له ۹۱سلنه افغانانو څخه زیات یې له انټرنټي چوپړونو شکایت لري

image_demo_30



د افغانستان د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره (نۍ) وايي چې د دوی یوې ارزونې پر بنسټ د افغانستان ۹۱.۵ سلنه خلک له انټرنټي خدمتونو څخه رضایت نه لري.
دغه سروې په ۶ ولایتونو کابل، بامیانو، هرات، کندهار، کاپیسا او لغمان کې تر سره شوې ده.
که څه هم افغانستان په دې وروستیو کې د معلوماتي ټکنالوجۍ او مخابراتو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی خو د هیواد زیاتره اوسیدونکي د انټرنټ له ټیټ کیفیت او لوړ قیمت څخه شکایتمن دي.
خو د مخابراتو وزارت وايي چې په دې اړه یې لازم تصمیمونه نیولي دي او داسې پروګرام به په لاره واچوي چې له مخې به یې د انټرنټ قیمت نور هم راټیټ شي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یوې کورنۍ مخابراتي شبکې هیواد ته د ۴جي یا څلورم نسل انټرنټ د راوړلو خبر ورکړی.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top