پکتیکا کې د ماین چاودنې ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله

پکتیکا کې د ماین چاودنې ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله



د پکتیکا ولایت د تروې ولسوالۍ د کوټني په سیمه کې د وسله والو مخالفینو له لوري د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوي ماین دوه ښځې په شهادت رسولي، یوه ځوانه نجلۍ او دوه ماشومان ټپیان کړي دي.
دا پېښه نن سهار نهه ( 9:00 ) بجې هغه مهال رامنځ ته شوې چې ښځې او ماشومان پر سړک پلي روان وو.
تېره ورځ هم د پکتیکا مرکز ښرنې اړوند د نیاز ګني په سیمه کې د وسله والو په ډزو کې یو بې ګناه کروند ګر هغه مهال په شهادت ورسېده چې د خپلو ځمکو په خړوبولو بوخت و.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top