د هلمند نادعلي ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده

د هلمند  نادعلي ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده



چارواکي وایې چې تیره شپه یې د وسله والو سخت بریدونه په شاه تمبولي دې او وسله والو ته یې درانه تلفات اړولي دې .
خو ولایتي شورا بیا وایې که حکومت د روانو ناامنیو په وړاندې جدې اقدام ونه کړې ، د ښار او ولسوالیو اړوند نوري سیمي به هم د وسله والو لاس ته ولویږې .
له تیرې شپي راهسي دهلمند ولایت دنادعلي په ولسوالۍ کې جګړو زور اخستی دیاو دوسله والو لخوا په یو شمیر امنیتي پوستو بریدونه تر سرهشوې دې،چې دسختو جګړو له امله داسې ویل کیږې چې ځیني پوستو دلږ وخت لپاره سقوط شوي دي،خو ددې ولایت سیمه یز چارواکي یي نه مني .
په دې اړه دهلمند دوالي ویاند عمر ځواک رسنیو ته وویل چې دوسله الو لویي برید یې په شا تمبولي دی اودرانه تلفات اوښتي دې
ځواک دغه راز زیاته کړه چې دتیرې شپې په جګړه کې چې۱پولیس وژل شوي او ۳تنه ټپیان شوي  دي.
دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top