د (WannaCry) یا (غواړم و ژاړم) برید تاثیرات او د سایبر ټروریزم ظهور

د (WannaCry) یا (غواړم و ژاړم) برید تاثیرات او د سایبر ټروریزم ظهور


روان (غواړم و ژاړم) سایبري برید چې د نړۍ په ۱۵۰ هیوادونو کې یې درې لکه کمپیوټرونه تر برید لاندې راوستلي، چې ډیری یې ملکې ادارې، روغتونونه او بانکونه دي، نړیوالو ټروریستانو ته د سایبري ټروریزم موقع په لاس ورکوي تر څو له دې لارې خپل پراخ تروریستي بریدونه تر سره کړي .  د سایبر امنیت متخصص (اوري آیسن) ویلې چې دا د ټیتې درجې پر خلکو او ادارو برید وو چې په مقابل کې یې له هر زیانمن شوي کس نه له درې سوه تر شپږ سوه ډالرو پیسې غوښتي. هغه زیاتوي چې دا له امکان نه لرې نده چې ورته بریدونه دې په ډیرو مهمو او حیاتي جوړښتونو لکه هستوي ادارو، بریښنایي ډنډونو او د ریل پر سیسټمونو و نشي.
د امریکا د تحقیقاتو مرکز د تعریف له مخې (د مالوماتو، کمپیوټرونو او کمپیوټر پروګرامونو په وړاندې قصدي او سیاسي تحریک شوې حملې چې د ملکي ادارو او خلکو په وړاندې د تاوتریخوالي سبب کیږي) سایبري ټروریزم بلل کیږي. دې ته ورته د اکسفورډ ډیکشنري پر اساس سایبر ټروریزم ( د سیاسي موخو لپاره د د کمپیوټر او مالوماتي ټکنالوژي په داسې ډول استعمالول چې په ټولنه کې د شدیدې ویجاړۍ او پراخې ویرې سبب کیږي).
سایبري ټروریزم او سایبري جرم دوه جلا پدیدې دي چې هر یو یې جلا تعریفونه لري، په دې ځای کې اړینه بولم چې د ټروریزم، ټروریست، جنایت کار او جنایت په اړه لنډ پوه شو.
د اسټونیا هیواد د سایبر دفاعي عالي ادارې استاذه ( آنا ماریا ټالیهارم) ذکر شوې څلورې پدیدې په لاندې ډول تعریفوي:


ټروریزم:
د حکومتونو او عامو خلکو پر وړاندې سیاسي تحریک شوي تهدیدونه او بریدونه، چې د تاوتریخوالي او ویرې سبب کیږي.
ټروریست:
هر هغه کس چې د سیاسي اهدافو لپاره په خلکو کې ویره او تاوتریخوالی خپروي.
جنایت:
هر هغه فعالیت چې د دولت د قوانینو په ضد تر سره کیږی، جنایت ده.
جنایت کار:
هر هغه کس چې په جنایت کې شامل، عامل او په یو ډول نه په یو ډول تړاو و لري جنایت کار بلل کیږي.
پورته تعریفونو ته په کتلو سره سایبر ټروریست د سیاسي اهدافو لپاره سیاسي تحریک شوي کسان دي، ولې سایبري مجرم (جنایت کار) ته د د ټروریسټ لفظ کارول انصاف نده.
راځو دې ته چې د (غواړم و ژاړم) برید په دولتي مهمو بنسټونو څه منفي تاثیرات پریښي آیا دا سایبري جنایت او که سایبري ټروریزم ده؟
دې برید په نړۍ کې مهم دولتي بنسټونه په نښه او زیانمن کړي چې له دې جملې یې ۴۰ روغتونونه هم متاثره کړي. د هرټ فورډ شایر هیواد چې د انګلستان په جنوبې برخه کې موقعیت لري، ټول ټال څه باندې یو میلیون وګړي لري د (NHS) په نوم یو روغتون په خپل لومړی پاڼه له خپلو ټولو ناروغانو او مشتریانو ددې لپاره بښنه غوښتې چې ددوي ټلیفوني او د مالوماتې ټکنالوژي شبکو جدي ستونزه پیدا کړي او نشي کولای چې دوی ته خدمات وړاندې کړي.
(پورپلیپاچ) چې د لندن په یو روغتون کې ډاکټر ده  وایي چې هر څه و دریدل. نه د وینې نتیجه را مالومیده، نه د رادیولوژي انځورونه او حتی وینې مو لرلې خو ګروپونه یې نه را مالومیدل چې د کومې وینې کوم ګروپ ده. دی زیاتوي چې ټول عملیاتونه و دریدل او مونږ د مریضانو لپاره هیڅ هم نشو کولای او دا شاید د ډیرو ناروغانو د مړینې سبب هم شوي وي.
له بلې خوا د مخابراتو شبکې هم له دې انټرنیټي برید څخه خوندي ندي پاتې. د هسپانیا هیواد د مخابراتو یوې شبکې د (ټیلیفونیکا) په نوم خپلو ټولو کارکوونکو ته امر کړی چې خپل کمپیوټرونه بند او له انټرنټ نه و شکوي.
به روسیه کې د (RZD) په نوم د ریل سیسټم هم تر برید لاندې راغلی. هغو مسافرینو چې غوښتل یې له یوې سیمې بلې سیمې ته د ریل په مرسته سفر وکړي، کله یې چې غوښتل د ریل سیسټم ته داخل او د ځان لپاره ټکټ بوک کړي نو ګوري چې سیسټم مخفي کلپ شوی ده. دې سره جوخت د سعودي عربستان یو بانک هم بې اغیزې نده پاتې، په ټولنیزو رسنیو کې ددې بانک د کارکوونکو انځورونه لیدل کیږي چې د کمپیوټرونو تر شا ناست او سیسټمونو ته يې پټ کلوپونه (کریپټو لاک) اچول شوي او دوي نه پریږدي چې سیسټم ته داخل شي.
دا برید د جمعې پر ورځ پیل او د نړۍ ۱۵۰ هیوادونو سیسټمونه یې و ځپل. دا برید په داسې حال کې شوی وو چې په ډیرو دغو هیوادونو کې شنبه او یکشنبه رخصت وي، نو معمولا کارکوونکي خپل سیسټمونه بندوي. دا انټرنیټي وایروس او دې ته ورته نور هغه یې هغه وخت په کمپیوټر کې تیتیدلای شي چې کمپیوټر لګیدلی وي. ( غواړم و ژاړم) د یکشنبې تر ماښامه نږدې دوه لکه کمپیوټرونه تر خپلې اغیزې لاندې را وستل، ولې دا شمیره هغه وخت تر درې لکو و رسیده چې په سبا یې کارکوونکو خپل سیسټمونه چالان او د (غواړم و ژاړم) ښکار شول.
ددې انټرنیټی برید طراحان په دې و توانیدل چې تر څو ورځو پورې د خلکو لاس رسی د دولت مهمو بنسټونو ته لکه بانک، روغتون، ټرانسپورټی سیسټم او مخابراتي سیسټم محدود او یا هم بیخي قطع کړي. ددې امکان بیخي ډیر ده چې په داسې حالاتو کې جدي ناروغان حتی خپل ژوند له لاسه ورکولای شي چې دا یو بشري ناورین را منځ ته کوي. ټولو شواهدو او قراینو ته به کتلو سره دا برید که څه هم د پیسو لپاره تر سره شوی خو داسې بریدونه نړیوالو ټروریستانو او ور سره رقیبو هیوادونو ته موقع په لاس ورکوي چې د بشریت په وړاندې خپل جنایات تر سره کړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top