هلمندي ولسونه: دجګړي دواړي غاړی مو له کورونوڅخه دسنګر په توګه کار اخلي

هلمندي ولسونه: دجګړي دواړي غاړی مو له کورونوڅخه دسنګر په توګه کار اخلي



دهلمند جګړه اکثره په ګڼ ميشتو سیمو کي روانه ده چي ولسي وګړو ته يې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
تيره شپه يو ځل بيا په نادعلي ولسوالۍ کي سخته جګړه سوې چي په دي جګړه کي دلويو توپونو څخه هم کاراخيستل سوي دی.
ډیري کورني  دجګړي له امله ښڅي او ماشومان دشپي پرمهال له خپلو کورونو وتلي.  
دنادعلي ولسوالۍ يو شمير اوسيدونکو هلمند مدني ټولني ته نن چهارشنبه شکايت وکړچي په روانه جګړه کي ددوې له کورونو څخه هم دولت او هم وسلوال طالبان دسنګرونو په ډول کاراخلي.ددوي په خبره چي دجګړي څخه سخت ستړي سوي او د دجګړي دواړي خواوي دي پر دوي زړه وسوځوي.
دهلمند مدني ټولني مشر سردارمحمد همدرد د راغلو ولسي وګړو ستونزي پرځای وګڼلي او د جګړي دشکيلو خواوو څخه يې غوښتنه وکړل چي دولس دځورونې څخه لاس واخلي او نور دي بي دفاع ولس په جګړه کي دسپر په توګه نه کاروي همدرد پر يوشمير رسنيو هم نقد وګړ چي دهلمند دخلګو حقيقي انځور نه خپروي بلکي خپل دخوښي لپاره کار کوي.
تر دي مخکي هم ګڼ شمير خلګوهلمند مدني ټولني ته دي ورته شکايتونه کړي وه هلمندمدني تولني دا ستونزي درسنيو له لاري دمسولينو ترغوږو رسولي وي چي تر تراوسه پوري يې کومه مثبته پايله نه ده لرلي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top