برېښنا شرکت له خلکو غیرقانوني پیسې ګرځوي

برېښنا شرکت له خلکو غیرقانوني پیسې ګرځوي



د ولسي جرګې ځینو وکیلانو په وینا د افغانستان برېښنا شرکت له خلکو غیر قانوني پیسې ګرځوي.
دوی وايي چې برېښنا شرکت د هغو زوراکو د برق بل پیسې چې زور یې پرې نه رسیږي د عامو خلکو له جیبونو ګرځوي.
ویل کیږي چې ځینو خلکو په کورونو کې زاړه او ډیجیټل میترونه یو ځای لګولي دي چې نویو میترونو د زړو په نسبت ۶۰ سلنه زیاتوالی ښودلی دی.
د ولسي جرګې ناهید فرید له یادې جرګې وغوښتل چې د مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون ته دنده وسپاره تر څو د برېښنا شرکت منحل او دنده یې د اوبو او برېښنا وزارت ته وسپاري.
له بلې خوا د برېښنا شرکت یاد تورونه ردوي.
د کابل ښاریان وايي چې زیاتره وخت بریښنا شرکت د برق د نوبت پر وخت د زورواکانو برېښنا نه پرچاو کوي بلکه په بدل کې یې عام خلک له برېښنا بې برخې کوي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top