موټر واخلي ځکه چې پر سړکونو میلیاردونه ډالر مصرف شول خو له بده مرغه جوړ نشول نو په ړنګو سړکونو کې ښه موټر خو یو خوند نه کوي بلکې نقص کوي.
نړۍ کې د سترو سړکونو، ریل ګاډو، میټرو په څیر پروژې عادي خبره ده، بلکې دوی په دې فکر کوي چې فضا ته د تګ راتګ لپاره څنګه هوایی کوریډر رامنځته کړي او هوايي پلچکونه څنګه رامنځته کړي، د یادونې وړ ده چې په ډېرو هېوادونو کې د دې ډول پلچکونو د جوړولو پلان بشپړ شو او عملي کار پرې روان دی - - - - -
نور بیا
tags

ستاسې تبصرې

*

Top