عطا محمد نور: له افغانستان نه به دوهمه سوريه جوړه شي

image_demo_30



د بلخ والي عطا محمد نور څرګندونې همدا شېبه د رسنيو له لارې په ژوندۍ بڼه خپريږي.
نور په هغه غونډه کې برخه اخيستې، چې د محمد رسول محسني د وژل کیدو د څلورم تلین په مناسبت جوړه شوې ده.
نوموړی وايي، چې په افغانستان کې هغه داعش ندی چې له منځني ختيځ نه وارديږي، بلکې دلته د داعش جوړيدنې پروسه روانه ده او سپین بیرغونه په تورو بدليږي. د ده په وینا، چې شمال ته الوتکې راځي ښکته کيږي او په موټر سایکل سپاره کسانو ته وسلې او نور توکي ښکته کيږي.
 نور وايي، چې په افغانستان کې نیابتي جګړه ده او په شمال کې هره ورځ خلک تر پښو لاندې کيږي، باید دې ټکي ته دولت توجه وکړي او له افغانستان نه دوهمه سوریه جوړيدونکې ده.
د یادونې ده تر اوسه چې په پښتون ميشتو ولاياتو کې جګړې روانې وې، جنګسالار نور غلی و، خو کله چې اوس د جګړې اور د ده د واکمنۍ سيمې ته ورسيده نو اوس يې نيوکې پيل کړې.
هماغه کیسه ده: چې ټاکو اوس خوله ولګوله!
tags
Aliexpress INT

ستاسې تبصرې

  1. 1.MHA

    You and other warlords will turn Afghanistan to Syria, because you and others like you want to stay in power.

     

*

Top