اقتصاد پېژندنه/ (۲۵ مه برخه)

اقتصاد پېژندنه/ (۲۵ مه برخه)



څلورم څپرکی
تولید او د تولید عوامل
 Production and Factors of Production
په ټوله یيز ډول تولید د نورو توکو رامنځته کولو ته وايي خو موږ دلته تيروتنه کوو ځکه ماده د مادې د قانون له مخې موږ نه شو پيدا کولی او نه يې له منځه وړلی شو د تولید څخه زموږ موخه   دا نه ده چې ماده پیدا کړو ،بلکې د هغې په افاديت کې د ډېريښت راوستل دي نو معلومه شوه چې د اقتصاد په علم کې د تولید څخه موخه د يو توکي د ارزښت ډېر والی دی د ساري په ډول: کله چې موږ لرګي په ځنګل کې پرې کړو په ارزښت کې يې ډېر والی راځي خو کله چې ترې فرنيچر جوړ کړو ارزښت يې لا پسې ډېريږي د لاندې درې طريقو په وسيله د يو توکي افاديت لوړيږي او د تولید لامل ګرځي:
۱- د توکو بڼه بدلول: د توکو بڼې ته په تغیر ورکولو سره د هغه افاديت لوړېږي د مثال په ډول: له کاغذ څخه د کتابونو جوړول.
۲- د توکو د ځای بدلول: د توکو د ډېر پيدا کېدو له ځای څخه هغه ځای ته د توکي لېږدول چې په کمه اندازه پيدا کېږي او توکو ورسره ارزښتمن کېږي د ساري په ډول: ځنګل کې د لرګيو ارزښت ټيت وي، خو کله چې ښار ته راوړل کېږي، نو د لرګيو ارزښت هم ورسره ډېرېږي.
۳- د توکو د وخت بدلول: کله چې توکي هغه وخت ته وساتل شي چې تقاضا ورته ډېره وي ارزښت يې لوړېږی، د ساري په ډول: د ژمي په موسم کې د اوبلنو ګازو يا د سوند د توکو د قيمت لوړوالی.
د تولید لارې چارې: د تولید  لپاره بايد لاندې هڅې تر سره شي:
۱- له ځمکې، سيندونو، سمندرونو څخه د هغو توکو ترلاسه کول چې په کې شتون لري، د ساري په ډول: په سيندونو يا سمندرونو کې د کبانو نيول.
۲- له ځمکې، هوا او اوبو څخه د هغو شيانو ترلاسه کول چې دوی نه وي پيدا کړی، د بېلګې په توګه: له اوبو څخه د برېښنا جوړول.
۳- د صنعت په وسيله له اومو موادو څخه د مصنوعاتو جوړول د ساري په ډول: له مالوچو رخت جوړول.
۳- د توکو لېږد له يو ځای څخه بل ځای ته، يانې د لېږ رالېږد له وسايلو څخه کار اخيستل.
۴- مصرفوونکو ته مخامخ چوپړتياوې برابرول د ساري په ډول: ښوونه، روغتيا پالي او نور.
په تولید اغېزه اچونکي عوامل: د تولید لاندې عوامل اغېزه اچوي:
۱- طبيعي عوامل: له طبيعي عواملو څخه موخه هوا، باران، ځمکه، کانونه او نور که مناسب وي نو د شتمنۍ د پيدايښت لپاره ښه وي او که چيرته دغه عوامل مناسب نه وي نو بيا د شتمنۍ پيدا کول کمېږي.
۲- د پيدايښت وسايل: په نوي وسايلو تولید ډېره تر سره کېږي او په وروسته پاتې وسايلو تولید کمه پيدا کېږي، د ساري په ډول که يو توکی په لاس جوړ شي، ډېر وخت او په لږه اندازه جوړېږي، خو که همدا کار په ماشين تر سره شي، نو ډېر ژر او ډېره پيمانه به توليد شي.
۳- د لېږد رالېږ وسايل: د لېږ د رالېږد وسايل که چيرې پرمختللي وي نو په هېواد کې سوداګري او صنعت پراختيا مومي تولید هم په اسانه رامنځته کېږي خو برعکس بيا تولید په اسانه نه رامنځته کېږي.
۴- د هېواد حالت: که چيرته په هېواد کې امنيت وي سياسي استحکام موجود وي، نو هلته د تولید ډېرېږي، خو برعکس بيا تولید په اسانه نه رامنځته کېږي.
۵- د مالي نظام: که د هېواد د مالي نظام پياوړی وي، کاروباري خلکو ته په وخت پانګه برابرېږي، په هېواد کې تولید ډېريږي، خو که دا نظام وروسته پاتې وي، بيا  تولید هم کم وي.
۶- نفوس(Population)  : د يو هېواد نفوس هم د تولید په کې رول لري، که د هېواد نفوس له وسايلو څخه ډېر وي، نو بيا د تولید کم وي او که د نفوسو شمېر له وسايلو کم وي، نو بيا د تولید ډېر وي.
۷- د کارګرو لاس رسی: که په هېواد کې د کارګرو شتون ډېر وي، نو د تولید ډېر وي او که شتون ونه لري، نو بيا تولید هم کم وي.
 
 
د توليد عوامل
 
Factors of Production
 
هغه وسايل چې د هغو په وسيله انسان د تولید عمل تر سره کوي، د توليد عوامل ګڼل کېږی چې په لاندې ډول دي:
 
طبیعي وسایل Natural Resources)) یا هم ځمکه Land)): په عامه ژبه له ځمکې څخه موخه د ځمکې اندازه ده چې انسان پرې ګرځي راګرځي د اوسيدو لپاره ځای او د خوړو د اړتياوو د پوره کولو لپاره کرنه پرې تر سره کوي خو په اقتصاد کې په ځمکه کې ټول هغه طبيعي وسايل چې موږ يې په وړيا ډول ترلاسه کوو شامل دي په دې کې ټول هغه وسايل شامل دي چې د ځمکې لاندې يا له پاسه وي خو افاديت ولري. مګر کم يافته نه وي موږ چې هر څومره وغواړو په مصرف يې ورسوو د ساري په ډول: هوا،اوبه نور.
 
پروفيسور الفرد مارشال په خپل کتاب (د اقتصاد علم اصول) د ځمکې تعريف داسې کوي: له ځمکې څخه موخه هغه ټول طبيعي وسايل دي چې طبيعيت د انسان د ښېګڼې لپاره په وړيا ډول پيدا کړي د ساري په توګه: د اوبه، هوا، رڼا، ګرمي او نور.
 
پروفيسور فريزر بيا د ځمکې د تعريف په اړه وايي: له ځمکې څخه موخه ټول هغه طبيعي وسايل دي چې د عوايدو د ډېروالي لامل ګرځي،افاديت لري او محدود وي، په ځمکه کې شته طبيعي وسايل: د ځمکې اندازه چې د اوسېدو او کرنې لپاره وي، کانونه، اوبه، ځنګلونه، هوا، غازات، رڼا، کبان، حيوانات، طبيعي بندرونه، بېلابېلې قوتونه چې په توليد کې مرسته کوي.
 
د ځمکې ځانګړتياوې: ځمکه د توليد د عامل په توګه بېلابېلې ځانګړتياوې لري چې د همدې ځانګړتياوو له مخې له نورو عواملو سره توپير لري:
 
۱- طبيعي ډالۍ: ځمکه د انسان د هڅې په پايله کې نه ده رامنځته شوې، بلکې د څښتن تعالی له خوا انسان ته په وړيا او بې له کاره ورکړل شوی، که انسان هر څومره هڅه وکړي يو سانتي متر به هم زیاته  نه کړي.
 
۲- ځانګړی مقدار: د ځمکې مقدار معلوم دی، هېڅ څوک نه شي کولی د ځمکې په مقدار کې زياتوالی راولي، لېکن انسان په خپله هڅه ډېره ګټه ترې پورته کولی شي.
 
۳- حاصل خېزۍ کې توپير: ټولې ځمکې يوشان نه وي، ځينې ډېرې حاصل خېزې، ځينې لږې او ځينې  هېڅ فصل نه کوي.
 
۴- په ځمکو کې توپير: ځمکه ټوله په يو ځای کې شتون نه لري ځينې، په بازار کې، ځينو بندونو کې، ځينې د کرنې لپاره وي.
 
۵- د لېږد وړتیا: ځمکه له يو ځای څخه بل ځای ته نه لېږدول کېږي، د ساري په توګه: د لغمان ځمکې خوست ته يا بلخ ته  نه لیږدول کيږي .
 
۶- خپلواکه بڼه: ځمکه د نورو توليدي وسايلو په نسبت پايداره او که کله له زيان سره مخ هم شي د تل لپاره له منځه نه ځي.
 
۷- بنسټيز حيثيت: ځمکه د توليد په عواملو کې بنسټيزه او مرکزي بڼه لري، له ځمکې پرته د توليد د نورو عواملو شتون ناممکنه دی.
 
۸- محدود توليد: د ځمکې توليد محدودوي د ډېرې پانګې او کار په زياتوالي سره په کې نامحدوده نه ترلاسه کېږي.
 
د ځمکې اقتصادي اهميت: ځمکه د يو هېواد په اقتصادي پرمختګ کې اساسي ونډه لري چې په لاندې ډول ترې يادونه کوو:
 
● کرنيز پرمختګ: د يو هېواد کرنيز پرمختګ د هېواد د ځمکې سطحې او هوا پورې اړه لري، که ځمکه حاصل خيزه، مناسب باران او مناسبې اوبه ورکړل شي نو کرنيز توليدات ډېريږي.
 
● صنعتي پرمختګ: د يو هېواد اقتصادي پرمختګ په اومو موادو پورې اړه لري په کوم هېواد کې چې اومه مواد ډېر وي نو هغه هېواد په صنعتي لحاظ ښه پرمختګ کوي د ساري په ډول: کوم هېوادونه چې ډېر کانونه لکه تيل، ګاغذ، سکاره او نور لري ډېر صنعتي پرمختګ کوي او کړی دی.
 
● د ليږد راليږد وسايل: د ليږد را ليږد وسايل سړکونه، د اورګاډو لارې او بحري لارې په ځمکه جوړيږي چې د هغوی په وسيله توکي له يو ځای څخه بل ځای ته په اسانۍ سره لېږدول کېږي.
 
● د ژوند کچه: په کوم هېواد کې چې طبيعي سرچينې ( کانونه، ځنګلونه او نور) په ډېره اندازه موجود وي، د خلکو د عوايد د لاسته راوړلو وسايل ډېر وي، نو د خلکو د ژوند کچه هم لوړه وي.
 
● د اوسېدو ځای: ځمکه د توليد نورو وسايلو ته د اوسېدو د ځای مانا لري، يانې مزدور، پانګوال په ځمکه اوسېږي چې د اقتصادي ژوند ټولې برخې صنعت، سوداګري ټوله په ځمکه تر سره کېږي.
 
● قيمتي کانونه: په ځکه کې سره او سپين زر او نورې قيمتي کاڼي شتون لري، چې د بېلابېلو توکو په جوړولو کې ترې ګټه اخيستل کېږي چې د شتمنۍ جوړښت ډېرېږي.
 
● برېښنا: په اوبو د برېښنا د بندونو جوړول رڼا او صنعتي پرمختګ رامنځته کوي.
 
● ځنګلونه: له ځنګلونو څخه لرګي، ونو څخه مېوې او نور ګټې ترلاسه کولای شو.
 
په اقتصادي پرمختګ کې د ځمکې ونډه: د يو هېواد په اقتصادي پرمختګ کې اساسي ونډه لري، له ځمکې پرته د توليد عمل ناممکنه دی، ځمکه د ګرځېدو راګرځېدو او د کېناستلو ځای دی، له ځمکې پرته کرنه ناممکنه ده له اوبو،ځنګلونو او کانونو پرته ژوند څنګه ممکن دی؟ د يو هېواد په اقتصادي پرمختګ کې ځمکه لاندې رول ترسره کوي:
 
● طبيعي چاپېريال: په يو هېواد کې اقتصادي پرمختګ د هغه هېواد په حاصل خيزه ځمکه ، باران، هوا پورې تړاو لري، که د يو هېواد ځمکه حاصل خېزه وي او کانونه ونه لري، دغه هېواد يوازې کرنيز هېواد وي او په صنعتي لحاظ وروسته پاتې وي.
 
● اومه مواد: د ځنګلو او کانونو په وسيله اومه مواد برابروي، په کوم هېواد کې چې ځنګلونه او کانونه شتون ولري، هغه هېواد په صنعتي لحاظ پرمختګ کوي.
 
● سوداګريز بندرونه: که د يو هېواد ساحلونه نړيوال سوداګريز بندرونه ولري، نو کولی شي له نړۍ سره ښې سوداګريزې اړيکې ولري، په سوداګرۍ کې ښه ګټه وکړي.
 
● برېښنا : کوم هېواد چې ډېرې روانې اوبه لري، د برېښنا په توليدولو سره چې اوس مهال د اقتصادي پرمختګ عامل ګڼل کېږي، کولای شي ښه ګټه واخلي.
 
● د لېږد رالېږ وسايل: د ځمکې پر مخ د هر ډول لېږد وسايلو جوړول ممکن دي، د ساري په ډول: سړکونو ، ريل پاټلۍ جوړول، که يو هېواد سمه ځمکه ولري، کولای ډېر ژر اقتصادي پرمختګ تر سره کړي. 
 
 
tags

  

  

د محمد داود نیازی ژوند لیک
محمد داود نیازی زیار کښ او ژمن انسان
زما د ژوند د یو ستونزور او خواږه پړاو ،پیاوړی او هوښیار ملګری ،د چا په خټه کې چې ژمنتوب ،رښتینولي او ملګر پالنه له پیله نغښتې ،د یوه ښه انسان ځانګړنې یې د وجود په هر رګ کې غزونې ......

      

...

  

ستاسې تبصرې

*


Top