موږ ولې په دې حال یو؟

موږ ولې په دې حال یو؟



د (ولې) د سوال مطرح کول دومره آسانه ده، چې آن زما وړوکی لمسۍ هم کله نا کله ولې وایي، خو بیا هر(ولې) ته ځواب ویل یا ځواب ورکول لږ اخلاقي جرئت او میړانه هم غواړي. دلته هغه (ولې) ته هیڅکله ځواب نه ویل کیږي کوم، چې د ځواب ورکوونکۍ په کې تاوان وي. دا تاوانونه کله د ژوند بیه لري او کله هم ګوښې ته د کیدلو. دغه دواړه تاوانه په رښتیا هم درانه دي، خو یو داسې تاوان هم شته، چې ډیر مو پام نه دې ورته کړی او یا مو په لوی لاس ځان ترې تیر ایستلی دی، هغه سیاسي تاوان ده، چې په اظهار یې مونږ ډله، مشري یا فکري تګلاره له لاسه ورکوو او همدې ویرې دومره په ځان کې را مروړلي یو، چې سکوت له مونږ نورې او نوې قربانۍ غواړي.
د هغه لوی(ولې) ځواب باید په لومړي سر کې په دوه ټکو، دوه متضادو نظریاتو او دوه ډوله ځانغولونه کې ولټوو. افغان ټولنه په وروستی نیمه پیړۍ کې د اسلامي بنسټپالې عنصر له یوې خوا او دین دښمني( دین ستیزي) عنصر له بلې خوا کاواکه، بې بنسټه او له ملي خطونو لرې کړه. دغو دواړو پدیدو لاس سره کړی او زمونږ د ټولنې تاریخي او ملي جرړي د چینجیو په شان خوري.
دا ټولنه په تیرو پنځوس کلونو کې د شرق او غرب د رقابت په مینځ کې د همدې پورته یادو عناصرو له خوا لولپه شوه او کله، چې د غرب اهداف تر یوه ځایه پر مخ ولاړل د پروژو د کلوزنګ closing په وخت نومونونه او ځایونه بدل شول. اسلامي بنسټپالي تروریستان شول او چپیانو د لوی او (خونخور امپریالیسم) تودې غیږې ته په ځان رسولو کې له هیڅ ډول کړو دریغ ونکړ. خو پخواني چپیان د عصر د تقاضا مطابق دومره کارنده نه شوې ثابتېدای او د دغه عمل د پر مخ بیولو لپاره دا ځل په ځوانانو کې د پانګونې نښې نښانې را څرګندې شوې. عجیب منظر هله جوړ شي، چې اسلامپالې او دین ستیزه د یوه بادار په خدمت کې شۍ! یوه ډله دا هیواد په یوه طریقه او بله ډله بیا په بله طریقه ورانوي دلته ملي کرښې، ملي ارزښتونه او ملي مصطلحات یو پر بل پسې له خاورو سره خاورې شول، که همدا وضعیت همداسې د څو کلونو لپاره دوام وکړي مونږ د ځان د پیژندګلوۍ له حالته لرې کیږو.
یوه خوا د پردیو لښکرو په شتون کې د جنګ د دوام نارې وهي او بله خوا د خلکو لاستنګي او غربت او لویدلې اقتصادي حالت د پردیو د شتون او د هغوی د شتون د دوام لپاره دلایل جوړوي. ددې مانا دا شوه، چې همدا روان وضعیت کله په لږ شدت او کله په ننني انداز باید لسیزې دوام وکړي.
نه چا د اورپکو له تمویل او تجهیز نه لاس واخیست او نه چا د دین دښمنۍ لویې سټې افغانستان ته د تاوان رسولو په تور له خپلو هیوادو وایستل.
اوس نو یوه عام افغان ته، چې خپل هیواد او د هغه تاریخي او ملي ارزښتونو ته پابند دی او دواړه خواوې یې د تدریجي مرګ په خوا بیایي څه کول پکار دي؟
همدې ته بې تعصبه ځواب زمونږ ماته کشتۍ د طوفاني سمندر سوکاله غاړو ته رسوی شي. مونږ باید د ګلوبلیزم داسې قربانیان و نه اوسو، چې تاریخي دښمنان مو د خپل مات شوي غرور غچ په یوویشتمه پیړۍ کې د ګلوبلیزم د شعار لاندې رانه په رڼو سترګو واخلي او بیا مونږ افغانان د تبر د لاستو په توګه وکارول شو.
مونږ نه له فکري پلوه غریب ملت یو او نه له اقتصادي پلوه، دا یوازې زمونږ غریب او نه مړیدونکي په نوم رهبران دي، چې مونږ په ویره کې ساتي او همدې ویرې مونږ له ځانه د پردیتوب په نامالوم سفر روان کړي یو.
زمونږ منزل:
زمونږ سفر باید منزل ته د رسیدو په موخه وي او هغه موانع، چې د ملت د سفر په لار کې په هر نوم را پورته کیږي، د دې ملت دښمنان دی. زمونږ د ملت منزل یو داسې افغانستان دی، چې ورونه قومونه، توکمونه او مذهبې ډلې د یوه واحد، سوله خوښوونکي او په ځان بسیا هیواد په سیاسي جغرافیه کې له نورو ملتونو سره د همکارۍ، ښه ګاوڼډیتوب، عدم تشدد، ناپېیلتوب او برابر درناوي په اصولو د یوه آزاد او ناپېیلي هیواد په توګه شتون دی.
 
افغان ویاړلی ملت که په یوه منځلارې ملي رهبر د راټولیدو جوګه شول بیا به تاسې د شرق او غرب سورې هله واورۍ او د همدې وخت را رسیدلی تر څو افغان واحد ملت د خپلو ټولو ورونو قومونو په شتون کې هغو ناخوالو ته نه ووایي، چې د قوم ، مذهب، سیمې او توکم په نامه دلته د پردیو په لاس او اشاره جوړې شوي او یا د جوړیدو په حال کې دي .
تر څو، چې د ( تر هر ځه د مخه افغانستان) زمونږ د خولو، ژبو، قلمونواو زړونو ناره نه وي جوړه شوي په همدې پردۍ مزدورۍ کې به لتاړ یو.
(نه مو دین له ملت پالنې منع کوي او نه مو دین دښمني کوم منزل ته رسولای شي!)
tags

ستاسې تبصرې

  1. 1.محمد صدیق

    ښاغلی آرین صیب مونږ کولای شو چې د دې موضوع د حل لپاره له هغوی نه زده کړه وکړو هغه کوم چې ترې تیر شوی هغوی بالاخره دې نتیجې ته رسیدلي چې مذهب د هر انسان شخصي کار دی او یوازې د هغه انسان او د هغه د خالق تر مینځ ځانګړې رابطه ده. هیڅ دریم ګړی قوت (شخص، مذهب، دولت او نور) د دوی تر مینځ پدې رابطه کې په زور د مداخلې حق نلري. همدارنګه مذهبي انسانان هم حق نلري چې خپل مذهب په زور په نورو ور وتپي او يا هم د خپل مذهب په وجه نورو ته ضرر ورسوي. د دې هیوادونونو نظامونه د خلکو لخوا جوړ شوي او په مذهب نه دي ولاړ خو وګړو ته يې د مذهب پوره پوره آزادي ورکړې او هر څوک په آزاد ډول خپل مذهب مخکې بیايي په افغانستان کې هم ترڅو چې مونږ مذهب شخصي ونه ګڼو تر هغه پورې به د "زه په حقه یم او ته په غلطه يې" قیصې او د مذهب په نوم جنګونه روان وي.

    مذهبیان به د اسلام په وجه د افغان مسلمانانو په سرو فوټبال کوي. د چا سر او مال به په امان نه وي. کله به مو ماشومان په ماین الوزي او کله پوره کورنۍ، نه به مو واده په امان وي نه جنازه، هم به مو اختر په غم وي او هم جشن، هم به مو کورنیان وژني او هم بهرنیان، هم به په ګولۍ مرو او هم په چاړه، نه به مو سرک په امان وي نه ښوونځی او نه بل ستر بنسټ. لنډه دا چې ملت به مو همداسې هره ورځ په خپلو وینو کې لمبول کیږي او نور مسلمانان به مو په سرونو لوبې کوي تر څو چې یو دین استعمالیدای شي تر هغه به ترینه ځینې خلک ناوړه ګټه پورته کوی.

     

*

Top